روغتیا

د لسګونه روغتیایي کارکوونکو په ګډون افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر له «۱۰۰۰» پورته شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ غوایي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر اعلان کړ چې ټولې یې (۱۰۲۶) ته رسیدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳۰ نویو پېښو خبر ورکړی کومې چې په کابل، هرات، لغمان، کنړ او ننګرهار کې ثتبې شوي دي.

د وحید الله مایار په وینا، د عامو کسانو سربېره تر دې دمه په افغانستان کې ۱۱۰ روغتیایي کارکوونکو کې هم د کرونا مثبتې پېښې ثبتې شوې دي، په دې لیست کې ۹۰ تنه سړي او ۲۰ ښځې شاملې دي، چې له مخې یې ۴ ډاکټرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مایار په وینا، ۵۱ روغتیایي کارکوونکي په هرات او ۲۳ په کابل ولایت کې په کرونا اخته شوي دي.

وړمه ورځ د هرات روغتیایي چارواکو په دغه ولایت کې د کرونا ناروغانو روغتیایي وضعیت ۹۰ سلنه ښه بللی و، په دغه ولایت کې ۴ تنه، دغه راز درې تنه په کابل، کندهار او بلخ کې روغ شوي دي.

د نوموړي د وینا سره سم تر دې دمه کرونا په افغانستان کې د ۳۶ کسانو ژوند اخیستی او ۱۳۵ کسان بیرته روغ شوي دي.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې د شینوزاده خصوصي روغتون مشر حاجي عظیم چې په کرونا اخته شوی و له دغې ناروغۍ څخه ساه ورکړې ده، دده سربېره د جوزجان ولایتي روغتون د جراحۍ څانګې متخصص ډاکټر (محمد داوود پویا) چې اونۍ وړاندې په کرونا اخته شوی و خپل ژوند بایللی دی.

باید وویل شي چې کرونا په افغانستان کې تر ارګ رسیدلی او په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ۴۰ تنه په یادې ناروغۍ اخته شوي دي، خو ارګ بیا ۲۰ تنه یادوي. اشرف غني چې لا له وړاندې یې د معدې سرطان ناروغي تیره کړې ځان له کرونا ګوښه کړی او د ویدیویي کانفرانسونو له لارې غونډې پرمخ وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx