نظــر

ځوانان د غرب د فکري استعمار ښکار

صلاح الدين صادق

د رسنیو اغیز پر ځوانانو:
رسنۍ يعنې  هغه د ابلاغ وسیلې چې د خلکو د پوهولو او د حوادثو په اړه د اطلاع لپاره کارول کیږي.

په اوس وخت کې رسنۍ د ټولنیزو ارتباطاتو يوه وسیله ده کوم چې په هغې کې خبريالان کار کوي . دغه رسنې په اوسني وخت کې د دولت دارۍ څلورمه قوه ګڼل کیږي . رسنۍ ډیر اقسام لري لکه :

چاپې رسنۍ : لکه اخبار، مجله ، اونیزه او داسې نور

سمعي بصري رسنۍ : لکه رادیو، تلویزون، د سټیج ننداره او داسې نور

بريښنايي رسنۍ : چې انلاین رسنۍ هم ورته وایي ویب پاڼې همدارنګه فیس بوک، واټس اپ ، ټویټر، انسټاګرام، یوټيوب ګوګل او داسې نور

د رسنيو له پورته ډولونو يې کابو ټولو  د ځوانانو پر ژوند اغیز پريباسلای دی يواځې ځوانان ندي چې ددې بلا ښکار شوي بکلې  کم عمره ماشومان هم ددې کرغیړن بام تر سیوري لاندې ناست دي.

چا موځوانان  اغیزمن کړل ؟
دوی کوم اهداف لري ؟
د څه په خاطر او ولې يې اغیزمن کړل ؟
د خلاصون او فلاح لاره يې څه ده  ؟

دا او دې ته ورته ځوابونه به  پردې لیکنه کې ترلاسه کړۍ . ان شالله

د تاريخ په اوږدو کې  د کفارو دشمني له مسلمانانو سره بې سارې ده او تل دوي غواړي چې مسلمانان ددوی تر ولکې او تسلط لاندې وي. خو دا هيڅکله امکان نه لري ، الله جل جلاله  مسلمانان د هميش لپاره د کفارو په مقابل کې برلاسي او کاميابه کړي دي. ګر که د کفارو ټولی ډير او د مسلمانانو کم وي.کفارو تل د مسلمانانو په مقابل کې د ماتې خوند څکلای دی خو د انساني هوس،هیلې او امید له وجې دوی دا کوشش بار بار کوي چې ګواکې کامياب به شي.ددې کار لپاره دوی له مختلفو طریقو طرزالعملونو او لارو چارو کار اخلي چې خپل شیطاني افعال عملي کړي.

کفارو تل د جنګ په میدان کې ماتې خوړلې يعنې په عسکري، پوځي د توپ، ټانګ او ټوپک په وسيله هر وخت ددوی سترې سترې قواوې ماتې شوي دي، نو دوی په دې فکر کې شول چې څنګه وکولای شې چې مسلمانان د يو بل اړخ څخه وځپي بلاخره دوی پر دې سلا وکړه چې باید فکرا مسلمانان ضعيفه او راوپرځوي یعنې د پوځي استعمار پر ځای بايد لومړی فکري استعمار ترسره او مسلمانان د ځان تابع کړي
پدې معنی چی یو مسلمان ځوان يا ځوانه په مکمله توګه ددوی فکر، لباس، فرهنګ، کلتور او حتی اخلاق پر ځان عملي او خپل  کړي.

په دې اړه د کفارو د څو مخکښو څیرو نظرونه ستاسې مخ ته کيږدم.

د امریکا پخواني جمهور رئیس ( رچارد نیکسن ) پخپلو خاطرو کې لیکلي:

( مسلمانان یو لوی قوم دی او ددوی سره د تعامل او ټکر لرې کولو دوې لارې دي:

لومړی : چې د نړۍ ټول مسلمان له يوې مخې ختم کړای شي چې دا یو ناممکنه او غیرعملي لاره ده.

دوهمه : چې دوی په مدني، سیکولر او بې دینه ټولنو کې ذوب او ویلي کړای شي، ددوی حکومتونه او نظامونه،ټولنې، اجتماع او د ژوند بڼه دې سیکولر او بې دینه شکل ته واړولای شي تر څو دوی په خپله خپل مفاهیم، اعتقادات، نظریات او مقدسات پریږدي او زمونږ په رنګ رنګ شي )

امریکایي پوځي او سیاسي مفکر او د نژدې ختیځ لپاره د واشنګټن د ستراتیژیکو څیړنو پخوانی مدیر( رابرټ ساتلوف ) چې د  ( تروريزم په خلاف فکري جګړه) په نوم کتاب يې هم لیکلی امریکا ته توصیه کوي او وايي:

( امریکا باید په منځني ختیځ‎ او اسلامي نړۍ کې د ځوانانو په راخپلولو تمرکز وکړي او ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره دې له ناپوځي وسايلو لکه مطبوعات، راډیوګانو، تلویزونونو، موسیقۍ، تعلیمي موسسو، لوبو او امریکا ته د ځوانانو په راغوښتلو کار واخلي او هڅه دې وکړي چې د اسلامي نړۍ د ځوانانو له زړونو او ذهنونو څخه جهادي روحيه وباسي )

امريکايي صهیونسټ او يهودي مفکر ( توماس فردن) وايي: ( که غرب غواړي چې د اسلام سره د لښکرو په جګره کې راګير نه شي، نو د اسلام په خلاف دې په اسلام کې دننه د افکارو جګړې ته ورداخل شي.)

نو امريکا او غربي نړۍ د همداسې مفکورو په پیروۍ پسې لاړل . په هر حال … .

ددې کار لپاره دوی نشوای کولای چې د هر مسلمان دروازه وروټکوی او ورته ووايي چې ددوې فرهنګ، کلتور او اخلاق پر ځان عملي کړي چې دا کار مسلمانانو ته په هيڅ صورت د منلو وړ نه دی.

تر ډولو اسانه ، سریعه او او مثبته لار ددوی په اند رسنۍ وې چې باید پدی هدف کې له دوی سره مرسته وکړي،همغه ووچې دوی رسنیز ډګر په خپل کنټرول کې واخیست چې بدبختانه پدې کار کې تر ډيره بریالي هم شول.

د مسلمانو هیوادنو په ډګر کې افغانستان هم یو له هغو هیوادنو څخه دی چې د غربي فکري یرغل ښکار شوی دی.

دلته بايد يادونه وکړم چې په فکرې يرغل کې رسنۍ يواځې يو بعد او يا يې يو اړخ دې چې په دې یرغل کې ترې استفاده کیږي خو ددې یرغل لمنه دومره پراخه وي چې د ژوند زیاتره برخې تر تاثیر لاندې راولي.

په افغانستان کې یې ځوانان د مبایل، تلویزون، رادیو،خواله رسنیو او انټرنیټ په ذریعه راڅخه واخیستل،په تلویزونونو کې د پردي کلتور او فرهنګ رايجول تنکي ماشومانو،  ځوان او ځوانې ته د مختلفو سریالونو، ډرامو او فلمونو په واسطه  لاندې اخلاق ورښودل ( چې څنګه يو هلک له یوې انجلۍ سره ملګرتیا او يا یارانه وکړې.
ځوان يا ځوانې ته دا اختیار ورکول چې والدین ستاسو په شخصي ژوند کې هیڅ ډول کار او غرض نشي درلودلای.

په مینه کې څنګه یو څوک په کومو لارو او طریقو تختیدلای شې.

د یو ځوان بدماشي او په ساده اصطلاح لوچکي پر ټولنه کې ښودل.

پر وړه خبره د کورنۍ د غړو تر منځ جنګ او جنګال.

د ښځو ازادي او بې حیایي:
جنګي سریالونه او داسې نور… ) چې دا هر څه زمونږ په سپیڅلې دین اسلام کې حرام او ناروا دي. دا او دې ته ورته ډیری نورې نندارې نوي قول ته وړاندې کولو سره دوی غواړي چې سبا که دوی په دغه هیواد یرغل کوي نو فکرا به مسلمانان دې ته جوړ نه وي چې د دوی په مقابل کې اسلحه پورته او ودریږي، او يا که يرغل ونکړي هم نو مسلمان به تش په نوم مسلمان پاتې وي او د دوی سره به هیڅ ډول فرق نه په اخلاقو، نه په صورت او نه په سیرت کې ولري.

پدې کار سره دوی ځوان نسل ته خپل افکار او اخلاق ورپیچکاري کوي.

کفار په میلینونو ډالر د کال پر همدې وجه پر رسنیو مصرفوي او نوی نسل مو پلوري پورتنۍ دجالي کړنې ترسره کوي.

او ځوان مو لا د فيل په غوږ کې ویده دی نه پوهیږي چې څه ته پیدا يو څوک مو پر نړۍ کې دښمن دی چاسره مو د اسلام دښمني ده چا سره راته قرانکريم په دښمنۍ امر کوي چا سره مو د صحابوو دښمني وه چا مو د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم غاښونه مبارک د احد په غزا کې شهيدان کړل چا راته د دین عالمان شهیدان کړل همدا کفار وو همدا ننی کفر د ټول اسلامي تاریخ دښمن دی.نو بيا ولې یې زه په دجالي جال کې ځان ګير کړم هيڅکله هم نه.

څنګه یو ځوان کولای شې چې د کفر او شيطان له فتنو بچ پاتې شې.

په ياد ولرۍ چې په مقرره توګه د قران کريم تلاوت به مو له ټولو شیطاني فتنو په امان کې وساتي، د انسانیت د ستر لارښود حضرت محمد ( صلی الله علیه وسلم) سیرت او د صحابوو ( رضی الله عنهم اجمعین) د ژوندانه کړه وړه تعقیب کړۍ، وګورۍ چې چا د سلام سره دښمني کړې او ولې.  دا هر څه به ستاسې ذهن پراخه او پوه به شې چې د اسلام دښمن څوک دی او بیا به یې په اسانۍ سره د منګولو خلاصون پیدا کړئ.

رب مو دې لهدې فتنو ټول ځوانان په آمان کې وساتي
آمين يا رب العالمين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx