لیکنېنظــر

د حزب اسلامي او طالبانو اسلامي تحریک تلاقي

څېړنه او لیکنه: کریم وطنوال

د محمد ظاهرشاه په مشرۍ د شاهي څلوېښت کلن حکومت وروستۍ لسیزې وې چې په کابل او ولایاتو کې د کمونستي افکارو مبلغینو خپلو فعالیتونو ته کال په کال پراختیا ورکوله. دا هغه وخت و چې د دیمکراسۍ لسیزې د سیاسي حرکتونو فعالینو ته اجازه ورکوله تر څو خپل آیدیولوژیک بحثونه مطرح او نشر کړي. له بلې خوا داود خان چې د محمد ظاهر شاه د تره زوی او د شاهي حکومت له مهمو مقاماتو څخه و د خپلې کودتا پلانونه جوړول.

د شاهي نظام په همدې لسیزو کې اساساً د کابل پوهنتون یو شمېر زده کړیالانو هم د اسلامي افکارو متون په شفاهي او بعضاً په لیکلې بڼه نشرول چې همدې ځوانانو بیا د افغانستان اسلامي نهضت ایجاد کړ. که څه هم د هغې وخت ماحول د اسلامي مطالبو د خپراوي لپاره چندان مناسب نه و، خو ګهیځ نشریې د اسلامي محتوا درلودونکي مسائل خپرول. د دې جریدې مسئول او د امتیاز څښتن منهاج الدین ګهیځ و چې په ۱۳۵۱ ام کال کې په کابل کې ترور شو.

شرایط همداسې روان و، خو د اسلامي مفکورې درلودونکي ځوانان ورځ تر بلې منظمېدل. دوی د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۸ لمریز کال کې د کابل ولایت په شکردره کې د یوه ۲۶ مادییز عمومي خط او مش په تدوین سره د مسلمان ځوانانو نهضت تر عنوان لاندې تشکل وموم چې وروسته بیا د افغانستان د اسلامي نهضت نوم یې ځان ته غوره کړ. ګلبدین حکمتیار، عبدالرحیم نیازی، انجنیر حبیب الرحمن، سیف الدین نصرتیار، معلم ګل محمد، معلم غلام حبیب، عبدالقادر توانا، سید عبدالرحمن، داکتر محمد عمر، مولوی الرحمن او خواجه محفوظ د دې نهضت لومړني غړي و چې غیر له ګلبدین حکمتیار څخه د نهضت نور ټول غړي په شهادت ورسول شول. د دې ځوانانو فکري او آیدیولوژیکې ریښې د مصر اخوان المسلمین ګوند غړیو اساساً د شهید سید قطب او د هغه ورور محمد قطب له کتابونو څخه د هغه افغان محصلینو په واسطه خړوبېدلې چې د الازهر په پوهنتون کې یې زده کړې کولې. په همدې دلیل یاد ځوانان د شاهي نظام په وروستېو کلونو کې د اخوانیانو په نامه هم یاد شول.

د یادولو ده چې اسلامي نهضت، د افغانستان د تشیع مذهب په لارویانو کې بل ذیل سیر او تشکل درلود. دوی تر ډیره د ایران له مذهبي مشرانو او علمي حوزو څخه متاثر شوي و. د تشیع خلکو مشري سید محمد اسماعیل بلخی کوله چې د ظاهر شاه په حکومت کې زندانی شو او بیا وروسته ومړ.

کله چې په ۱۳۵۲ ام کال کې داود خان د ظاهرشاه پر وړاندې کودتا وکړه او قدرت یې تر لاسه کړ، د مسلمان ځوانانو پر نهضت فشارونه ډیر شول. حبیب الرحمن چې د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي محصل و، د ۱۳۵۳ کال په لومړیو ورځو کې د داود خان حکومت لخو په شهادت ورسید. وروسته غلام محمد نیازی هم زنداني شو. په دې سره اسلامي نهضت د خپلې لومړۍ ردې سرلاري له لاسه ورکړل. دا فشارونه او ګرفتارۍ عمدتاً د خلق دیمکراتیک حزب د پرچم شاخې لخوا ترسره کېدې چې د داود خان په حکومت کې یې مهمه برخه درلوده. د نیونو او شهادتونو لړۍ د اسلامي نهضت نورغړي لومړی اختفا‌ء ته اړ کړل او بیا یې کوزې پښتونخوا ته پناه یوړه چې ګلبدین حکمتیار، برهان الدین ربانی او احمد شاه مسعود هم په دوی کې شامل و. د اسلامي نهضت له مشرانو څخه په خیبرپښتونخوا کې د مودودي په مشرۍ د پاکستان جماعت اسلامي ګوند لخوا تود هرکلی وشو. ګلبدین حکمتیار خیبر پښتونخوا ته تر پناه مخکې د یو نیم کال لپاره د کابل دهمزنګ په زندان کې بندي و چې د داود خان له کودتاه څخه مخکې د موسی شفیق صدارت په وخت کې له زندان څخه آزاد شوی و.

