نړۍ

کراچي کی دوو ډلو ترمنځ په ډزو کي مرګ ژوبله واوښته

karachi_rival_groups(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۲) دکراچی ښارملیرکي لیاقت مارکیټ ته څیرمه دودانيو دنیولو اوقبضه کولو پرسرباندی نن سهار وختی دوو مخالفو ډلو یوپربل باندی بریدونه وکړل، اویودبل ددفترونو او ودانیو دنیولو لپاره یی ډزي سره وکړي چی له کبله یی تراوسه پوري څلور کسه مړه شوی او ۱۲ تنه نور ژوبل شوی دي

له جګړي څخه وروسته پولیس سیمي ته رسیدلی دي، وایی په سیمه کي افراتفری خوره ده خلګ له سړکونو څخه په مونډه دي دکانونو بند شوی دی اوتراوسه پوری هم په سیمه کی دخال خال ډزو ږغونه اوریدل کیږي.

اوس اوس خبرراورسیدي چي کراچي ددواړو ډلو ترمنځ دوژلو شوی کسانو شمیره لسو ته رسیدلی ده اوله ۱۵ څخه زیات ژوبل شوی دي، سیمه ته پاکستاني نیمه فوځي چارواکي رسیدلي دي سیمه یی کلابند کړی ده، خوتراوسه یی دپیښي په تړاو څوک ندي نیولي، له بله لوري دپاکستان دمهاجرقومي غورځنګ مشرانو دپیښي پړه دپاکستان دخلو دګوند دیوه وتلي مشرچي څو ورځی مخکي یی دکراچی دحالاتوپه خرابولو کی دپاکستان مهاجرو غورځنګ باندي په سختو ټکو باندی ګذار کړی وو، وراچولی ده، نن په اسلام اباد کي دههاجرو غورځنګ غړي دوزیرانو له شورای څخه دکراچي دحالاتو برسرباندی واک اوټ کړی وو، اودپاکستان دخلګو دګوند پر یوه وزیر او وتلي مشر ذوالفقار میرزایی تورولګاوه چي کراچي دشراچونکو سرپرستي کوي، چي دنن په پیښه کی یی زمونږ ملګري یو ځل بیا په نښه کړی دی

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close