نړۍ

په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د امریکايي تیلو قیمت تر صفر کښته سو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲غویي، ۱۳۹۹ل): په نړۍ کې د کرونا وبا او د پټرولو د استخدام کمښت تر څنګ د سعودي او روسیې له لوري مارکیت په تیلو ډکولو وروسته په امریکا کې د تیلو بیې تیره شپه په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره تر صفر هم ټیټې سوې.

په امریکايي مارکیټ کې د خامو تیلو خرڅوونکې هر هغه چاته تر شاوخوا څلویښت ډالره له ځانه هم ورکوي چې یو بیلر خام تیل تر سبا پوري ځیني اخلي، ځکه چې د تیلو زیرمه کولو لپاره یې تجاران ځای نه لري او د خرڅ لپاره یې بازار.

د تیلو په بازار کې عموما تجاران د درو څلورو میاشتو په تاخیر سوداوي کوي او بیا تر هغه وخته د بازار نرخ ته په کتو دغه تیل یو پر بل خرڅیږي، تر څو چې یې د تسلیمۍ وخت راځي، تر هغو یو بیلر تیل پر ډیرو لاسونو تیر سوی وي، او بیا د عاجلو بیو په بازار کې يې هغه څوک اخلي چې تیل بازار او کارولو ته وړاندي کوي.

سبا د سې شنبې په ورځ د تیلو هغو بیو نیټه پوره کیږي چې ډیر مخکې را نیول سوي دي او سبا یې د تسلیمۍ ورځ ده، ددې لپاره چې اوسني مالکان ځان ځیني خلاص کړي، رانیونکو ته شاوخوا د خام تیلو پر هر بیلر۴۰ ډالره له ځانه هم ورکوي.

دا چې د تیلو قیمتونه ولي دومره کښته ولوېدل، د کتونکو په نظر ډیر وجوهات لري، تر ټولو عمده یې د سعودي او روسیې تر منځ د تیلو شخړه ده، هر لوري په دې وروستیو کې پخواني ټول قیدونه مات کړل او بازار ته یې ډیر تیل وړاندي کړل، چې له امله یې مستهلکو هیوادونو او تجارانو غټې سوداوي وکړې او خپلې زیرمې يې ډکې کړي، د زیرمو ډکېدو وروسته په بازار کې تیل تر اندازې زیات سول.

د امریکا تیل چې د منځني ختیځ او روسیې تر تیلو یې استخراج ډیر مصرف لري، د سخت حالت سره مخ سول، په ځانګړي ډول په امریکا کې د اکثرو ولایتونو او ښارونو د بندیز له امله د موټرو او فابریکو نه چلیدل یې هم قیمتونه بې ارزښته کړل.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د قیمتونو د خرابېدو وروسته رسنیو ته په خپل لومړني غبرګون کې ویلي چې د امریکا حکومت به ددغه حالت څخه په استفادې ۷۵ ملیونه بیلره تیل اخلي تر څو خپلې دولتي ستراتیژيکې زیرمې باندي ډکې کړي.

نوموړي ویلي، مونږ خپلې ملي ستراتیژيکې زیرمې ډکوو، مونږ فکر لرو چې په دغو ستراتیژيکو زیرمو کې ۷۵ ملیونه بیلره تیل نور هم ځای کړو.

بلخوا د امریکا د کانګریس ځینو غړو د ټرمپ څخه غوښتې چې پر سعودي تیلو بندیز ولګوي او یا هم ډیر ګمرک باندي ولګوي.

ټرمپ د همدې غوښتنو په جواب کې وویل: زما اداره د سعودي پر تیلو د بندیز لګولو غور کوي.

سعودي او روسیه په دې وروستیو کې د خپل منځې تفاهم پر اساس پریکړه کړې چې د تیلو استخراج کم کړي، د روسیې د لوک آیل شرکت مشر وحید علي کبیروف رسنیو ته ویلي چې دوی به د هرې ورځې په حساب د ۴۰ زره بیلرو په مقدار د تیلو استخراج کم کړي، بلخوا د سعودي په مشري د اوپک پلس هیوادونو ویلي چې په مئي او جون میاشتو کې به د هرې ورځې په حساب د تیلو استخراج تر ۹.۷ ملیونه کم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx