افغانستان

کونړ کې د یوه کور د چت پریوتلو له امله شپږ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ وری، ۱۳۹۹ل): د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د درنو بارانونو له امله د یوه کور چت پرېوتی او شپږ تنه پکې مړه شوي.

د کونړ د والي ویاند «عبدالغني مصمم» وایي، پېښه تېره ورځ «جمعه» د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د بې ځایه شویو په یوه کېمپ کې رامنځته شوې او له امله یې د یوې کورنۍ شپږ تنه غړي وژل شوي.

د مصمم په خبره، په وژل شویو کې یوه ښځه، یو نارینه او څلور ماشومان شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx