شعـــــرونه

کرهاله مې هېره نه ده/سمسور

سمسور

کرهاله مې هېره نه ده
چې پګړي پکې شهید شول
تور سالو هم څيرې څيرې
تورې سترګې هم شوې خاورې
مجاهد ستړي روحونه
په بې رحمه مردکیو
د ابد دنیا ته لاړل
څه وحشت باندې شهید شول
څنګه ځمکه یو دم سره شوه
د سلګونو سرو وینه
پکې یو دم را خپره شوه
ځمکې اور دې ولې نه نیو
چې زمونږ زلمیان شهید شول
څومره کونډې دې کړې زیاتې
څومره میندې شولې بورې
یتیمان دې څومره ډیر کړل
څومره خویندې شولې ورارې
او هدیرې شولې بسیارې
…………………………..
سمسور
_ یادونه: پورتنی سپین شعر په کونړ کې د کرهالې غمیزې د تلین په مناسبت او د یاد ناورین تر اغېز لاندې لیکل شوی. یاده پېښه د خلقیانو د واکمنۍ پر مهال د ۱۹۷۹ م کال د اپرېل په شلمه رامځته شوې وه، ۱۲۶۹ بې ګناه وګړي پکې شهیدان شول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx