
شیخ الحدیث مولوي عبدالباقي حقاني
الحمد لله و کفى و سلام على عباده الذين اصطفى ، و بعد!
د کائناتو خالق دنيا د اضدادو مجموعه ګرځولې ده تر قيامته به د اسلام سره سره په مخ د ځمکه کفر هم موجود وي، مسلمانان پر دې مکلف دي چې د الهي دين دعوت عالمِ انسانيت ته ورسوي او که د دعوت پر وړاندې موانع ايجاد شي بايد د جهاد د لارې يې ختم کړي.
الله تعالى پر مسلمان دا فرض کړي، چې په خپل اجتماعي ژوند کې به اسلام د نظام په توګه حاکم کوي او په دې لاره کې به هر قسم تکليفونه برداشت کوي او د هيڅ ډوله قربانيو څخه به دريغ نه کوي او دا وعده يې ورسره وکړه چې:
﴿ إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ﴾.
که تاسو د الله تعالى د دين سره مرسته وکړئ نو الله تعالى به ستاسې سره مرسته وکړي.
او دا وعده يې هم ورسره وکړه چې:
﴿وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ﴾.
کوم خلک چې زمونږ په لاره کې کوشش کوي نو مونږ خامخا دوی ته د کاميابۍ لارې وښايو او د الله تعالى معيت او مرسته به د نيکيو کوونکو سره وي.
الله تعالى مسلمان ته دا قانون هم تر قيامته په لاس ورکړ چې:
﴿ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ ﴾.
که الله تعالى وغواړي نو ډير کرت يو کم او کمزورې جماعت ته به په يو لوي او طاقتور جماعت باندې غلبه او کاميابي ورکړي.
بيا الله تعالى د خپلو کړو وعدو په اړه ارشاد فرمايي :
﴿ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللّهِ قِيلاً ﴾ .
د الله تعالى نه څوک په دنيا کې رشتينې بل څوک نشته.
نبي کريم عليه الصلاة والسلام د صحابه کرامو رضى الله عنهم په ملتيا چې د کفارو سره جهاد شروع کړ قدم په قدم د الله تعالى نصرت ورسره ملګرې و د الله تعالى د کړو وعدو په اساس د وخت دوه لوی طاقتونه روم او فارس ختم شو او تر قيامته يې انسانانو ته د درس او عبرت نه ډک تاريخ پريښود.
الله تعالى چې د مسلمانانو سره کومې وعدې کړې هغه وعدې به تر قيامته پورې جاري او ساري وي او په هيڅ وخت کې د الله تعالى په سنتو او وعدو کې خلاف او بدلون نه شي راتلاى.
الله تعالى ارشاد فرمايي :
﴿ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلاً ﴾ ﴿ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَحْوِيلاً ﴾
اى مخاطبه! ته به هيڅ کله هم د الله تعالى په سنتو کې بدلون بيا نه مومې.
تر قيامته به د الله تعالى دا سنت جاري وي او د هر وخت سوچه مسلمان به په همدې عقيده وي ، چې که د هر وخت مسلمانان د الله تعالى د ټاکلي معيار مطابق عمل وکړي الله تعالى به د خپل سنت مطابق نصرت ورسره کوي.
د الله تعالى نظام ، د هغه وعدې ، د هغه سنت به تر قيامته تغير نه کوي البته د مسلمانانو عقيدوي او عملي ضعف وخت په وخت ډيريدې شي.
په دې څلورو لسيزو کې الله تعالى مسلمانانو ته د خپل کتاب او نظام معجزه دوه کرت وښودله: يو کرت هغه وخت چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ ، د افغانستان کمزورو او مظلومو مسلمانانو د خپل غيرت امتحان ورکړ الله تعالى د فارس په شان د روس امپراطوري ختمه کړه.
هغه وخت په دنيا کې د جهاد او مجاهدينو حاميان ډير وو نو خلکو ته د معجزې د قوت اندازه ډيره نه لګيده ، دوهم کرت هغه وخت چې شل (٢٠) کاله وړاندې امريکا افغانستان اشغال کړ او د ټولې دنيا کفارو او د دنيا مرعوبو او ضعيفه العقيده مسلمانانو ددې اشغال سره مرسته وکړه په دنيا کې چا هم ددې فکر نه کول چې په دنيا کې به داسې يو قوت وي چې ددې قوت مقابله وکړاى شي ، د اشغالګرو رعب او تبليغات تر دې حده رسيدلي وو چې د زياتو مسلمانانو همتونه کمزوري شوي وو او په زياتو خلکو کې د جهاد توان او همت نه ليدل کيده او د دنيا د کبرجن سوپر طاقت امريکا سره دا فيصله وه ، چې طالب او مجاهد نور د زمکې په مخ د ژوند حق نه لري .
په کلي ، ښار ، غره او غار کې پسې ګرځيده يا به يې شهيد کول او يا به يې ګوانتانامو زندان ته ليږل او غير انساني او حيواني سلوک به يې ورسره کول ، الله تعالى ته خپل دين او خپل بندګان ډير محبوب او ګران دي .
﴿ وَمَكَرُواْ وَمَكَرَ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ﴾
کفارو د خپل مکر وتدبير څخه کار واخيست او الله تعالى خپل تدبير اختيار کړ د الله تعالى تدبير د ټولو نه ښه دى .
افغانانو د علماو او طالبانو تر مشرۍ لاندې جهاد ته دوام ورکړ ، همت يې وکړ ، غيرت يې وکړ د دنيا خلکو ورته ليونيان ويل يقينا ددين دې عاشقانو د هيڅ قسمه قربانيو نه دريغ ونه کړ ، زندان يې قبول کړ ، زخم او هر قسمه د ژوند تکليفونه يې قبول کړل او تر دې چې خپل خوږ ژوند يې هم د الله تعالى د دين څخه قربان کړ ، دومره قرباني يې ورکړي چې د اسلام په تاريخ کې سارى نه لري ، الله تعالى کړې وعدې پوره کړي او د روم په شان د وخت د ټولو نه غټه امپراطوري امريکا او متحدين يې د دنيا د وړاندې داسې ناکام کړل چې د دنيا عقلاء يې حيران کړل.
د وخت عقلاء په دې انتظار وو چې مجاهدينو خپل وختونه په سنګرونو کې تير کړي علماو په مدارسو او مسجدونو کې وخت تير کړې او امريکا او ددوي متحدينو د دنيا مشهورې يونيورسټۍ ويلي امريکا څو کاله مسلکي خلک دې ته کينولي وو چې د مذاکراتو لپاره طريقه د کار وضع کړي او د عامو خلکو هم دا ګمان ؤ چې شايد طالبان او علماء د مذاکراتو ميدان ونه ګټي او يا د دنيا د دپلوماسۍ ميدان ماهرين يې دوکه کړي ، زمونږ په علمي چاپيريال کې د ډيرو هوښيارانو او علمي شخصيتونو هم همدا نظر ؤ.
خو الله تعالى د ﴿ لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا﴾ وعده هم د مجاهدينو او علماو سره عملي کړه ، د دنيا هيڅ يو سياسي ډلې تر دې چې متعصبو دښمنانو هم په دې تبصره ونه کړه چې طالبان د مذاکراتو په ميدان کې نه پوهيږي او يا د نړيوالو اصولو مخالفت کوي او يا کمزوري دي ، کمزورو مسلمانانو ته په ځانګړي توګه دا عبرت او درس حاصل شو چې د سياست او دپلوماسۍ په ميدان کې ديني سياست او دپلوماسي کاميابه ده ، او دا تبليغات بې ځايه دي چې علماء په سياست نه پوهيږي او يا يو چا ته قناعت نه شي ورکولاى .
د عثماني دولت د سقوط نه وروسته مسلمانانو ته په اولني ځل اجتماعي عزت او کاميابي حاصله شوه ، دې کاميابۍ کفري دنيا ته دا پيغام ورکړ ، چې د اسلام او کفر په مقابله کې آخري کاميابي به د اسلام په حق کې وي ، الله تعالى فرمايي :
﴿ وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴾ .
که تاسې واقعي مؤمنان وې تاسې به اوچت او کامياب اوسئ .
همدارنګې اسلامي دنيا ته هم دا پيغام حاصل شو چې که مسلمانان همت وکړي نو تر قيامته يې الله تعالى د دنيا په لويو طاقتونو کاميابولې شي ، بې همتي نه ده په کار د الله تعالى په دين غيرت او او د همت نه کار اخيستل په کار دي .
لاس ته شوې کاميابي داد مجاهد کمال نه دى داد الله تعالى د دين کمال دى ، لاس ته شوې عزت د الله تعالى د دين په وجه دى د الله تعالى په دين عمل د انفرادي او اجتماعي عزت ذريعه ده .