که څه هم د اسلامي نهضت د مرکزي تشکیلاتو په شعباتو کې د طالبانو د فعلي او پخواني مشرتابه هیڅ کوم غړی شامل نه و، خو مولوي جلال الدین حقاني هم یو له هغه علماو څخه و چې د داود خان په واکمنېدو سره د افغانستان له جنوب څخه خیبر پښتونخوا ته واوښت او هلته یې تدریس ته مخه کړه. هغه په میرانشاه کې د منبع العلوم په نامه خپله مدرسه تأسیس کړه او بیا یې په حقانیه مدرسه کې هم تدریس وکړ.

د اسلامي نهضت غړیو په خیبرپښتونخوا کې د هغو خلکو پر وړاندې چې له وطن یې فرار کړي و ورو، ورو ځانونه تقویه کړل، وسلې یې تر لاسه کړې، هر چا ته اړونده دندې مشخص شوې چې په دې ترڅ کې ګلبدین حکمتیار ته د اسلامي نهضت د پوځ چارې په واک کې ورکړل شوې. د اسلامي نهضت غړیو په ۱۳۵۴ کال کې د افغانستان د ننه، لغمان او پنجشیر کې د پوځي حملاتو له لارې د داود خان د حکومت د پرزولو ناکامه هڅې وکړې. په دې پوځي اقداماتو کې د پنجشیر پوځي عملیاتو مشري احمدشاه مسعود کوله. د یادو عملیاتو د ناکامېدو په اعتراضاتو کې، د ګلبدین حکمتیار او احمدشاه مسعود تر منځ اختلاف پیدا شو چې دا موضوع د اسلامي نهضت پر بدنې د انشعاب لومړي درزونه ایجاد کړل. په دې سره ګلبدین حکمتیار په کال ۱۳۵۵ام کال کې د حزب اسلامي په نامه خپل تنظیم بېل کړ. تر څنګ یې د برهان الدین رباني په مشرۍ د جمعیت حزب هم جدا تشکیلات جوړ کړل.

کله چې د ۱۳۵۷ کال د ثور په اومه کمونستانو د داود خان پر وړاندې نظامي کودتا وکړه او حکومت یې په لاس کې ونیو، اوضاع افغانستان او بهرنېو هیوادونو کې بدله شوه. د دې پېښې سره د اسلامي نهضت صفوف بلا منازعه بېرته متحد شول او په ګډه یې د کمونستي رژیم پر وړاندې مبارزه پیل کړه. البته دا وحدت یوازې د مشترک دښمن پر وړاندې و. حزب اسلامي هغه وخت هم د افغانستان تر ټولو لوی حزب و، هم یې تشکیلات غیرقومي و او هم یې نیک نوم درلود. تر دې چې د امریکا ۸۰٪ مرستې حزب ته او متباقي ۲۰٪ نور تنظیمونو ته ورکول کېده.

د تاریخ دغه مقطع وه چې طالبانو هم د کمونستي رژیم پر وړاندې نظامي اقداماتو ته مخه کړه، خو کله چې د ۱۳۵۸ د جدي پر شپږمه شورويانو پر افغانستان تجاوز وکړ، طالبانو باالعموم مسجد، محراب او مدرسې پرېښوې او د هیواد د آزادۍ لپاره یې مټې ونغاړلې. طالبان تر کورنۍ جګړې مخکې د مجاهدینو په صفوفو کې د شوروي یرغل پر وړاندې سخته جګړه کوله، تر دې چې د دوی مشر ملا محمد عمر مجاهد خپله سترګه پکې له لاسه ورکړه. په دغه دوره کې د طالبانو مشر د حفیظ الله آخندزاده په جبه کې یو عادي مجاهد و. په دې وخت کې طالب مشرتابه د کوم واحد حرکت په صفت هیڅ ډول شتون نه درلود. دوی په بېلابېلو جهادي تنظیمونو کې شامل و.
طالبانو د مجاهدینو په جهادي کرښو کې د افغانستان د خلکو سره اوږه په اوږه د شوروي یرغل پر وړاندې جګړه وکړه. په جهاد کې د طالبانو د صداقت، ریښتینولۍ او وطنپالنې په هکله د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي چې په هغه وخت کې د مجاهدینو سره د همکارۍ په موخه له هند څخه لومړی پېښور بیا افغانستان ته تللی و په یوه بیان کې وویل چې د شوروي پر وړاندې د جهاد په وخت کې د مجاهدینو په صفوفو کې تر ټولو هغه قوماندانان امانتدار او پاک نفسه خلک و چې وروسته یې د طالبانو تحریک تأسیس او رهبري کړ. حامد کرزي دا بیانات هغه وخت وکړل چې د طالبانو سره یې په جګړیز تقابل کې قرار درلود.

