روغتیا

په تشناب کې د ځيرک موبايل کارول مو په کرونا د اخته کېدو ګواښ زیاتوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ غوایي، ۱۳۹۹ل): پوهان وايي، په تشناب (حمام) کې د موبايل کارول پر کرونا د اخته کېدو کچه زياتوي، ځکه چې ځينې زيانمنې باکتریاوې لاسونو سره يو ځای کيږي.

ميکس جيفري د برتانوۍ خبرپاڼې The SUN سره په خپلو څرګندونو کې زياته کړې چې د سيفون (فلش، هغه آلې ته ویل کیږي چې په کیکاږلو سره یې د ډکو بولو پاکولو لپاره اتومات اوبه پریږدي) په  کېکاږلو سره ياد وايرس خپريږي، ځينې ذرې په خوځښت راځي او ددې سربيره په هوا کې ځينې زيان رسونکي کوچنۍ ذرو د راپورته کېدو لامل ګرځي.

نوموړی زیاتوي، «په تشناب کې ځينې باکتریاوې شتون لري چې شايد ستاسې لاسونو ته ورسيږي، کله چې په کرونا اخته کسان ستاسې موبايل وکاروي له دې لارې هم وایرس انتقاليږي، او يا په ياد وایرس اخته کسان په سيفون پورې لاس ومښي چې ټولې باکتریاوې په سيفون پاتې کيږي او د هغې وروسته ياد وايروس لومړی ستاسو لاسونو او بيا مخ او بدن ته رسيدلی شي.

ميکس جيفري په خپلو څرګندونو کې زياته کړې، پوهانو خبرداری ورکړی چې  ځیرک موبايل د کرونا وایرس په لیږد کې مهم رول لري، او ځينې هغه زيانمنې باکترياوې چې د لاس پريمينځلو سره مړې شوې وي د موبايل په بیا  کارولو بېرته راژوندۍ کيږي کومې چې د موبايل په ظاهري بڼه موجودې وي.

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا مخنیوي لپاره د لاسونو پرلپسې پریمنځل ددې وایرس د مخنیوي غوره لاره بولي، او تل په دې اړه نړیوالو ته سپارښتنه کوي.

ويليم کيول، چې د ساوتهمپټن پوهنتون د چاپيريال او روغتيا رييس دی په خپلو خبرو کې وويل: «تشناب ته له تللو وروسته د لاسو پريمينځلو سربېره ستاسې لاس د مبايل د ښېښې سره د لګېدو وروسته ياد وايروس ستاسې بدن ته انتقالیږي، په حقيقت سره دا جوته شوې چې ګرځنده موبايلونه ځينې زيانمنې باکتریاوې او وايرسونه لري چې شايد تاسې یې ښکار شئ.

د انساني بيولوژي، او د بيالوژيکي علومو استاد ډاکټر پرپټيوا امجي ويلي، ځيرک موبايلونه د زيانمنو باکترياوو شاووخوا ۱۷ زره  سټرينين له ځانه سره لري، دا په دې معنی چې  د تشناب څوکۍ (ځایناستي) کې لس چنده زیانمنې باکتریاوې شتون لري.

همدا راز ميکس جيفري هم وایي چې د تشناب څوکۍ د کرونا وايروس په خپرېدو کې مهم رول لوبوي.

نوموړي زیاتوي، د تشناب څوکۍ له لارې شايد دغه وایرس ډير خپور شي، ځکه چې دا ځينې هغو کوچنيو ذراتو ته کوم چې ياد وايروس ليږدوي په هوا کې خوځښت ورکوي، او د ګواښ کچه یې زياتوي.

ډاکټر ايمجي چې د واکسينونو د پراختيا څیړنه کوي د برتانوي ورځپاڼې «ميټرو» سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې ياد وايروس يوازې د موبايل له لارې نه انتقاليږي بلکې ددې ترڅنګ د سيفون اغيز هم بايد په پام کې ونيول شي، ځکه د تشناب د پاکولو په صورت کې دا وايرس خپلې ذرې خلاصوي، چې د باکترياوو او د وايرسونو د پيدا کېدو لامل ګرځي.

ډاکټر ايمجي د وروستي راپورونو له مخې زياتوي، کرونا وايرس د ايروسولونو د کوچنيو ذرو له لارې خپريږي، چې دا يو ډير زيانمن ښودل شوي، نو د يادو ايروسولونو د مخنيوي لپاره بايد د سيفون د کيکاږلو څخه وړاندې په تشناب کې د کيناستو ځای سر پټ کړل شي.

نوموړي وويل: کله چې له ما څخه د موټر چلولو ازموينه اخيستل کيده نو زما ښوونکي ماته وويل ته بايد دا سوچ وکړې چې له تا پرته نور ټول په رواني ناروغۍ اخته دي، او يو ته سم یې، نو بايد ته ټول وژغورې او له احتياط څخه کار واخلې.

د نوموړي په وینا، همداراز د کرونا په اړه بايد مونږ او تاسې دا په فکر ونه لرو چې هر يو وګړي دې لاس پريمينځلی وي. نه! بلکې مونږ بايد خپل احتياطي تدابير په پام کې ونيسو او د ځان د نظافت ځانګړې پاملرنه وکړو، او خپل لاسونه او مخ پر خپل وخت په صابون پريمينځو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx