افغانستان

لوړو زده کړو وزارت د تعلیمي ادارو رخصتي وغځوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱غویي،۱۳۹۹ل): د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، له کورونا سره د مبارزې په موخه د تړل شویو تعلیمي ادارو رخصتي یې د شلو ورځو لپاره تمدید کړې.

له لوړو زده کړو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې تر دې وړاندې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه خصوصي او دولتي تعلیمي بنسټونه د وري د میاشتې تر پایه رخصت کړل شوي وو، خو اوس د کورونا ناروغي د پېښو زیاتوالي ته په کتو دا موده شل ورځې نوره هم غځول کېږي.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې «د ا.ا.ج. کابینې د (۱۳۹۹) وري (۲۸) نیټې (۴) ګڼې پریکړه کې د کويډ۱۹ناروغۍ ورځ تر بلې خپریدو ته په کتو، د کاري رژيم د تنظیم طرزالعمل (۱) شمیرې ضمیمې د تعدیل مطابق د یاد شوي وایرس د خپریدو څخه د مخنیوي له کبله د تحصیلي او تعلیمي بنسټونو رخصتۍ د (۱۳۹۹) ثور میاشتې تر (۲۰) نیټې پورې تمدید کړې دي.»

د تعلیمي ادارو رخصتي داسې مهال غځول کېږي، چې په هیواد کې د کورونا ویروس پېښې تر زرو واوښتې او ورځ تر بلې په دې شمېرو کې زیاتوالی راځي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx