افغانستان

څرخي پله زندان کې د بندیانو اته ورځنی اعتصاب پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱غویي،۱۳۹۹ل): له تېرو اتو ورځو را پدېخوا په څرخي پله زندانیان کې د نشه یي توکو د بلاک زندانیانو د یو شمېر غوښتنو په مطرح کولو سره د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړی وو او خولې یې تړلې وې، چې نن یې د زندان د مسئولینو له لوري ستونزې واورېدل شوې او اعتصاب پای ته ورسېد.

زندانیان چې د اشرف غني له لوري د بندیانو د خلاصون په تړاو د صادر شوي فرمان د ژر پلې کېدو او د عمومي عفوې د اعلان غوښتنې يې مطرح کولې، له تېرو اتو ورځو را پدېخوا یې خولې تړلې وې او د نه خوړو اعتصاب یې کړی وو.

د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ددې ادارې رییس «احمد راشد طوطاخېل» په وروستیو ورځو کې له لویې څارنوالۍ سره په ګډه د ولسمشر غني د فرمان د تفهیم په برخه کې له زندانیانو سره ګډ کار کړی او ددې فرمان د پلې کېدو چارې یې چټکې کړې.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې زندانیان نن ورځ له مسئولینو سره تفاهم ته رسېدلي او د طوطاخېل د هڅو د ستاینې په موخه یې هغه ته د یوې چپنې په ډالۍ کولو سره اعتصاب پای ته رسولی.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د کورونا له ویرې د حکومت په زندانونو کې شورشونه زیات شوي او زندانیان د ژر خلاصون غوښتنه کوي.

څه موده وړاندې هم په پکتیکا ولایت کې طالب زندانیانو د کورونا د اندېښنو له امله بغاوت کړی وو، چې وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري سخت وهل او ټکول شوي وو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close