افغانستاناقتصاد

ازبکستان پر افغانستان د برېښنا پرې کولو ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ غوايي، ۱۳۹۹ل): د ازبکستان وارداتي برېښنا پیسو پر وخت نه ورکولو له امله یاد هېواد په افغانستان د برېښنا بندولو ګواښ کړی دی.

د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب وايي: د کرونا وېرس د ګرځبندیز پر مهال په یو شمېر وګړو او آن دولتي ادارو پورونه تر وروستۍ کچې لوړ شوي، چې له امله یې دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

   غالب ددفاع او کورنیو چارو وزارت په ګډون یو شمېر دولتي ارګانونه او صنعتي شرکتونه د پورونو په نه اداء کولو تورنوي، چې زیان یې په ټوله کې افغانستان ته رسیږي.

   دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د برېښنا شرکت په ځينو ځایونو کې د برېښنا قطع کولو ګواښ کړی و.

   بل لور ته د مالیې وزارت وايي: ډیر ژر به د برېښنا د پورونو پرې کولو له پاره برېښنا شرکت ته مالي سرچینې پیدا او د هغوی په اختیار کې ورکړي.

   د یاد وزارت ویاند شمروز خان مسجدي رسنیو ته وویل: له ګاونډیو هېوادونو سره به خبرې وشي، چې د مالي مدرک تر پیدا کولو پورې د پییسو ورکولو ځنډ ورسره ومني.

   ویل کیږي، چې د برېښنا شرکت ازبکستان ته د برېښنا په بدل کې دوه میلیارده ډالر ورکوي. دغه برېښنا چې د کابل په ګډون ۱۰ ولایتونو کې کارول کیږي، اوس یې یوازې ۵ میلیارده افغانۍ دولت او ۸۰۰ میلیونه خصوصي سکتور قرضدار شوي دي.

   د برېښنا شرکت مسئولین وايي: هره میاشت ۲۵ میلیونه ډالر تاجکستان، ازبکستان او ایران ته د برېښنا په بدل کې ورکول کیږي، چې د ازبکستان برخه پکې تر ټولو زیاته ده.

   باید وویل شي، چې افغانستن کې ۸۰ سلنه برېښنا له وارداتي لارو پیدا کیږي او ۲۰ سلنه ”۳۰۰ مېګاواټه” یې د هېواد دننه تولیدیږي، چې د افغانستان د ټول نفوس ۳۵ سلنه وګړي لاسرسی ورته لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اانجینر سخی ګل

د بریښا شرکت د مظلومو افغانانو ځخه دا دوی لسیزی کیږی چه دوه چنده د برق مصرف اخلی د غاصبیبو او نورو زورواکو ځخه خپل مصرف نه اخلی بلکه دهغوی مصرف په نورو مظلومو افغانانو ور اچوی دا به ډیر غوره وی چه ازبکستان برق قطع کړی تر ځو عدالت تامین شی د بریشنا په شرکت کی په لوی پیمانه غله روانه د ه

ډالر ضد

د دغه او داسي نورو ارګانونو دغسي حالات ښيي چي د غلو چارواکو د چور او د «مرستو» په نامه د بهرنيانو د سياسي رشوتونو د بندېدو له امله حکومت مخ پر ډېوالي کېدو روان دی. د نجيب ګاو حکومت هم په دغسي ايشنده تبه اخته سو او بالاخره يې سر په مور ولاړ .

عبدالرحمن فرملی

د څښاک پر اوبو په کابل کي طالبانو پر يو متر مکعب يوه نيمه افغانۍ اخيستله، خو د غلو په حکومت کي یې بيه ۲۵ افغانۍ سوه . هغه نورغله چي ډېري اوبه مصرفوي يوه تنګه هم حکومت ته نه ورکوي. د اوبو رسولو د کارکوونکو معاشونه يې تر اوسه د عامو او بې وزلو خلکو د محصولونو څخه ورکول. اوس چي د کرونا ستونزه رامنځ ته سوه نه د برېښنا د محصول بيل چا د خلکو کورونو ته ور وړی دی او نه د اوبو بيل. او عام خلک طبيعي ده چي محصول بې له بيله نه سي ورکولای،… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx