افغانستان

د امریکا له لوري له توافقنامې څخه د شویو «سرغړونو» لست رسنیز شو/انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۹ل): طلوع نیوز ته هغه لست رسېدلی، چې په دوحه کې د طالبانو سیاسي مشرتابه امریکایي لوري ته پر مېز اېښی وو او د هغوی له لوري له توافقنامې شوې سرغړونې پکې راټولې شوې وې.

په دغه لست کې د بهرنیانو او د هغوی د ملاتړو افغان ځواکونو له لوري پر طالبانو او یا هم ولسي وګړو باندې د ترسره شویو چاپو، بمباریو، ډرون او هاوان بریدونو نېټه او ځای مشخص شوي او هم هغه تلفات یاد شوي، چې ددې بریدونو په پایله کې رامنځته شوي.

د خپاره شوي لست له مخې، امریکايي او داخلي ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر پنځوسو پورې داسې بریدونه کړي، چې ملکي وګړو او طالبانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې او د طالبانو په خبره، له شوې توافقنامې سره په ټکر کې دي.

دغه لست څه موده وړاندې په قطر کې د طالبانو سیاسي مشرتابه خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» ته پر مېز اېښی وو او د طالبانو له قوله، په دې تړاو یې «جدي» خبرې ورسره کړې وې.

د لست په حاشیه کې یاده شوې، چې دا پورته ټول موارد له مقابل لوري سره شریک شوي او هغوی یې له ځینو پېښو ناخبري ښودلې او یا یې داسې توجیهات ورته لټولي، چې طالبانو د قناعت وړ نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Taliban may suffer more and more, even a complete defeat due to this successful agreements of the US

Taliban might have forgotten about this quotation.

“KAGA KHULA PA SOOK SAMEEGI”

غ.حضرت

آدم خان ورور لیکی:
” کږه خوله په سوک سمیږی “.
د کږې خولې سمېده به پدې اړه ولری چی سوک له کومی زاوئې څخه باید کږې خولې ته ور خوشی سی.
ځینی وخت له غلطی زاوئې څخه د سوک ګوزار هم خوله نوره ګږولای سی او هم د سوک لاس ته صدمه رسولای سی.

عبدالواحد

دکفاروکومکونه ددی دپاره ندی چه زموږ ملک اوعوام آرام سی ددی دپاره دی چه ملت پخپل فوج داسی وټکوی چه همیشه ددوی غلامی قبوله کی وه مونه لیدل چه دمصرداخوان المسلمین دمرسی حکومت یی پخپل فوج څنګه درپدره اوتباه کۍ څوواره یی دترکیی انتخاب ګټلۍ اسلامی حکومت دپښوواچاوۍ طیب اردوان ته یی کود تاونه کړه عمران یی له اسلامی اتحاده راونه ګرزاوۍ زماپه فکردافغانستان مجاهد ین اشتباه کوی چه ددوحی وتوافق نامی ته انتظارکوی اوپرخارجی کقارویی جهادبند کړۍ دۍ ترڅوچه ددوی وس کیږی په ملک کی تخریبونه کوی بهتره به وی چه سپین کالیان پوه اوعالمان اقغانان دځانه سره ملګری… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx