افغانستان

ایران ته د افغان او پاکستاني اتباعو په ننوتلو بندیز لګېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ وری، ۱۳۹۹ل): ایراني چارواکو په یوه تازه پرېکړه کې ایران ته د پاکستان او افغانستان د اوسېدونکو په ننوتلو بندیز لګولی.

د بي بي سي فارسي څانګه د ایران د کورونا د مدیریت د ملي کمېټې د منشي «حسین قاسمي» له قوله لیکي، چې د پاکستان او افغانستان اوسېدونکي ایران ته د ننوتلو اجازه نه لري ځکه دده په خبره، هم په ناروغي ککړ دي او هم نورې ستونزې جوړولای شي.

قاسمي که څه هم د هغه ستونزو په اړه توضیح نه ده ورکړې، چې دده له قوله پاکستاني او افغاني اتباع یې جوړولای شي، خو وايي، له دې دواړو هیوادونو سره یې په پوله کلک بندیز لګولی.

ایران یو له هغو هیوادونو دی، چې کورونا سخت ځپلی او په دې وروستیو کې لسګونه زره افغان کډوال ترې هیواد ته را ستانه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx