افغانستانسولې اړوند خبرونه

کرزی: د جګړې له امله تلفات زیات شوي، ښکېل اړخونه دې سولې ته کار وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱غویي،۱۳۹۹ل): د افغانستان پخواني ولسمشر «حامد کرزي» د جګړې له امله د تلفاتو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او د پر ښکېلو اړخونو یې غږ کړی، څو د یوې سرتاسري سولې د ټینګښت لپاره ګامونه واخلي.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سولې په پروسه کې وروستیو پرمختګونو په کتو د افغانستان خلګو د جګړې د پای ته رسېدو هیله درلوده، خو له بده مرغه د جګړې تلفات زیات شوي او لا هم جنګ ته لمن وهل کېږي.

کرزي زیاته کړې «له همدې کبله په جگړه کې پر افغاني ښکېلو غاړو ږغ کوم چې په هېواد کې د روان ناورین د ختمولو لپاره د خبرو او تفاهم لاره خپله کړي او په هېواد کې د تل پاتې او سرتاسري سولې د ټینگښت لپاره، چې د هر افغان یوازینۍ هیله ده، کوټلي او اغېزمن گامونه اوچت او د خپل هېواد او خلکو په وړاندې خپل ملي، اسلامي او انساني دین ادا کړي.»

کرزی داسې مهال د جګړې له امله د اوښتو تلفاتو پر زیاتوالي اندېښنه ښيي، چې طالبان وایي، تر ډېره یې بریدونه راکم کړې او تر خپله وسه یې دفاعي حالت غوره کړی.

په ورته وخت کې حکومت بیا په ځینو سیمو کې د طالبانو په خلاف عملیات پیل کړي او هڅه کوي، د طالبانو تر واک لاندې سیمې بیا ځلې ونیسي.

تېره ورځ هم دفاع وزارت په تخار ولایت کې د تخار-کندز په لویه لاره عملیات پیل کړل او ټنیګار یې وکړ، چې دا عملیات به ددې ولایت نا امنو ولسوالیو ته هم غځوي.

بل لور ته د حکومت له لوري د بندیانو د خلاصون په لاره کې د شرایطو وضع کولو او ددې پروسې ځنډ بین الافغاني مذاکرات تر یوې نامعلومې مودې ځنډولي او د اوربند هیلې يې کمرنګې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

که غلام دولت هر څه بد وکړی بیابه غلام مداری پر ښکیلو غاړو ږغ کوی چی د سولی د ټینګښت لپاره ګامونه واخلی . دا بګیل مداری پدی ندی خبر چی د بین الافغانی مذاکراتو مخکی باید د بندیانو تبادله وسی . دا بیهمته ولی داسی نه وایی : چی غلام دولت مو سوله نه غواړی او خنډونه جوړوی خو په مالکانو(امریکایانو) نه پوهیږو چی هغوی څه غواړی ، موږ سر ورسره ښورو او لکه طوطی او مینا څه چی امریکا راته وایی مونږ هغه وایو ، هغو روزلی یو ، هغو راوستلی یو ، هغوی مو ساتی ، د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx