افغانستان

طالبان د امنیت شورا په غبرګون کې؛ خلاص شوي کسان ټول نظامیان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ وری، ۱۳۹۹ل): د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» د ملي امنیت شورا ویاند هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکي طالبانو د حکومتي بندیانو په نامه ملکي او یا کم عمره کسان خلاص کړي.

ذبیح الله مجاهد دغه څرګندونې له «نن ټکی اسیا» سره د خبرو په مهال وکړې، ده وویل، خلاص شوي کسان ټول نظاميان دي او دهغوی  د خپلې خولې اقرارونه خپاره شوي، چې چېرې یې دنده سرته رسولي« موږ د هغو د خپلې خولې معلومات خپاره کړل چې هریوه اقرار کاوه چې د کوم نظامي ارګان اړوند دي یا يې کوم کوم کنډک کې کار کاوه یا په کومه پوسته کې نیول شوي وي، هغه ځایونه يې ټول معلوم شوي. دي.»

طالب ویاند وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې نن د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» په یوه خبري ناسته کې ادعا وکړه، د طالبانو له لوري په خلاصو شویو زندانیانو کې یوازې ۱۹ تنه دولتي سرتېري دي او پاتې نور ملکیان او یا هم کم عمره ماشومان دي.

جاوید فیصل که څه هم له طالبانو د ژمنې عملي کول او د لست مطابق د زندانیانو د خلاصولو غوښتنه کوي، خو ذبیح الله مجاهد بیا پړه پر حکومت اچوي او وايي، هغه پروسه د حکومت له لوري خرابه شوه، چې ټولو لورو ته یې قناعت ورکولای شوای.

د مجاهد له قوله، «کابل اداره» د خپلو زندانیانو په کیسه کې نه ده، نو ځکه ښايي عسکر یې له حافظې وتلي وي، چې پړه یې پر طالبانو نه ده.

یاده دې وي، چې تېره ورځ طالبانو تېره ورځ دریمه شل کسیزه ډله زندانیان په لغمان ولایت کې د ملي امنیت شورا د ملکي تلفاتو د مخنیوي مسئول «انتظار خادم» ته وسپارل.

د لغمان ولایت د والي ویاند «اسدالله دولتزي» او «انتظار خادم» هم ومنله، چې طالبانو زنداني سرتېري ورته تسلیم کړي او دوی به يې ژر خپلو ولایتونو ته انتقال کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله الفاروقي

. شرم لفاره خياطي كول د كابل اداري بلواكه مشران لفاره دير لوي شرم دي اول ي د بنديانو باره كي معلومات نه لرل جه د اسلامي امارت مجاهدينو له طرفه ورته معلومات ورسيدل اوس نو د خفل شرم ته خياطي كولو سره داسي ويناوي كوي جه دا ملكي كسان دي اربكيان ددوي قوي نظامي كسان دي او دوي ورته ملكي كسان واي حتى د مزدوري ملي اردو نه هم اربكيان سخته جنك كوي او دير تري خطرناك دي امريكا فه عراقيانو باندي كاميابي كي له اربكيانو كار واخيستلو او هلته ي جهادي مقاومت تقريبا زيات كمزوري كرلو . خو… نور لوستل »

جمیل

غلامان او خائنین مو لوستی اوریدلی او لیدلی وه خو داسی غلامان او خائنین مو نه لوستی نه اوریدلی او نه هم لیدلی وه لکه دا اوسنی غلامان او خائنین ، دا عحیبه مخلوق سره راټول سویدی . ودیته غلبیل ویل غلبیل ته سپکاوی دی ، دا د ډکیدو او پټیدو ندی . مشت نمونهٔ خروار ، یوازی د دی پاڼی ځنی اوسنی سر لیکونه : دینی عالمانو د سولی تړون د پلی کولو او بندیانو ژر خوشی کولو غوښتنه وکړه ، بلخ ولایت کی د کیټونو د نشتون له امله د کورونا ازموینی دریدلی ، حکومت په لوګر کی… نور لوستل »

طوطی

سلامونه:: یار اول خو همدا طالبانو ادعا وکړه چی له بګرامه څخه خوشی شوی کسان طالبان ندی ما ویل چی ګوری بیا به حکومت هم همداسی وایی چی د طالبانو لخوا خوشی شوی کسان حکومتی نه بلکه عام خلک دی او همداسی هم وشول. د سولی توافق ته څوک ګډیدل او چا ورته خوشحالیانی کولې خو زه اوس هم وایم چی کوږ بار تر منزله نرسی. هر هغه توافق چی ټول ملت پکی برخه نوی اخستی بی فایدی ده او مثبته نتیجه به نه ورکوی. درست او منطقی فکر پکار دی په جنګ و وژلو یی په ولاکه وګټی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x