په جهاد سره مجاهد عزتمن ګرځي او په پريښودو او په ځانګړى توګه په مخالفت يې شخص سپک ، ذليله او رسوا ګرځي د بيلګې په توګه د روسانو سره په تير ١٤ کلن جهاد کې جهادي مشران د ټولې دنيا د مسلمانانو د خواصو او عوامو په وړاندې بې مثاله عزتمند وو خو کله چې ځينې جهادي مشرانو جهاد پريښود او په دې شل کلنه جهادي دوره کې د جهاد په ځاى د جهاد مخالفت يې وکړ همدا مشران بيا د مسلمانانو په نزد د ټولو خلکو څخه ذليله خلک دي ، د دنيا د ذليله ، ظالمانو کافرانو داسې غلامان شو چې په غلامۍ کې يې بې انتهاء ذلت برداشت کړ او لا برداشت کوي يې ، بل لورې ته د ديني مدرسو طالبان او عالمان د دنيا د خلکو په وړاندې په انساني ټولنه کې کمزوري خلک ګڼل کيده خو د جهاد او په دين د غيرت په وجه د دنيا په سياست کې د دنيا د سوپر طاقت امريکا سره مساوي بلکې ددوي څخه لا زيات محسوب شول او دنيا په دې نظر ده چې په دنيا کې دوه طاقته دي : يو امريکا او بل طالبان او مجاهدين او په دې دواړو کې مضبوط طاقت هغه طالبان او مجاهدين دي .
پيغام :
اسلامي امت ته عموما او د افغانستان غيرتي مسلمانانو او مجاهدينو ته خصوصاً لاندې پيغام لرم :
١- لاس ته شوې کاميابي د الله تعالى ډير لوي نعمت دى چې ددې نعمت پيرزونه يې پر دوي وکړه د الهي نعمت په هکله الهي قانون دادى چې :
﴿ لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ ﴾
که ددې نعمت قدرداني وشي الله تعالى به په کې نوره اضافه هم وکړي او که د نعمت ناشکري وشي د الله تعالى د سنت له مخې نعمت د لاسه وځي ، د نعمت قدرداني او شکر دادى چې :
١- په کړو وعدو وفاء وشي او که وفاء ونه شي د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ارشاد مطابق به الله تعالى پر مسلمانانو بيا دښمن مسلط کړي .
٢- تواضع خپله شي او د تکبر څخه ځان وساتل شي ، ددې ټولو کاميابيو نسبت الله تعالى ته وشي نه مجاهد او يا بل چا ته .
٣- دا کاميابي د څلويښتو (٤٠) کالو د مجاهدينو او د عام ولس د قربانيو ثمره ده .
٤- په ﴿ خُذُواْ حِذْرَكُمْ﴾ عمل وشي او هميشه لپاره د جهاد وسله په لاس ولري او د دښمن د مکر څخه غفلت ونه شي او نه دښمن دا احساس کړي چې مسلمانان د پخوا په شان نه دي پاتې شوي .
٥- جهاد به تر قيامته جاري وي عزت په جهاد کې دى د عزت اسباب قوي کول په کار دي .
٦- اتفاق او اتحاد ته پوره متوجه کيدل ، د لاس ته شوي کاميابۍ يو لوي راز د مجاهدينو اتفاق ؤ که چيرته مونږ د کاميابۍ دا راز د لاسه ورکړو د کاميابۍ لپاره بل راز نه لرو .
٢- دوهم پيغام دادى چې مونږ د يو امتحان څخه تر ډيره حده الحمد لله کامياب وتلي يو چې هغه د الله تعالى د دين لپاره جهاد کول او قرباني ورکول دي .
دوهم امتحان سره اوس مخ کيږو چې هغه د ۴۰ کلن جهاد ثمره او په افغانستان کې د يو واقعي اسلامي حکومت اقامه کول دى .
دا امتحان خصوصاً دوه طبقو ته ډير متوجه دى ، چې يوه حاکمه طبقه او بله ديني عالمان دي .
دا امتحان ډير سخت دى او دا ځکه چې په افغانستان کې هر وخت د جهاد سلسله
الله تعالى کاميابه کړې ده ناکامي او تقصير چې راغلې هغه د جهاد په نتيجه کې راغلې ، د وخت حاکمان په دې نه دى موفق شوي چې يو داسې نظام اقامه کړي چې د اسلام مقروض نه وي .
په يادو دوو طبقو کې هميشه لپاره زياته ذمه داري ديني علماو ته متوجه وي ځکه چې په ديني ميدان کې اعتماد په دوي کيداى شي او دوي ددې اهل دي او دا مسئوليت لري چې د اسلام په ټولو مصادرو نظر واچوي .
ټول کليات او مبادي په نظر کې ولري او د اسلامي حکومت داسې نقشه تياره کړي چې د اسلامي شريعت د کلياتو او مباديو سره په تصادم کې نه وي ، د مسلمانانو مصالح په کې متحقق وي او د مسلمانانو او رعيت د حقوقو او ضرورياتو جواب ويونکي وي او د نړيوالو څخه په جلب د نفعت او په دفع د مضرت کې خود کفا وي .
ددغسې نظام تشکيل د هغو علماو علمي دنده ده چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د مدني سياست او حکومت د لس کلن طرز العمل نه خبردار وي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وروسته د څلورو راشده خلفاو رضى الله عنهم په ديرش (٣٠) کلنه دوره د خلافت علم ولري .
امام مالک رحمه الله وايي : د آخر امت اصلاح به په هغه څه سره راځي په کوم سره چې د اول امت اصلاح راغلي ده .
که د خير القرون د سياست او حکومت طرز العمل په افغانستان کې تطبيق شي افغانستان د ټول وخت لپاره د مشکل څخه وتلاى شي .
په مدينه منوره کې رسول الله صلى الله عليه وسلم د ډيرو مخالفو طبقو په وجود کې يو اسلامي حکومت جوړ کړ مخالفينو ته يې حقوق او ذمه داريانې ورمعلومې کړې ، ددوي د مخالفتو څخه يې ځان خلاص کړ البته دددوي مراقبت يې د نزدې نه کول او کنترول يې ساتل ، خپل کار ته متوجه شو شپږ کا له وروسته يې دا توانائي پيدا کړه چې د ټولو نه قوي او سرکشه دښمن د مکې قريشو ته يې ماتې ورکړه او د اسلامي حکومت په مخ کې مخالف ټول طاقتونه يې ختم کړل او اسلام يې د دنيا زياتو برخو ته ورسول ، راشده خلفاو رضى الله عنهم هم همدا طريقهء کار تعقيب کړه چې د نړي خلکو ته يې د اسلام نعمت ورسول.
دا کار به په علمي دنيا کې د علماو څخه ډير کار وغواړي که علماء همت وکړي ، دقت وکړي د موضوع حساسيت او اهميت ته متوجه شي د اسلام د اجتماعي او سياسي نظام ژوره او رښتيني مطالعه وکړي ، د جذباتو په ځاى د حوصلې او دقت نه کار واخلي ، د علمي ميدان د ماهرينو څخه په کې استفاده وکړي ، په مدارسو او علمي ادارو کې دې موضوع ته ځاى ورکړي ، ځوانان تربيه کړي ، د مسئوليت احساس وکړي نو هماغه ذات به مونږ ته په دې ميدان کې هم کاميابي رانصيب کړي لکه څرنګې يې چې په جهادي ميدان کې کاميابي راکړه دواړه طبقې بايد دا احساس وکړي :
١- دا د ٤٠ کلن قربانيو محصول دى .
٢- دې محصول سره د ټول اسلامي امت عزت او ذلت تړلې دى .
٣- ياد محصول سره که احتياط وشي مشران يې د اسلامي امت سالمه رهبري کولاى شي .
د قربانيو په وجه ددې خطي مسلمانان ددې مستحق دي چې د اسلامي امت قيادت او راهنمائي وکړي.
دا استحقاق د دنيا په بله حصه کې نه دې پاتې شوې او د همدې امله د نړۍ مسلمانان په همدي اعتماد کوي ، البته دا به مهمه وي چې ددې خطې حاکمه او علمي طبقه د قيادت او راهنمائي استعداد او صلاحيت په ځان کې پيدا کړي .
٤- هغو افغانانو ته چې د پرديو د ګټو په خاطر د اسلام او مسلمانانو په ضد استعمال شوي دا پيغام لرم چې (٤٠) کلونو دا ثابته کړه چې په افغاني ټولنه کې د اسلام نه علاوه بل نظام ناکام دى او په هيڅ قيمت يې افغانان نه برداشت کوي که تاسو خپل ځانونه د راتلونکي اسلامي افغانستان سره جوړ کړئ دا به ستاسو لپاره د دنيا او آخرت د عزت او ګټې ذريعه وي .
