ټکنالوژي

کرونا وایرس؛ د سامسنګ موبایلونو په تولیداتو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ غوایي، ۱۳۹۹ل): د کرونا وایرس له کبله تر دې دمه د ۲۰۲۰م کال د ځيرک موبایلونو بازار لپاره ناکام ثابت شوی چې له مخې یې د سامسنګ مشهور شرکت په خپلو تولیداتو کې د ۵۰ سلنه کموالي پریکړه کړې ده.

د سام موبایل د راپور سره سم د ۲۰۲۰م کال د اپریل میاشتې په جریان کې سامسنګ شرکت پلان لري چې لس ملیونه ځيرک موبایلونه تولید کړي، که څه هم ظاهرا دا ډیر ښکاري خو د شرکت په نسبت ډیر کم دي.

په اصل کې د سامسنګ شرکت لخوا هره میاشت شاوخوا ۲۵ ملیونه موبایلونه چمتو کیږي، چې نسبت لس ملیونو ته کم دي.

ددې ویلو ته اړتیا نه لیدل کیږي چې ولې سامسنګ شرکت په خپلو تولیداتو کې کمښت راولي، ځکه چې په ټوله نړۍ کې خپور شوي وایرس نه یوازې بازارونه بلکې ټوله نړۍ نظر بند ساتلې ده.

په ځانګړي ډول د کرونا وایرس په سامسنګ (ګلیکسي S20) موبایل ناوړه اغیز کړی، او دا اغیز به د څو میاشتو لپاره نور هم دوام وکړي، ځکه چې لا هم ډير هېوادونو کې ګرځبندیز د خلکو په عاید کې کمښت راوستی دی.

د یاد راپور په وینا، اوس هم په بازاراونو کې په مارچ میاشت کې چمتو شوي موبایلونه موجود دي چې پلورل کیږي نه، په داسې حال کې چې په سلواکیه، سویلي کوریا، برازیل او هند کې سامسنګ خپلې فابریکې تړلي دي.

د سفري بندیزونو له امله مختلفو هېوادونو ته د موبایلونو لیږدول هم اسانه نه دي. په دې لړ کې یوازې سامسنګ شرکت نه، بلکې د هر ډوله موبایلونو په پلور کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

په راپور کې ویل شوي، که په راتلونکې میاشت کې وضعیت کنترول او ښه شي ممکن د موبایلونو په تولید کې زیاتوالی راشي، خو دا به د وایرس خپریدو پورې اړه ولري.

باید وویل شي چې په ۲۰۲۰م کال کې تر دې دمه د سامسنګ شرکت لخوا (ګلیکسي S20) غوره موبایل بازار ته وړاندې شوی، دغه راز د هوواوې لخوا (هوواوې P40) او د ایپل لخوا (ایفون SE) بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx