نظــر

د وخت ظالم حاکمه! زما به لاس ستا به ګرېوان وي

حمزه حسیني

د افغانستان د مظلوم ولس دې الله تعالی مل شي، د دردونو قرار او د زخمونو ټکور یې نشته، د مظلومیت آه ته یې څوک لبیک نه وایي، د دوی په نوم مرسته شوې نقدي رقم او غلې یا د واک په ګدۍ ناستو غاصبینو غصب کړې او یا د وحشي ظالمانو له لوري چور او تالان شوې، نه پوهېږم تر کومه به د دوی دا مظلومانه چیغې اورم؟ رب العلمین دې د دوی مظلومانه فریادونه واوري او الله تعالی دې ورباندې خپل خصوصي رحم وکړي آمین.

په داسې حساس وخت کې د واک او اختیار په ګدۍ ناستو خلکو ته مناسب وه چې د هیوادوالو د هر فرد او هرې ټولنې یې غم خوړلی وای، دوی باید د غریبو او بېوزلو وګړو لپاره د مسکا او راحت سبب شوي وای، خو متأسفانه دوی په همدې جګړه ځپلي ولس لا هم تمسخر او استهزاء کوي، د غني بابا د هوایي دهلېزونو له برکته یې څو ورځې وړاندې د کابل په څو تنه غریبو وګړو د في نفر په سر څلورنیمې کېلو غنم ووېشل او بیا یې ویاند په ډېره بې حیایۍ د رسنیو په وړاندې اقرار کوي چې دا خو یوه ازمایښتي پروسه وه، چې راتلونکي کې به ښایي زیاتوالی ومومي؛ خو دا یې و نه ویل چې د څه لپاره مو ازمایښت پرې کاوه؟

د پژواک خبري اژانس، ”د وري میاشتې پر ۲۷مه پکتیکا کې د لسګونه ټنه مرسته شويو غنمو له ورکېدا خبر ورکړ“ اوس سړی حیران شي، چې مرسته شوي توکي ولې ورک شي؟ ایا حکومت نشته؟ که هغه سیمې د دوی له کنټروله وتلي دي؟ خبره جوته ده چې مرسته شوي غنم ورک نه بلکې د چارواکو له لوري غلا شوي دي، دوی هسې په خوله د 《یا وطن》 نمایشي ډنډورې وهي په اصل کې همدوی د وطن او وطنوالو لوی دښمنان دي او هیڅکله به د هیوادوالو د هوساینې فکر و نه کړي.

تېره ورځ مې د پکتیا ځاځي اریوب اوسېدونکو چې اوس په کابل کې اوسیږي کرونا ناروغۍ یې د کور ټول غړي نیولي وو درۍ ویډیو کلیپونه مې واورېدل یقین وکړئ، چې تیږې ژړوي، خو ددې مفسدینو ورباندې زره رحم نه راځي، هغه حقائق چې دوی بیان کړي وو، که یې هر هیوادوال واوري له وطن به زړه توري شي او هیڅکله به زړه ښه نه کړي چې د موجوده نظام تر چتر لاندې په خپل هیواد کې د پاتې ژوند مراحل تېر کړي.

هوکې!!! دوی د اسلامي امارت له مجاهدینو خوږه خاطره درلوده، د دوی په خبره د انساني همدردۍ له مخې دوه کسه طالبان له خاکجبار ولسوالۍ څخه د دوی کور ته هر ماښام ورځي او د کرونا اړوند دارو درمل ورکوي چې اوس یې صحت ورسره یو څه ارام موندلی دی، دې حقائقو ته په کتو ویلی شو، چې اسلامي امارت د هیوادوالو په درد دردمن او په خوشالۍ یې خوشالیږي او تل د هیواد او هیوادوالو د هوساینې په تکل کې دي.

بلخوا د ارګ په څو کېلو مترۍ کې د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي د کرونا وبا له خپرېدا شکایت کوي او وایي په دغه ناروغۍ یې ډېری وګړی اخته شوي چې هره ورځ د څو تنو جنازې خاورو ته سپاري، خو په خبره یې دولت هیڅ پاملرنه نه ده ورته کړې، نه طبي سیستم ورته فعال شوی او نه یې هم ورته د عامه پوهاوي لپاره کوم ټیم ور لېږلی، بس د الله تعالی هیلې ته یې سترګې نیولې او د موجوده مفسد نظام له مشرانو د شکایت په خاطر په سرو سترګو ژړیږي.

ارګ میشتي مشران لکه وچکالۍ وهلي لېوان مرسته شوې روپۍ دوی په بډه وهلي، غنم له دوی نه ورک وي، د هیواد له روغتیایي کارکوونکو سره دوی درغلي کړې او د ولس خو هغه حال دی چې علم یې یوازې الله تعالی ته دی،داذخو هغه څه دي چې تر موږ او تاسې رارسېدلي دي، دا چې مونږ نه یو ترې خبر هغه دردمنې کیسې به لا څومره وي؟ خو دا وایم چې الله تعالی مو دې له دې مفسدینو ژر تر ژره خلاص کړي آمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x