د نن سرلیکنه

د جګړې ګرمولو پړه د چا پر غاړه ده؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

په داسې حال کې چې د کرونا وبا له وجې په هیواد کې د ژوند نور فعالیونه په ټپه دریدلي د طالبانو او دولت ترمنځ خونړیو بریدونو زور اخیستی دی.

په یوه تازه خبر کې دولتي ځواکونو د تخار- کندز په لویه لار باندې تصفیوي عملیات پیل کړي او غواړي هغه د یاد ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

د دې ترڅنګ دولتي ځواکونو په لوګر او پکتیا کې هم د ۱۶ تنو طالبانو د وژلو ادعاء کړې.

د دولتي ځواکونو لخوا د عملیاتو او طالب وژلو خبرونه په داسې حال کې ورکول کیږي، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون تر لاسلیکیدو وروسته په پام کې وه د طرفینو ترمنځ د (۶۰۰۰) بندیانو د تبادلې پروسه پیل او په بشپړیدو سره یې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.

توقع کیده چې د سولې تړون تر لاسلیکیدو وروسته به ښکیل لوري د جګړه ییزو هڅو پرځای خپل فعالیت پرسوله ییزو هغو متمرکز کړي.

خو د توقع برخلاف لیدل کیږي چې هغوی لا هم په خپل منځ کې د سولې پرځای پر جګړې ترکیز لري او له یو ډیر محدود شمیر بندیانو خلاصولو پرته نور په ټول هیواد کې د سوله ییز بدلون کوم اغیز نه لیدل کیږي.

سره له دې چې امریکایانو د سولې په تړون کې د هغه د مندرجو مادو د عملي کیدو ژمنه کړې ، خو لیدل کیږي چې د امریکا ملاتړې ناټو د افغانانو ترمنځ د جګړې ګرمولو لپاره دولتي ځواکونو ته مرمۍ او جنګي تجهیزات ورکوي.

په دې سره د افغانانو په زړه کې هغو اندیښنو تر ډیره ځای نیولی چې امریکایان تر ځان ایستلو وروسته له افغانانو څخه د انتقام اخیستنې په غرض د هغوی یوه اړخ ته د پوځي مرستو په جاري ساتلو سره دهغوی ترمنځ د کورنۍ جګړې اور بل ساتل غواړي.

دا اوس په افغان سیاست والو پوري اړه لري چې څرنګه کولای شي له دغه سازشي اور څخه خپل ځان او ولس وژغوري؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x