کله چې روسانو او د دوی کمونست ملګرو وروسته له قریب ۱۰ کاله وحشت او ورانېو په افغانستان کې ماتې وخوړه، د طالبانو د رهبرۍ غړي چې لا تر اوسه هم د واحد تحریک بڼه یې نه درلوده د مجاهدینو سره یو ځای کابل ته داخل شول او د خپلو لیاقتونو او ژمنتیاو پر مټ تر وزارتونو او معینیتونو ورسیدل چې له جملې یې مولوی جلال الدین حقاني د عدلیې وزیر او استاد زمرک یاسر د اطلاعاتو او فرهنګ وزیران و.
کله چې په کابل کې د تنظیمونو تر منځ د قدرت او چوکۍ پر سر د کورنۍ ورانوونکې جګړې لومړۍ جرقو پړق وهل، د طالبانو د رهبرۍ غړیو د وزارتونو، معینیتونو، ریاستونو او نورو منصبونو په پرېښودلو سره له کابل څخه ووتل. دوی کورنۍ جګړه د ولس، هیواد په خیر و نه بلله او دا ناورین یې د شهیدانو د وینو او ارمانونو سره ټکر تلقي کړ. دوی لوړ، لوړ دولتي پستونه خوشي کړل او بیرته هغه ځایونو ته ستانه شول، له کومه چې د هیواد د آزادۍ، نجات او فلاح لپاره را پاڅېدلي و. هغه ځایونه په مدرسو کې د تدریس مسند او په مساجدو کې د مهرابونو په پاکه غېږ کې د خپل مسلمان ولس امامت و.
کورنۍ جګړه پیل شوه، په افغانستان کې له روسانو پاتې شوی قوي نظام ټوټه، ټوټه شو او سیستم مطلق ملک الطوایفي ته لاړ. په یوه واحد هیواد کې تر لسو ډیر غټ حکومتونه ایجاد شول په داسې حال کې چې د وړو حکومتونو شمېر تر سلو اوښتی و. هیڅ حکومت بل حکومت په رسمیت نه پېژندلو، په یوه واحد وطن کې درې ډوله پیسې چلیدلې، د خلکو ناموس، مال، حال او عیال مصئون نه و. کابل چې د هیواد آباده پلازمینه وه په کنډواله بدله شوه، په درې شپو او درې ورځو کې تر ۷۰۰۰۰ اویا زره بیګناه کابلیان په شهادت ورسیدل. د یوه ولایت په هر څو مترۍ یا کیلومترۍ کې د جنګسالارانو پاټکونه و او له خلکو به یې ناروا اخاذۍ کولې، ځورول به یې. یو چا به د خپلې میرمنې او لورانو سره چیرته سفر نشوای کولای؛ ځکه د دې مطلق خطر و چې ښځه او لور به یې په یوه پاټک کې ترې کښته او جنسي تجاوز به پرې وشي او داسې نورې نا خوالې.

د دې حالت دوام افغانان سخت په عذاب کړل. خلکو به اکثراً د طالبانو د رهبرۍ هغه غړیو څخه چې په جهاد کې یې ګډون درولود او هغه مهال پر خپل عادي ژوند مصروفه و پوښتنې کولې چې ستاسو د جهاد ثمره څه شوه؟ جهاد د همدې لپاره و چې پر مونږ داسې حالت راشي؟ دا ولې پر مونږ دا حالت راغلی دی؟ حتی کله، کله به یې پېغور ورکړ. د دې هر څه سره، سره طالبانو په ولس کې خپل محبوبیت درلود، خلکو درناوی ورته کیدو او حساب یې پرې کولو؛ ځکه خو د خلکو خطابه دوی ته متوجه کېده، له بلیخوا دوی د هغه وخت د ناورین له جوړولو څخه ځانونه ساتلي و.

په دې وخت کې د دې تر څنګ چې اسلامي حزب د کورنۍ جګړې د یو طرف په صفت خپل اعتبار او محبوبیت بایللی و، دا حزب د انشعاب دریم کتلست هم ځپلی دی.
لومړی انشعاب د اسلامي نهضت له بدنې، دوهم انشعاب د مولوی محمد بني او رباني د حزبونو سره تر ائتلاف وروسته او د انشعاب دریمه تجربه هم د مرحوم مولوي محمد یونس خالص رح په بیلتون سره ترسره شوې وه. متأسفانه اسلامي حزب د ارغندیوال او جمعه خان همدرد ډلو په بایکاټ سره فعلاً د شپږم انشعاب درشل کې لا هم د ښاغلي ګلبدین حکمتیار او د ده د کورنۍ د غړیو په محور کې را څرخيږي.

