
بلخ ولایت کې د کيټونو د نشتون له امله د کورونا ازموینې درېدلې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ وری، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست وایي، په دې ولایت کې د تشخیصي کیټونو د نشتون له امله د کورونا د شکمنو ناروغانو ازموینې درېدلې.
د بلخ ولایت د عامې روغتیا رییس «خلیل الله حکمتي» وایي، دا کيټونه باید د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري راکول شي، ځکه په بازار کې پیرل کېدای نشي او نه هم موږ ویلای شو، چې معیاري دي.
بلخ چې له هرات او کابل وروسته د کورونا تر ټولو زیاتې پېښې پکې ثبت شوې، داسې مهال د شکمنو کسانو ازموینې پکې درېږي، چې د شمالي ولایتونو زیاتره بېلګې هم همدې ولایت ته د ازموینې په موخه لېږل کېږي.
د فاریاب والي «نقیب الله فایق» په دې اړه طلوع نیوز ته ویلي «شمالي ولایتونه نه شي کولای چې کورونا تشخیص کړي. موږ د وصفي ناروغانو – هغه کسان چې د کووېډ نولس ناروغۍ لري بېلګې یې مزار ته استولي دي چې له بده مرغه ویلي یې دي چې کېټونه نه لري او نه شي کولای ویې ازمويي. په داسې حال کې چې موږ ته خبرونه رسېږي چې په کابل او نورو ځایونو کې ځینې لوړپوړي دولتي مامورین دي او یا واسطه لري دوی هوسانه ازموینې کوي.»
بل لور ته په دې ولایت کې د کورونا د ناروغانو شمېر هم ورځ تر بلې زیاتېږي او نن سهار په دې ولایت کې د کورونا شپږم ناروغ هم ژوند له لاسه ورکړ.