نړۍ

ټرمپ: که ایران جوړجاړی کوي، په دې سخت حالت کې یې مرستې ته تیار یو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱غویي،۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وایي، کورونا په ایران کې يو ناوړه وضعیت رامنځته کړی او امریکا تیاره ده، له دې هیواد سره مرسته وکړي.

ټرمپ، چې په سپینه ماڼۍ کې یې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل، په ایران کې د کورونا له امله ناوړه حالت رامنځته شوی او هغه شمېرې چې ددې هیواد د حکومت له لوري خپرېږي ناسمي دي «هغوی ژور زیان لیدلی، هغه شمېرې چې ددوی له لوري خپرېږي، ناسمې دي، مګر که دوی مرسته وغواړي، موږ په قطعي ډول تیار یو، که د مصنوعي ساه اخستنې آلو ته ضرورت لري یا بل څه ته.»

د ټرمپ په خبره، ددې مرستو په مقابل کې ایران باید چالاکي وکړي او له امریکا سره توافق ته ورسېږي.

نوموړي ددې تر څنګ د اوباما د واکمنۍ د بهرنیو چارو پر وزیر «جان کیري» تور ولګاوه، چې نه غواړي ایران او امریکا توافق ته ورسېږي.

د ټرمپ په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» ویلي، چې هیواد یې د امریکا مرستې ته اړ نه دی او په لنډ وخت کې به د ساه اخستنې د مصنوعي دستګاوو صادرات پیل کړي.

د ظریف په خبره، ایران له امریکا مشوره نه اخلي او امریکا ته ښایي، د ایران په دولتي چارو کې لاسوهنه ونکړي.

یاده دې وي، چې ایران یو له هغو هیوادونو دی، چې کورونا شدید ځپلی او له زرګونو ایرانیانو يې ژوند اخستی.

تر دې وړاندې هم د امریکا له لوري ایران ته د مرستې وړاندیزونه شوي، خو ایران رد کړي او د بندیزونو د پورته کولو غوښتنه یې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Sallamoona
Accepting help from SHAITAN??????
It is not the nature of Iran and I do not think Iran needs any help from anyone. May be they need something from Iran.

احمد

دنن ټکی کارکونکو وروڼو ته (د افغانستان او نړی کې د کرونا د پیښو لپاره ځانګړې تفصیلی پاڼه )ښه او ضروری ده دا مه ورکوی مننه

غ.حضرت

که د ایرانیانو پر ځای زه وای نو می امریکائیانو ته د فلسطینی شاعر ( احمد درویش ) د زړه هغه درد ور په زړه کاوه کوم چی ویلی ئې دی:
” امریکا معنی طاعون او طاعون معنی امریکا.”.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx