افغانستانسولې اړوند خبرونه

کابل کې د امریکا سفارت د سولې د تامین لپاره د یو موټي رهبرۍ شتون اړین بللی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافېر له حامد کرزي سره د یوه ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې کړي، د سیاسي اختلافاتو د حل په برخه کې یې د نوموړي او سیاف هڅې ستایلې او د سولې د تامین لپاره یې د یوې متحدې رهبرۍ شتون اړین بللی.

راس ویلسون په همدې تړاو پر خپل ټویټر باندې له حامد کرزي سره په خبرو خوښي ښودلې او د سیاسي اختلافاتو د هواري په برخه کې يې د کرزي او سیاف له هڅو هرکلی کړی.

نوموړي ویلي، افغانان د امنیت، له کورونا سره د مبارزې او د سولې د تامین په برخه کې یوې متحدې رهبرۍ ته اړتیا لري.

د امریکا سفارت داسې مهال د سیاسي اختلافاتو په پای ته رسولو او د یو موټي رهبرۍ په شتون ټینګار کوي، چې په دې وروستیو کې د اروپایي ټولنې په شمول بېلابېلو جهتونو هم د روان سیاسي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو، چې دا حالت اروپایي ملاتړي ناهیلي کولای شي.

د اروپايي اتحادیو او نورو جهتونو له فشارونو سره ه هم مهاله د عبدالله او غني تر منځ د جوړجاړي هڅې چټکې شوې او توافق ته نږدې شوې ښکاري او داسې راپورونه هم شته، چې ښيي، عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا مشري ته غاړه اېښې او په لنډ وخت کې به د دواړو لورو تر منځ توافق وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x