په مجموع کې حزب اسلامي د یو داسې خوځښت په صفت چې بنسټ یې له افغانستان بهر ایښودل شوی و، تر دې چې یوه فکر-محوره حزب پاتې شي، یو فرد-محوره حلقه ثابته شوه. له اصلي موخو څخه د حزب اسلامي رهبرۍ انحراف د دې باعث شوه چې د حزب ډیر تکړه او با دیانته قوماندانان د طالبانو د لیکو سره یو ځای شي چې تر اوسه هم طالبانو ته متعهد دي. د طالبانو سره د حزبي قوماندانو یو ځای کېدل لا تر اوسه هم ادامه لري. اخیراً د تېر کال په ژمي کې د افغانستان په شمال، شمال-شرق، جنوب او جنوب-شرق کې د حزب اسلامي لس تنه قوماندانو د طالبانو سره بیعت وکړ. مولوي شاه محمد او انجنیر عبدالحلیم مبشر د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ، مولوي عصمت الله او مولوي عبدالحق د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ، قوماندان اسماعیل نیازی، قوماندان اسد الله نوري او غوث الدین قهرمان له فاریاب ولایت څخه، قوماندان مولوي شیرین آغا شهیدخیل د کاپیسا ولایت اله سای ولسوالۍ څخه، قوماندان حاجي غازي محمد منګل شپون د خوست ولایت باک ولسوالۍ څخه او قوماندان نورخان صابر-حماسي د پکتیا ولایت د احمد خیلو له ولسوالۍ څخه هغه کسان و چې د طالبانو په تشکیلاتو کې داخل د دوی لخوا یې تود هر کلی وشو. په اسلامي حزب کې خویشخورۍ، زومبازي، زوی واکۍ د دې تنظیم ډیر وفاداره غړي آزرده او اړ کړل چې له نوموړي حزب څخه خپلې لارې بېلې کړې. تر دې چې د مالیې وزارت فعلي چارسمبالی ښاغلی عبدالهادي ارغندیوال دې ته حاضر نشو چې د حزب اسلامي پر نانه د خپل ثبت شوي حزب اداري او حقوقي تشکیلات او امتیاز حکمتیار ته وسپاري او دا دي تر نن ورځ د دې حزب قانوني رهبري د جدا تشکیلاتو سره پر غاړه لري. ځینې حزبیانو د حزب واحد خط سیر د تعقیب پر ځای شخصي او سلیقوي کردار ته مخه کړه چې زرداد فریادي یې یو مشهود مثال دی، هغه هم اخیراً د حزب له بدنې بېل شو. حزبیانو یو په بل پسې خپل تعهدونه مات کړل، کوم حزبیان چې په ولایاتو کې د یوه ولایتي مشر له آدرسه په حزب کې فعالیت کاوه، بې له دې چې د حزب مرکزي ادارې ته متعهد وي، د همغه ولایتي حزبي د لار جلا کولو سره یې یو ځای خپله لار له حزب څخه جدا کړه. ځینې حزبیانو تر حزبي ارزښتونو چوکۍ او مادي امکاناتو ته ترجیح ورکړه چې د فاروق وردګ په شان کسان یې ژوندۍ بېلګې دي. امتیازي او کابل ته د حکمتیار سره متأخر راغلي حزبیانو خپل ځینې قوي متعهدین او د شهیدانو کورنۍ او اولادونه هیر کړل او پر ځای يې د خپلو کورنېو غړیو ته رشد ورکړ. حزب په ځوان نسل باندې لازم کار و نکړ او اجازه یې ورکړه چې د نفوذ ریښې یې د محسنو حزبیانو په لیکو کې پاتې او هملته وچې شي. بیا هم حزب اسلامي د ځوانانو لپاره د محصلینو، طلبا او ځوانانو په ګټګورېو کې تشکیلات تعریف کړي و. د محصلینو ټولنې مشري د حکمتیار کشر زوی حبیب الرحمن حکمتیار کوله چې وروسته یې تر همدې نامه لاندې ځینې ځوانان په کابل کې هم فعاله کړل او چارې یې ولی محمد وهاج مخته وړې. د ځوانانو د ټولنې مشري د حکمتیار صیب بل زوی ښاغلي جمال الدین حکمتیار پر غاړه لرله. جمال الدین حکمتیار کابل کابل ته د ګلبدین حکمتیار له راتګ مخکې د ځوانانو علمي او اسلامي ټولنې تر عنوان لاندې ځینې ځوانان سره راټول کړل چې اصلي موخه یې د حکمتیار صیب راتګ ته په کابل او لایاتو کې د استقبالیه چارو سمون و. د ځوانانو علمي او اسلامي ټولنې مشري په لومړېو کې یونس فدا، معاونیت یې عبدالله شهاب حکمتیار او فرهنګي چارې یې محمد داود مایار ته وسپارل شوې. نور الله احمدزی، محب امیني، سید اجمل ستایلی، عاشر غیور، منان مسعود، شکور داود زی، محب رحیمي، حامد کوهستاني، همایون غزنیوال او ثاقب ثابت یې غړي او مطیع الله ځلاند یې همکار و. وروسته له یو څه وخت څخه د جمال الدین حکمتیار او ځوانانو علمي او اسلامي ټولنې د ځینو غړیو تر په اجرایه بورد باندې د غړیو تر منځ د اختلافاتو له وجهې یاد تشکیلات د تشتت سره مخ شول. په دې وخت کې د محصلینو ټولنې مشري بیا ولي وهاج کوله چې دفتر یې د کابل ولایت په خوشحال خان کې د باختر هوټل شا ته و. بالآخره د ځوانانو په لیکو کې هم حزب اسلامي د ستونزو سره مخ شو او د ملاحظې وړ مرکزي ځوانان د نا سم مدیریت له کبله خفه شول او د حزب اسلامي سره یې خدای په اماني وکړه. که هر څه همداسې روان وي، په دې کې هیڅ شک نشته چې حزب اسلامي به د انشعاب نورې تجربې هم په راتلونکي کې ولري.

