د نن سرلیکنه

د بندیانو خلاصون د سولې د ټینګښت د لارې یو اغیزمن ګام

نن ټکی اسيا سرليکنه

پرون طالبانو د دریم ځل لپاره شل تنه دولتي اسیران خوشي کړل.

د سولې تړون له لاسلیکولو وروسته د کابل ادارې او طالبانو ترمنځ د بندیانو خلاصول د سولې د ټینګښت په لاره کې هغه یواځینی عملي ګام دی چې د جګړې د خاتمې په اړه یې د افغان ولس اعتماد خپل کړی دی.

که څه هم چې امریکایانو د خپلې کړې ژمنې مطابق تر اوسه پوري د طالبانو معلوم شمیربندیان په خپل ټاکلي وخت نه دي خلاص کړي ، خو بیاهم کوم محدود شمیرچې یې خلاص کړي د سوله ییزې پروسې د جاري ساتلو لپاره یو فرصت ګڼل کیږي.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ سوله ییز تړون په افغانستان کې د جګړې د خاتمې لپاره یو طلايي چانس دی چې باید دواړه لوري تري نهايي استفاده وکړي.

که تر تړون وروسته هم د جګړې د جاري ساتلو او نورو پلمو له امله دا چانس زیانمن او یا بي باوره کیږي بل هیڅ داسې بدیل نشته چې ولس دې د جګړي د پایته رسیدو هیلې ور پوره وتړلي.

د کابل ادارې داخلي اختلافات او په افغانستان او نړۍ کې د کورنا جاري ناروغي هغه عوامل دي چې نړیوال یې تر ډیره د افغانستان له موضوع سره بي میله کړي دي.

را رسیدونکې د روژې مبارکه میاشت او په هیواد کې د کورنا شته ناروغې دواړه داسې مناسبتونه دي چې دواړه لوري (طالبان او کابل اداره) باید د بندیانو په خلاصون کې تري ښه استفاده وکړي او د یوه او بل اړوند ټولو بندیانو په خلاصولو سره عملي سولې ته د ورنیږدي کیدو لپاره اغيزمن ګامونه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx