افغانستان

کندزیان:محلي مسئولین د کورونا په وړاندې بې تفاوته دي او والي میاشتې کېږي غیر حاضر دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ وری، ۱۳۹۹ل): د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي او په ولسي جرګه کې ددې ولایت استازي د والي «عبدالجبار نعیمي» له اوږدې غیرحاضرۍ شکایت لري او وايي، د نوموړي نشتون چارې مختل کړې او محلي مسئولینو ته یې دا جرئت ورکړی، چې له کورونا سره د مبارزې په برخه کې سستي وکړي.

د سلام وطندار د راپور په بنسټ، کندزیان د جبار نعیمي د لرې کېدو غوښتنه کوي او له ولسمشر غني غواړي، چې ژر تر ژره دې کندز ولایت ته بل والي معرفي کړي.

په ولسي جرګه کې د کندز د خلګو استازې «فاطمه عزیزي» په دې تړاو وايي، چې د کندز اوسېدونکي په یوه بد حالت کې دي اوکورونا ټولو ته تهدید جوړ کړی، خو محلي حکومت د طبي خدمتونو وړاندې کولو ته هیڅ پام نه کوي.
ددې په خبره، له کورونا سره د مبارزې په موخه حکومت سل میلیونه افغانۍ کندز ولایت ته ځانګړې کړې وې، چې د والي د اوږدې غیرحاضرۍ له امله یې هیڅ د ګټې په ځای مصرف نشوې.

د کندز د ولایتي شورا رئیس «محمد یوسف ایوبي» بیا د نوي والي د غوښتنې تر څنګ په کندز کې د کورونا د تشخیص د مرکز نشتون د اندېښنې وړ بولي او وایي، که زر تر زره اقدامات ونشي، انساني فاجعه به رامنځته شي.

په ورته وخت کې د کندز د والي ویاند «عصمت الله مرادي» بیا د والي له نشتون دفاع کوي او وایي، نوموړی کابل ته په یوه رسمي سفر تللی، څو د کندزیانو غوښتنې او پشنهادات له حکومت سره شریک کړي.

د مرادي په قول، کندز ته ځانګړې شوې سل میلیونه افغانۍ د کندز د حوزه يي روغتون په تجهیز لګول کېږي.

خپله جبار نعیمي تر دې دمه د کندزیانو د اندېښنو په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x