د کورنۍ جګړې وحشتونو ورځ تر بلې زور اخیست. د جنګسالارانو پاټکونو او اخاذېو افغان تجار تعذیبول په مجموع کې خلک له روان وضعیت سخت کړېدل او د یو داسې
ناجي په لټه کې و چې پر دوی مسلط شوی ستم او ظلم له دوی رفع کړي.

باالآخره ولس پر طالب د نجات او ننګ غږ وکړ او طالبانو د ۱۳۷۳ کال د تلې میاشتې په لومړي نیمایي کې د خپل تحریک د انسجام ګام اوچت کړ او دقیقاً د همدې میاشتې پر ۱۵ مه د شا او خوا ۳۵ تنه طالبانو په تشکیلات سره یې خپل تحریک د کندهار ولایت د وخت میوند ولسوالۍ په سنګسار کلي کې پیل او د دې تحریک د فعالیت اعلان یې د حوض مدت په سپین جومات خلکو ته ابلاغ کړ. د طالبانو بشري جوړښت اساساً له پخوانیو مجاهدینو څخه جوړ شوی و، خو تر څنګ یو شمشیر ځوانان هم د تشکیل سني انډول برابر کړی و. د طالبانو تشکیلات لومړی په دو برخو کې ډیزاین شول. نظامي څانګه او د رهبرۍ مقام. د نظامي برخې مسئولیت ملا محمد عمر مجاهد ته وسپارل شو او د رهبرۍ برخې مسئولیت مولوی عبدالصمد ته وړاندیز شو.

مولوی عبدالصمد د پنجوایي ولسوالۍ د تلوکان کلي اوسیدونکی و. مولوي عبدالصمد د تحریک مشرۍ دروند بار ته له اوږه ورکولو عذر وغوښت چې په پایله کې یې د نظامي چارو تر څنګ د تحریک مشري هم ملا محمد عمر مجاهد ور د غاړې شوه.
طالبانو خپل لومړی نظامي اقدام د هرات-کندهار د لویې لارې د امن کولو په موخه له همدې سنګسار کلي څخه شروع کړ. دا چې د سنګسار لوی کلی د کندهار-هرات په لویه لار پروت و، نو طالبانو دا پر ځان لازمه بلله چې لومړی باید همدا سرک د تجارو او ولس د تګ راتګ لپاره امن کړي او همدا و چې دوی لومړی پر همدې سړک خپل کمربند ایجاد کړ. د دې سره موازي طالبانو دا سرک د پاټکسالارانو څخه په امن کړ. د طالبانو له نظامي پرمختګ څخه د دوی نیک شهرت په شا او خوا سیمو کې په چټکتیا سره حرکت کاوه. طالبانو میوند ولسوالۍ ونیوله، نورې سیمې هم سقوط شوې، ولایت یې ونیو، جنوب غرب حوزه یې تر ولکې لاندې کړه، کابل یې ونیو، شمال ته واوښتل باالآخره د افغانستان ۹۶٪ خاوره یې تر خپل واحد کنټرول لاندې راوسته.
طالبانو د تحریک په آغاز کې خپل جسماني ضرورتونه په شوړومبو او وچې ډوډۍ رفع کول. د هر کلي پر سر طالبان موظف شوي و تر څو د خوراکي توکو د تأمین لپاره له خلکو څخه وچه ډوډۍ او تروې را ټولې کړي. کله چې د دوی کړنو د خلکو د فلاح امیدونه وغوړول، نو د محلي او ښاري خلکو لخوا بیلابیل خواړه ان تر الویلېو پورې دوی ته ور استول کېدل. د طالبانو پوځي وسایل د دوی د مبارزې د سویې په پرتله په هیڅ کې حسابېدل. ۱۵ کلاشینکوفونه، ۱ میل پیکا، ۱ خفیف ماشیندار او ۱ راګېت ټول هغه څه و چې طالبانو خپل کار پرې پیل کړی و. د دې تر څنک یو روسي موټرسایکل هم و چې د دوی ضروري منډې یې لنډولې. لږ ورسته، د حاجي بشر په نامه د سیمې یو شتمن دوی ته یوه اراده یو سیټه ډاډسن او یوه باروړنکې هینو ورکړل. کله چې طالبانو د میوند ولسوالۍ ونیوه، نو هغه و چې دوی ته په کافي اندازه پوځي تجهیزات او وسایط په لاس ورغلل. د دې تر څنګ، د جهاد نیکنومه قومندانانو هم د دوی سره مرستې کولې. په شروع کې طالبانو خپلو جنګیالیو ته کوم معاش نه درلود، هر چا به له خپل جوبه مصرف کولو. دا خبر د تحریک په پیل کې داسې فیصله شوې وه چې هر طالب به خپلې اړتیاوې پخپله پوره کوي، د معاشونو، غوښو او نورو ښو خوړو توقعات به نه کوي. د دې هر څه سره، سره د طالبانو پوځي لیکو په حیرانوونکي توګه خپل بشري چارچ پوره کاوه. خلکو چې کله د فساد په وړاندې د دوی اقدامات لیدل، په شعوري ډول به د دوی سره یو ځای کېدل. حتی کله به چې طالبان د خپلو فتوحاتو په سلسله کې یوه ولایت ته ورسیدل، نو بعدي ولایت کې به بې له دې چې کومه طالباني ډله ور ورسیږي سپین بیرغونه پورته شوي و. زما په یاد دي چې کله په شمال کې طالبان له فاریاب څخه پر جوزجان داخلېدل، د بلخ ولایت په ځینو سیمو کې سپین بیرغونه پورته شول. هیره دې نه وي چې طالبانو د خپل حرکت له ابتدا څخه د دعوت او تبلیغ ټولي درلود چې خلکو ته به یې د مساجدو له منارو او منابرو څخه د دوی اهداف بیانول.