د اسلام او زوريدلي غيرتي مجاهد ولس د مصالحو په خاطر د ټولو ذاتي غوښتنو او تقاضو څخه تير شئ .
پردۍ غوښتنې او ګټې پريږدئ او خپلې ګټې په خپل اسلامي افغانستان کې ولټوئ .
٥- په ملک کې دننه او د ملک څخه بهر ټولو محصلينو ، استاذانو او د سائنسي ميدان ماهرينو ته مې دا مشوره او پيغام دى چې محصلين دى په خپلو تحصيلاتو کې پوره کوشش وکړي د وخت قدر وکړي خپل وخت ضائع نه کړي تر څو په راتلونکي کې د افغانستان په بيا آبادولو کې مؤثر کردار ادا کړي.
استاذان او نور د سائنسي ميدان ماهرين بايد د افغانستان د بيا آبادولو او په خپل کور د خود کفا ګرځولو لپاره بايد دوي خپل ټول استعدادونه په کار واچوي .
د اسلامي امارت د عالي تحصيلاتو ادارې سره خپلې رابطې او مشورې تنظيم کړي.
ياده اداره ددوي د مشورو هر کلې او قدر داني کوي او د افغانستان په بيا آبادولو کې به دوي ته د امکان تر کچې د خدمت زمينه سازي کوي .
وما ذلک على الله بعزيز
عبدالباقي حقاني
د دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک د سياسي علومو استاذ
مشره الله ج دې شه درسره وکړی خو طالېبان له امېره تر عسکره ټول باېد ده ملت زړونه را خپل کړې او دا ملت له تاسی ډېر څه نه غواړې بس لېږ شفقت لېږ مرسته . که تاسی اول نصېحت بېا له زوره هم کار واخلئ باور وکړه چې ده ملت زړونه به وګټي. نه ده پخواه په څېر چې کشرانو طالېبانو په بعضې وختو کې له زور او وهل ټکولو څخه کار اخېست او کله کله به ئ خلګ توهېن کړل او تاسی خبر نه وئ نو لوئ جهاد مو په مخ کې ده برېاء درته غواړو خو ده… نور لوستل »
ډیری ښی خبری مو په ډیره ښه توګه بیان کړیدی .
شیخ صاحب ! الله تعلالی دی د هر ټکی پوره اجرونه درکړی . امین یا ربالعلمین
زما هېره ډېره سوېده
دارالعلوم او اکوړه او خټک او د سیاسی علومو ډیپارټمنټ چیرته مؤقعیت لری؟
په پاکسان کی؟
نو فضل!
په هر حال
د لیکنی په لومړۍ کرښه کی لیکل سویدی چی اضداد یعنی اسلام او کفر به تر قیامت پوری موجود وی.
خو
موږ.داسی اوریدلی دی چی تر قیامت مخکی به سیدنا عیسی علیه السلام او مهدی صاحب تشریف راوړی او د دجّال تر ماتی وروسته به پر ټوله نړۍ رښتینی عدالت او امنیت او معنویت خپور وی.
که څنګه؟
محترم غ. حضرت صاحب !
خير دی دغه د حق او باطل جګړه يا د کفر او اسلام شخړه د «قيامت» پر ځای تر «الي ماشاء الله» پوري تصحيح کړه . زه خو هر وخت په دغسي مواردو کي دغه جمله کاروم. که په دې اړه د ډېري مطالعې شوقي يې زما لاندي کتابونه پيدا کړه:
۱. حق او باطل جګړې، د عبدالمالک همت ليکنه.
۲. د حق او باطل په هکله (۲۵) مقالې ، د عبدالمالک همت ژباړه.
۳. د حق او باطل په جګړه کي الهي سنت
ممکن درې سره په انټرنيټ کي وي.
محترم غ. حضرت صاحب ! خير دی دغه د حق او باطل جګړه يا د کفر او اسلام شخړه د «قيامت» پر ځای تر «الي ماشاء الله» پوري تصحيح کړه . زه خو هر وخت په دغسي مواردو کي دغه جمله کاروم. که په دې اړه د ډېري مطالعې شوقي يې زما لاندي کتابونه پيدا کړه: ۱. حق او باطل جګړې، د عبدالمالک همت ليکنه. ۲. د حق او باطل په هکله (۲۵) مقالې ، د عبدالمالک همت ژباړه. ۳. د حق او باطل په جګړه کي الهي سنت ممکن درې سره په انټرنيټ کي وي.