دیني، سیرت او تاریخ

نړۍ او په هغه کې اوسېدونکی انسان د څه له پاره؟

لیکنه: عبدالرحمن عابد

دا ځمکې او اسمانونه چې الله تعالی په ۶ ورځو کې پیدا کړې؛ بېځایه نه دي پیدا شوي، بلکې یو ځانګړی هدف لري، چې هغه هدف یې په قران کریم کې الله تعالی ذکر کړی دی.

الله جل جلاله وايي: وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَھُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍﺣ سورة ق
ژباړه: او مونږ ټول اسمانونه او زمکه او د هغو په منځ کې ټول څيزونه په شپږو ورځو کې پيداکړي.

مَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَھُمَآ اِلَّا بِالْحَقِّ وَاَجَلٍ مُّسَمًّیﺚ سورة الاحقاف، ۳ ایت.
ژباړه: مونږ اسمانونه او زمکه او د دوی په منځ کې څيزونه له يوه برحقه هدف پرته او له کوم ټاکلي ميعاده پرته نه دي پيدا کړي.

په ځمکې او اسمانونو کې چې ټول واک یې له الله تعالی سره دی؛ بشر یې پکې له
نورو مخلوقاتو غوره (اشرف المخلوقات) ګرځولی او هغه په خپله وایي: لَھ۫ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ سورة البقره، ۲۵۵ ایت

ژباړه: او په اسمانو کې چې څه دي (هغه هم) او په زمکه کې چې څه دي (هغه هم) ټول د هغه دي.

وَلَقَدْ کَرَّمْنَا بَنِیْٓ اٰدَمَ بني اسرایل، ۷۰ ایت
ژباړه: او حقيقت دا دی چې د ادم عليه السلام اولاد ته مو عزت وربښلی.

خو سره له دې مقامه هغوی ته وايي: وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِﮇ سورة الذاریات، ۵۶ ایت.

ژباړه: ما پیریان او انساناان نه دي پیدا کړي؛ مګر د عبادت له پاره.

له پورته الهي ارشاد څخه معلومه شوه چې الله جل جلاله انسان د یو خاص هدف له پاره پیدا کړی، چې هغه هدف عبادت دی.

عبادت په دوو ډولونو وېشل شوی:

۱ ــ انفرادي عبادت

۲ ــ اجتماعي (ټولنیز) عبادت

۱ــ انفرادي عبادت کې د اسلام پنځه بناوې شاملې دي، چې په سر کې یې کلیمه طیبه، ورپسې لمونځ، روژه، زکات او د حج مقدسه فریضه ده. د دې ډول عباداتو تشریح د اسلام ستنو (پورتنیو ذکر شویو شیانو) ته شامله ده او دا روښانه کوي، چې انسان په کومه کلیمه مسلمانیږي، د کلیمې احکامات څه شی دي، لمونځ څه شی دی، حکمونه او نور اړوند مسایل یې کوم دی، روژه په چا فرض ده او کله فرض کیږي، زکات باید څوک ورکړي او حج څوک، چیرته او په کوم وخت کې ترسره کړي.

۲ ــ په اجتماعي عبادت کې ټوله موضوع (خلافت) باندې را څرخیږي، واضحه خبره خو دا ده، چې په ټولو کائناتو او مخلوقاتو واک او اقتدار یوازې د الله تعالی دی، چې پورته یې یادونه شوې؛ خو الله تعالی وخت پر وخت ځمکې ته د انسانانو د لارښوونې له پاره خپل استازي رالیږلي، چې په اړه یې داسې فرمایي: اَللہُ یَصْطَفِیْ مِنَ الْمَلٰ۬ئِکَةِ رُسُلًا وَّمِنَ النَّاسِﺚ
ژباړه: الله جل جلاله له پريښتو څخه هم د خپل پېغام لېږونکي ټاکي او له انسانانو څخه هم.

په ټولنیزو عباداتو کې تر ډېره د خلافت او نظام (حکومت) په ډولونو، د پېغمبرانو او رسولانو په خصوصیاتو، د خلیفه او امیرانو په ټاکلو، د هغو په کړنو، د کاملو مؤمنانو په صفاتو او د دین په ټولنیزو اړخونو بحث کیږي.

نو په پای کې ویلی شو، چې الله جل جلاله په دې نړۍ کې خپل بنده (بشر) ته ځکه د ځمکې کنترول او حکومت په لاس ورکړی او هغه یې خپل استازی ټاکلی چې نوموړی اشرف المخلوق دی، فکر او شعور دواړه لري، د ښه او بد تمیز فرق کولی شي، درک یې تېز او د بدن جوړښت یې په داسې ډول دی، چې د ورځنیو کړنو ترسره کولو او رهبري سره ښایي.

ماخذونه: د قران کریم اسانه تفسیر، (د انساني خلقت مقصد، د اسلا بشپړتیا کتابونه او یو شمېر دیني لیکنې…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x