ځینې کړۍ یا له عقدې یا هم د سازماني پروپاګندا بر بنسټ وایي چې طالبان پاکستان ایجاد کړل، اما کله چې قرائنو او وثایقو ته وکتل شي، منطق دا نظر په کلکه ردوي چې طالبان دې د پاکستان لخوا رامنځته شوي وي. که طالبان د شر او فساد په اوج کې د ولس له متن څخه یو خود-جوش حرکت نه وای او د پاکستان لخوا ایجاد شوي وای، بیا نو د مولوي جلال الدین حقاني په سویه لوی جهادي قومندانان او علما ولې د ملا محمد عمر په څېر شخصیت ته چې له هر لحاظه ترې پورته و راتلل او بیعت یې ورسره کاوه.؟ خو پاکستان به خپله پروژه همدې مولوي صاحب جلال الدین حقاني ته وړاندې کړې وه کنه؛ ځکه حقاني صیب له یوې خوا د طالبانو د هغې وخت تر رهبرۍ د پاکستاني مقاماتو سره ان د جهاد له دورې څخه شناخت درلود، له بلې خوا هغه د فتوا خاوند و او زرګونه طالبان یې قوماندې ته په لبیک ولاړ و.

په هر صورت، په لومړیو کې د طالبانو ماموریت دا و چې خپلو شا او خوا سیمو کې د خلکو فریاد ته ورسیږي او د دوی د مرستې او نجات نارې ته لبیک و وایي. دا چې د فساد، پاټکسالارۍ، غلې، شریرو کړنو لمبو ټول هیواد په سر اخیستی و، نو طالبان د دې وطن د بچیانو په صفت مجبوره شول چې هغه امن او امنیت یې چې پر خپلو سیمو لورولی و د افغانستان پر ټولو خلک پېرزو کړي؛ ځکه دوی اړ شول چې په مجموع کې د کورنۍ جګړې لمن ټوله کړي. همدې موخې او ولسي تقاضا دوی ته د حزب اسلامي سره هم ټکر ورکړ. اسلامي حزب او په کورنۍ جګړه کې نورې ښکېلې ډلې به تر هغه تر برید لاندې نه نیول کېدې، تر څو به یې چې د طالبانو د آرامۍ دعوت، نه و رد کړی. طالبانو د هر چا سره مذاکره کوله، ځکه اوس د دوی د جنګ طرفونه ټول هغه خلک و چې دوی ورسره څنګ پر څنګ د روسانو پر وړاندې جهاد کړی و. کله به چې د دوی دعوتونه رد شول، دوی به پر نظامي اقدام لاس پورې کاوه.

جنګسالارانو د هیواد ملي حاکمیت، ارضي تمامیت، ولسي امنیت او رفاه او نور ارزښتونه صرف او صرف د چوکۍ، قدرت، خپلو شخصي ډلو او ټپلو د ګټو لپاره تر پښو لاندې کړي و او د ټول هیواد نظم یې خراب کړی و چې د دې مرض نښې-نښانې همدا اوس هم د دوی په کړونو کې څرګندې دي. د جګړمارو ډلو دې بېنظمۍ د افغانستان ګاوندېو هیوادونو تجارتي ګټې هم ګواښلې وې، خو روان وضعیت د ځینو ګاونډیو په ګټه هم و. ځینو ګاونډیانو پلان درلود چې د نجیب له حکومت څخه مجاهدینو ته په لاس ورغلی پوځي طاقت باید د دوی خپل منځي جګړو کې له منځه لاړ شي او په پایله کې به یې یو ضعیف افغانستان پر میدان پاتې شي. ریښتیا هم جنګسالارانو د پردېو دغه شوم پلان په ډیره ښه وجه ورته تطبیق او عملي کړ.

طالبانو ټول هغه اهداف چې د خپل حرکت له پیل څخه ټاکلي و تر لاسه کړل. د دوی د پاڅون اصلي موخه د شر او فساد ډلو له مظالمو څخه د خلکو خلاصون و چې همداسې یې هم وکړل. دوی دا پلان نه درلوده چې پر افغانستان حکومت وکړي؛ ځکه یې خو نه په هغه لومړیو ورځو کې کوم لیکلی منشور درلود، نه یې هم د بشپړ حاکمیت په دوره کې رسمي مقررۍ وکړې. کله به چې مسائل قضایاوې څرګندې شوې، د رهبرۍ ځینو معلومو غړیو لکه مرحوم ملا محمد رباني، مولوي وکیل احمد متوکل، شهید ملابورجان آخند، شهید ملا مشر آخند، شهید ملا عبدالخالق آخند، شهید ملا عبیدالله آخند او ځینې نورو په مشورو سره حل کېدل. د طالباني منشور تر جوړېدا پورې د داود خان د وخت قانون نافذ و. کله چې طالباني منشور جوړ هم شو، د طالبانو د مشر لخوا توشیح نه شو او دولتي چارې هم مکمل د چارسمبالو یا سرپرستانو لخوا اداره کړېدلې.

دا هیڅوک نشي توجیه کولای چې د طالبانو واکمنۍ خپلې ستونزې نه درلودلې. له اطرافه راغلی طالب به خامخا په ښارونو کې د معاشرې سره په نه بلدتیا کې اشتباهات کوي. تر ډیره حده ستونزې د دوی په اساس او ماهیت کې نه وې، بلکې د اوامرو او احکامو په تطبیق او مدیریت کې وې او دا یو طبیعي امر و؛ ځکه طالبان د دیني علماو او طلبو یوه مجموعه وه چې د یوه کامل او شامل نظام مدیریتي ضرورتونه یې نه شوای ځوابولی. دوی د هرې برخې لپاره په کافي اندازه مسلکي کادرونه نه درلودل، کوم کادرونه چې د ظاهر شاه، داود خان او نجیب له وخته پاتې و، د کورنۍ جګړې لمبو له ښارونو مخصوصاً له کابل څخه مهاجرت ته اړ کړي و. طالبانو ته یو داسې افغانستان ور پاتې و چې ټول بنسټیز جوړښتونه یې د جنګسالارانو لخوا چور، تالان یا هم منهدم شوي و او ټولې منقولې شتمنۍ یې لوټ شوې وې. ښوونځي تړل شوي و، ځینې به چې کله خلاص شول، یو څو ورځې به درس و، بیا به د راکېټونو او مرمېو باران بیرته بند کړل. زمونږ ښځینه استادانې به د جنګسالارانو د وحشي غرایزو له ډاره مکتب ته نشوای راتلی. یو وار زمونږ په ټولګي کې و د شکیلا په نامه زمونږ یوې ښوونکې د دري مضمون تدریس کاوه چې ناڅاپه زمونږ په سیمه کې د دو قوماندانو تر منځ جګړه شوه. زمونږ هغه ښوونکې چې یوه پېغله جلۍ وه پر عمومي سړک لوڅ سر او لوڅې پښې د خپل کور پر لور منډې وهلې. بیا مې هیڅکله هغه مهربانه ښوونکې و نه لیده. ممکن د تل لپاره د خپلې کورنۍ سره له هیواد وتلي و. له کوم ښوونځي چې زه فارغ یم، د سیمې په کچه یو مجهز مسلکي ښوونځی و. دا ښوونځی د کورنۍ جګړې پر مهال لومړی وتړل شو او وروسته یې ټول پرمختللې ماشینونه، وسایل او تجهیزات د جنګسالارانو لخوا چور شول. نو د یو داسې هیواد بیا جوړول، پر پښو درول او د هغې خلکو ته رفاه راوړل د طالبانو په شان تحریک له اقتصادي او مدیریتي قدرت څخه پورته خبر وه. دا دي نن وروسته له ۱۸ کلونو او میلیاردونو ډالرو بهرنیو مرستو سره، سره د افغانستان تر ۵۰٪ ډیر خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. یوازې د افغانستان د ۱۰٪ خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی چې په فساد کې ښکیل دي او ویل کیږي چې د افغانستان د ۸۰٪ فیصده بې وزلو خلکو پر حق همدوی ولکه اچولې.

