افغانستان

رویټرز: کورونا تر ولسمشرۍ ماڼۍ رسېدلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۹ل): یو شمېر سرچینې وایي، د کورونا ناروغي تر ولسمشرۍ ماڼۍ پورې رسېدلې او د ارګ شل تنه کارکوونکي ورباندې ککړ شوي.

یو شمېر رسنۍ د رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله لیکي، چې په کورونا ککړ یو سند له بلې ادارې ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږل شوی او په کورونا باندې د شلو تنو د اخته کېدو سبب شوی.

دغه سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، چې دوی په کورونا د اخته کسانو کورنۍ قرنطين کړي، خو ښایي دا شمېره ډېره لوړه وي.

که څه هم دا خبرونه په رسمي ډول تائید شوي نه دي، خو تېره ورځ هم یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو په حواله لیکلي وو، چې ولسمشر غني د مشرانو جرګې د رییس «فضل هادي مسلمیار» د کورنۍ د غړو د کورونا د ازموینو امر ورکړی و.

یاده دې وي، کابل تر هرات را وروسته دویم ولایت دی، چې د کورونا تر ټولو زیاتې پېښې پکې ثبت شوي او د ښار دننه ګرځبندیز لګول شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x