نړۍ

دخیبرپښتونخوا دپیپلزیونیټي په نامه سره دټولني مشر سیدکمال په ډزو سره ووژل شو

said_Kamal_was_gunned_down_in_Peshawer(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۱) پیښور: دپیښور ښارپه زړه صدربازار کی باړه ګیټ ته څیرمه دخیبرپښتونخوا دپیپلزیونیټي به نامه سره دټولني مشر دنامالومو وسلوالو له لوري له خپل ساتونکي  سره یوځآی ووژل شو.

له سیمي څخه پولیسو خبرورکړی دي چي دپیپلزیونیټي ډلي مشر کمال دپاکستان دملکي هوایی چلند له یوه بل کارکونکي سره یوځای په موټرکي دکورپه لور روان وو

 دنامالومو موټرسایکل سورو له لوری تربرید لاندی راغلو چي له کبله یی کمال اوایاز دواړه ځاي پرځای ووژل شول، دپیښي له ځایه څخه عیني شاهدانو نن ټکی اسیا ته وویل، یوه موټرسایکل سواره چي برقعه یی په سروه پرکمال اوملګري ډزي وکړي.

امنیتي چارواکي وایی برید کونکي دپیښي له ځایه په تیښته بریالي شوی دي.

له بله لوري دپیپلزیونیټي په نامه سره دډلي داطلاعاتو مسئول محمد فاروق دسید کمال وژنه په کلکو ټوکو سره غندلي ده اوله حکومت څخه غوښتي دي، چي دپاکستان دملکی هوایی چلند کارکونکي ته تحافظ ورکړي.

دوي ورځي مخکي په کراچي کی هم په یوه وسلوال بریدکي دپیپلز یونیټي په نامه سره دټولني مشر امیرشاه دنامالومو وسلوالو له لوري وژل شوی وو، دیادولو وړده، چي دپیپلزیونیټي ټولنه دپاکستان دملکي هوایی چلند دکارګرانو یوه ټولنه ده.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close