په ټوله کې د طالبانو مبازره د یو داسې حرکت په صفت چې د افغانستان د ننه جوړ شوی و، تر دې چې فرد-محوره وي، یو فکر-محوره قوي تحریک تثبیت شو. په تحریک کې خویشخورۍ، زومبازي، زوی واکي او داسې نورې خبرې نه وې. ټول طالبان د یوه واحد خط سیر پر تعقیب باندې مکلف و، پر خپل تعهد کې ریښتیني و، بیت المال چا د ځان په ګټه نشوای پامال کولای. د تحریک تعهد او د وطن تعهد یې یو و او تر ځان، کورنۍ یې وطن ته لومړیتوب ورکولو، خپل وحدت یې وساته او دا ارزښتونه تر نن هم د دوی په تشکیلاتو کې تر ډیره حفظ شوي دي. بیا هم له کلونو، کلونو اتحاد وروسته د طالبانو تحریک د اتفاق ګرېوان کې هم انشعاب منګولې ټینګې کړې. د طالبانو لخوا د ملا محمد عمر مجاهد د ارتحال تر رسمي تائید وروسته د ملا رسول په مشرۍ یوه وړه ډله طالبان د اصلي طالبانو څخه خفه او خپل پرېکون یې ورسره اعلان کړ، مګر طالبانو د خپل سیاسي باالقوه ظرفیت له لارې پر دوی کار وکړ او د دې ډلې مهم، مهم قوماندان یې مجدد بیعت ته اړ کړل، چې ممکن په نژدې راتلونکو کې خپله ملا رسول هم د دوی سره بیرته یو ځای شي. بیا هم د ملا نیازي ډلګۍ له طالبانو څخه متواري ده چې دومره مهمه نه ده او چندان ولسي بنیان نلري. طالبانو د ملا رسول د مهمو قوماندانو په بیا جذبولو سره ثابته کړه چې دوی د پېچلو سیاسي معادلاتو د حل پوره ظرفیت لري. د طالبانو یو سیاسي-نفوذي ابتکار دا و چې پر ځوانانو یې ډیر سیستماتیک کار وکړ او خپلې نفوذي جرړې یې د دوی لیکو او زړونو ته داخلې کړې. یو شمېر ځوانان یې رهبرۍ ته ور وړاندې کړل او یو لوی شمېر ته یې بیا د نظامي میادینو قومانده او مدیریت په لاس ورکړ. کله چې طالبانو د امریکا سره د سولې توافق لاسلیکاوه، د مراسمو تر شروع مخکې د طالبانو یوه ډله روزل شوي شعوري ځوانان د قطار په شکل هوټل ته داخل شول. د زمان په تیریدو سره طالبانو خپل سیاسي او نظامي مهارتونو ته وده ورکړه او د همدې مهارتونو پر مټ په سیمییز او بین المللي دیپلماسۍ کې د یوه تحریک په صفت تر یوه منظم حزب حتی هیواد څخه هم، ښه وځلیدل. د یوه افغان ځوان په صفت ما ته په نظامي ډګر کې د امریکایانو او د دوی د ملګرو پر وړاندې له لحد څخه د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مجاهد درې کلنه مخفي جګړه او د خپلو جنګيالېو مورال ساتل، د نړۍ چیریکي جنګونو په تاریخ کې د نظامي او استخباراتي وړتیاو د عطف نقطه ده. د طالبانو تحریک د نړۍ یو له ډیرو نادرو تحریکونو څخه دی چې په جګړو او خپلو اهدافو په تعقیب کې یې مسلسلاً د خپلې رهبرۍ تر لومړۍ درجې کسان هم له لاسه ورکړي دي. همدا رنګه، د رهبرۍ مهم غړي یې کلونه، کلونه د امریکا او پاکستان په زندانونو کې بندیان شول، تر شکنجو لاندې په شهادت ورسیدل، خو د بهرنیانو ناجایزو غوښتنو ته یې د تسلیمۍ سر کښته نه کړ.
د ۲۰۲۰ ام میلادي کال د فبروري میاشتې پر ۲۹ مه نېټه د امریکا او طالبانو تر منځ تر ۱۸ کاله خونړۍ جګړې وروسته د لسګونو هیوادونو په حضور کې د سولې هوکړې تاریخي لاسلیک، دا تائید کړه چې د طالبانو اسلامي تحریک تر ۲۶ کاله نظامي او سیاسي فعالیت وروسته د ټولې نړۍ د معادلې یو مهم او وزمین طرف دی چې د امریکا په شان یو زبرځواک او د ناټو په څېر یو ستر نظامي ائتلاف یې د ماتولو وس نلري.

د دې هر څه سره، سره د طالبانو اسلامي تحریک او اسلامي حزب بیا هم په ارزښتونو کې قوي مشترکات لري. که د دې دواړو اسلامي حرکتونو رهبري سره جرګه شي، مذاکرات وکړي او د یوه ټولګډونه اسلامي حکومت ماډل جوړ کړي، دوی کولای شي چې په آینده کې یو ډیر لوی او قوي سیاسي ائتلاف رامنځته کړي چې هیڅ بل سیاسي حزب یا ائتلاف به له دوی څخه سیاسي قدرت و نه ګټي.

کریم وطنوال

د ۱۳۹۹ ام کال د وري ۳۱ مه

کابل، افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

وطنوال وروره ښه معلومات مو راټول کړیدی خیر یوسی .
حزب اسلامی ته بیله مشره او د هغه د اولادو او زومانو پرته نور څه ندی پاته ، خو بیاهم د اسلامی امارت غیږه و ټولو ته خلاصه ده او هر هغه څوک چی د کفارو او د غلامانو د لیکو څخه جلا کیږی او د دوی سره یوځای کیږی په ورین تندی یی منی او قدر یی کوی .

احمد

کریم وطنوال صاحب. کور دې ودان په دې ښکلي لیکنه او په دې ښایسته مالوماتو چې له اساس او بنیاده دې د وطن اسلامی نهضت او دطالبانو تحریک ښه واضح او جامع څیړنه پکښې شوې وه په هر څه دې پوه کړو او د مضمون په ورستی برخه کې دې نور خوشاله کړو چې دمسلمانانو تر منځ ديو ګډ اتحاد په هکله چې د وطن لپاره یو بنسټیزه وحدت جوړ کړي دا به لا نورښکلی زیری شي انشاء الله

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x