نظــر

آيا فدرالي نظام د هېواد ستونزې هوارولی شي!؟

عباس عابد

کله چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم له نړۍ څخه کوچ وکړ او د اسلامي امت په اجماع له ابوبکر صديق رضي الله عنه سره بيعت وشو، د هغه د خلافت پرمهال ټول واليان، د جهاد قوماندانان، د زکات راټولوونکي او د نورو چارو مسؤلين د اصحابو کرامو رضي الله تعالی عنهم په مشوره او سلا سره د خليفه له خوا ټاکل کېدل او د عزل واک يې هم له خليفه سره و. همداشان د زکات، عُشر، خراج او د غنيمتونو وېشل هم د هغه له خوا ترسره کېدل. او بيا کله چې اميرالمؤمنين ابوبکر صديق رضي الله عنه وفات او حضرت عمر فاروق رضي الله عنه خليفه شو، نو د خلافت قلمرو پراخه او د واليانو تعداد لوړ (ډېر) شو، ولې بيا هم ټول کارونه د خليفه په لاس کې وو. همداراز د نورو راشدو خليفه ګانو او اموي خليفه ګانو پر مهال ټولې چارې د خليفه ګانو له خوا ترسره کېدلې.

خو کله چې عباسيان د خلافت او واک په ګدۍ کېناستل، خبره ترې وشړپېده، مرکزي نظام کمزوری شو، چې په نتيجه کې واړه واړه حکومتونه تأسيس شول او لوی عباسي خلافت يې کمزوری کړ، چې په ۶۵۶ هـ ق کال د چنګيز د لمسي هلاکو په لاس له منځه لاړ.

د حضرت احمدشاه بابا د واکمني پرمهال په ګران هېواد کې قوي ځواکمن مرکزي حکومت موجود و، د بابا له وراره لقمان څخه پرته بل چا کله هم کوم بغاوت نه دی کړی، چې بابا د هغه غوږ ورتاو کړ. اما په سند، پنجاب، کشمير او د اوسني هندوستان په ځينو سيمو او همداشان د اېران په بعضو علاقو کې سيمه ييزو واليانو د بابا له نرمۍ څخه ناوړه استفاده کوله او سرغړانده کېدل به.

وروسته چې مرکزي حکومتونه کمزوري شول او مرکزيت يې له لاسه ورکړ، نو بيا داسې هم شوي چې واليانو او سيمه ييزو چارواکو د بغاوت بيرغونه پورته کړي او له احمدشاهي امپراطورۍ څخه يې غړي غوڅ کړي او احمدشاهي امپراطورۍ يې په اوسني افغانستان بدله کړې ده.

اووه ورځې کم دوه څلوېښت کاله کيږي، چې زمونږ په هېواد کې د باروتو اور بليږي، افغانان په کې سوځي؛ خو دا هېواد داسې ناخلفه بچيان هم لري، چې: له قوي، ځواکمن او پياوړي مرکزي حکومت سره مخالف دي، هغوی په وړوکي جنګ ځپلي افغانستان کې د فډرالي حکومت خوبونه ويني او هغه هم په دې شکل او بڼه چې ډېری واکونه له فډرالي ادارو سره وي او مرکزي حکومت بس يوازې سمبوليک شکل ولري.

زمونږ په هېواد کې هغه کسان چې ځانونه اقليت او لږکي ګڼي، د فډرالي نظام داعيان دي او همدوی دي، چې هر مهال يې په روان جنګ تېل پاشلي او پکي يې ورته وهلي دي.

همداراز له ۲۰۰۱ م کال را په دې خوا د افغان حکومت په ټولو دورو کې په لوړو حکومتي څوکيو پاتې شوي دي، د امريکايي ډالرو له برکته يې په داخل او بهر کې په سلګونو پلازې جوړې کړې، هر ډول شرکتونه يې فعال کړي دي چې ګټې وټې يې دوی ته راځي. اوس دا خلک د افغانستان د فډرالي کېدو نغارې ډنګوي، څو له خپلو شرقي او غربي بادارانو څخه نورې شتمنۍ ترلاسه کړي، هغوی ته ښه خدمت وکړي، هغه خدمت چې کمونستانو شورويانو ته و نه شو کړای او سېکولرستانو لويديځوالو ته لا نه دی ترسره کړی، ترڅو افغانستان فډرالي کړي او په ټوټو يې وويشي.

د ګران هېواد لپاره فډرالي نظام او هغه هم په هغه طرز او سيسټم چې دا کسان يې غواړي، سل سلنه د افغان ملت په زیان دی. هېواد کوچنی دی، اداري واحدونه يې د وګړيو د ستونزو د حل لپاره کافي دي، اوس د هېواد لپاره تر هر څه مخکې سوله مهمه او قوي مرکزي حکومت خورا اړين دی.

له دې ټولو ور هاخوا اسلامي قانون او اسلامي نظام ډېر اهم دی؛ يوازې اسلامي نظام دی چې د مسلمانو ولسونو ستونزې او مشکلات هوارولی شي، نو دا ايزمونه که په فډرالي شکل وي او که په جمهوري، که په مشروطه شاهي وي او که د مطلقه شاهي طرز وي، چې نظام او قانون اسلامي نه وي هغه ستونزې نشي حل کولی. يوازې اسلام دی چې ژبې او قومونه په کې مطرح نه دي او نور سيسټمونه، نظامونه او ايزمونه ولسونه په قومونو، ژبو، لږکيو او ډېرکيو سره ويشي، چې په دې اساس د يوه هېواد وګړي په مختلفو نومونو سره تقسيميږي او د قوت او ځواک ماده يې له منځه ځي. الله عزوجل وايي: « وَلَا تَنَازَعُوْا فَتَفْشَلُوْا وَتَذْھَبَ رِیْحُکُمْ …» ژباړه: او خپلو کې شخړه مه کوئ، که نه بې زړه به شی او باد (برم) به مو لاړ شي. د انفال سورت (۴۶) آيت.

د قوم ژبې په اساس حکومت جوړول د بربادۍ لامل دی او د حکومت په جوړولو کې د پرديو تقليد هم نه دی په کار، دوی وايي: د سويس په څېر حکومت بايد ولرو. د فډرالي نظام پلويانو ته لازم دي، چې د سولې له راتلو وروسته د افغانانو د مزاح او طبيعت او د هغوی د ارمانونو او هيلو مطابق اسلامي حکومت جوړ کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په اشغال شوی هیواد کی مرکزی حکومت له کومه شو، چه مونږ یی د فیدرالی حکومتو په لرلو او یا نه لرلو پروا وکړو یوه بی ثباته ، ناوړه، فاسده او غلامه اداره لری غلا، دروغ او درغلی د شیطانی نظام ( دموکراسی ) هنر او تقوی ده. فیدرالی حکومتونه هم د مرکزی حکومت د تابع ساتلو د پاره جوړوی د ضرورت وخت کی یی د بغاوت او جلاوالی د پاره کاروی ، د فیدرالی حکومتو د باره د ټاکنو لمن غځوی تر څو په سیمه کی د خلکو ترمنځ ډیری دشمنی او کرکی وزیږوی او هغو ته لمن ووهی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x