نظــر

د کرهالې «کیرالې» د قتل عام یو څلوېښتم تلین

عباس عابد

کرهاله د کونړ د مرکز اسعد اباد په څو سوه مترۍ کې یو اباد کلی و، چې د خپل خونړي تاریخ له امله یې نوم د لیرې سیمو تر خلکو رسېدلی دی. د دې سیمې خلک چې ډیر اسلام پاله، وطن پرسته او زړه ور خلک بلل کېدل، په یوه ورځ کې یې ټول کلی په ډارونکې کنډوالې بدل شو.

میا روښان خادم په خپل کتاب (دری غازیان) کې دغه پېښه د (کیرالې قتل عام) تر عنوان لاندې داسې راوړې ده:

« د ۱۳۵۷ هـ.ش کل د میزان په میاشت کې یوه شپه په یوولسو بجو زیارت ګل اپریدي، د کونړ والي او د فرقې قوماندان ګلرنګ د غازي یحیي خن په کور حمله وکړه، وروسته له څو ساعتونو جګړې څخه غازي یحیی خان او ملګري یې د وسلو سره ونیول شول او د کونړ په ولایتي زندان کې بندیان شول، په دغه شپه د غازي یحیی خان سره، پاچا جان، جان داد، ګلاب ګل، عبدالروف اخونزاده، محمد مسافر ونیول شول او دری میاشتې د کمونیستانو په جهنمي زندان کې بندیان وو، په زندان کې د ټولو تحقیقاتو سر او اخر همدا پوښتنه کېده چې تاسو د چا په رهبري او لارښوونه د حکومت به مقابل کې بغاوت کړی، عسکر او حزبي غړي مو ټپیان کړي، تیلفون مو شنډ کړی او د خلقي انقلاب مخنیوی کوي. د غازي یحیی خان او نورو مجاهدو ملګرو ته یې د (خان او دهقانانو) په نامه دسیسه جوړه کړې وه. له ډېرو شکنجو او عذابونو وروسته د زندان په څلورمه میاشت د باجوړ او کونړ د قومونو مشرانو حکومت ته اطلاع ورکړې وه چې یا غازي یحیی خان او ملګري یې خوشي کړئ او یا یې مونږ د زندان څخه خوشې کوو، نوموړی خوشې شو او غازي یحیی خان له څه مودې وروسته کابل ته ولاړ.

له کونړ نه د وخت حاکم حفیظ الله امین ته خبر ورکړل شوی، چې مجاهدین د کیرالې په کلي ننوتي او ولایت نیسي. امین د شرقي زون مشر صاحب جان صحرايي ته امر وکړ، چې د کلي خلک یو هم ژوندی پاتې نشي. په (۱۳۵۸ هـ.ش) کال کمونیستي لښکرو د صاحب جان صحرايي په امر د کیرالې په کلي حمله وکړه، کور په کور یې تلاشي پیل او د یاد کلي سپینږیري، ځوانان او تنکي زلمیان یې راټول کړل، چې شمېر یې ۴۵۰ تنو ته رسېده. ټول یې د ماشیندارو په ډزو شهیدن کړل».

تاریخي متنونو را اخیستې، چې: په دغه پېښه کې ټول ۱۲۶۰ او یا هم ۱۲۶۹ تنه بې ګناه ولسي خلک شهیدان شول، چې وروسته یې پر جسدونو له ډیرې بې رحمۍ او وحشت سره ټانګونه او بلدوزرونونه وخېژول شول او ډله ییز قبر کې خښ شول.
په پېښه کې یحیی خان د یو تن دوکاندار له لوري چې میا روښان خادم یې په خپل کتاب کې نوم فضل جان ښودلی؛ وژغورل شو. هغه له وړاندې خبر شوی و او د پېښې پر سبا سهار وختي د کونړ سیند بلې غاړې ته ووېستل شو؛ خو د هغه له خپلوانو څخه (ملک سلام خان، ګلاب خان قاضي، هاشم خان، محمد خان، ګل محمد، سید محمد، عبدالقدیر، سید غفور او یو شمېر نور یې) لومړی د ټانګونو په توپونو پورې وتړل شول او بیا وروسته شهیدان کړی شول.

د عیني شاهدانو له مخې په دغه ورځ د کیرالې د وحشت په دغه میدان کې د وینو لښتي روان وو او په دغه ډله ییزه وژنه کې ډیرې میندې بورې، میرمنې کونډې، اولادونه یتیمان، خویندې بورې او کورنۍ بې اولادو شوې. له پېښې وروسته کرهالې کلي د کربلا دردونکی انځور خپل کړ او یوه ژوره خاموشي پکې رامنځته شوه، چې د ښځینه وو او ماشومانو سویو چیغو به ماتوله.

له پېښې وروسته د کلي پاتې کسان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان و، خپل کورونه پرېښودل او سرحدي سیمو ته مهاجر شول. د کرهالې پېښه له ۴۱ کلونو تېرېدلو وروسته اوس هم د درمنو وګړیو په ذهنونو کې هماغسې له پوره وحشت سره پاتې ده او ځینې چې له دې پېښې روغ وتلي وو له ډیره غمه یې څو تنو ژوند له لاسه ورکړ او بعضې په روحي ناروغیو هم اخته شول.

د اپرېل په ۲۰مه د کرهالې پېښې یو څلوېښتم تلین .

ماخذونه: د خلقیانو وحشتونه او دری غازیان کتابونه، مینه مجله، شهادت ورځپاڼه او بېلا بېلې لیکنې!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

السلام علیکم نمونه از وحشت کمونیستان( خلقیان و پرچمیان) شاید عبرت برای نسل ما که در آن عصر نبودیم و ندیدیم اما امروز از نجیب و دیگر عمال شان را دفاع میکنم نکند که در روز آخرت در صف همین ظالمان وحشی چنگیز صفت محشور شده و به گناه ریختن صدها هزار انسانان مظلوم به محض اینکه به ایشان محبت ورزیده و همه اعمال شوم شانرا فراموش نموده از ایشان دفاع میکنیم به قهر و غضب الله ذالجلال مبتلا شویم در حالیکه نه بودیم ونه دیدیم اما به چشمان پوشیده به آنها برٱت میدهیم و به شکل قهرمانان ما از… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x