افغانستان

بندیان: د پلچرخي زندان اعتصاب په بشپړه توګه پای ته نه دی رسیدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲غویي، ۱۳۹۹ل): د پلچرخي بندیان وایی چې تر اوسه لا هم په دغه زندان کې د زرګونو بندیانو اعتصاب دوام لري.

نن ټکی اسیا ته د پلچرخي څخه بندیانو د ټویټر او فیسبوک له لاري خبر ورکړ چې لا هم ددوی اعتصاب جریان لري او یوازي د مخدره موادو د بلاک اعتصاب تېره ورځ پایته رسیدلی دی.

باید وویل شي چې تېره ورځ د محبسونو د چارو د تنظیم ادارې اعلان وکړ چې د بندیانو سره تفاهم ته تر رسیدو وروسته بندیانو خپلې خولې خلاصي کړې او اعتصاب یې ختم کړ.

دغو بندیانو غوښتنه کول چې د کرونا د خپرېدا له ویري د ولسمشر اشرف غني فرمان دې ژر تر ژره ددوی په حق کې عملي شي او دوی دي ازاد کړل شي.

دغه اعتصاب چې شاوخوا اته ورځې وړاندي پیل شوی وو، څو ورځې وروسته سیاسي بندیانو هم ګډون په کښی وکړ چې د بندیانو په وینا اوس هم ادامه لري.

په نن ټکی اسیا کې د بندیانو د اعتصاب پایته رسیدو د خبر نشرېدو وروسته یو شمیر بندیانو د ټولنیزو پاڼو له لاري نن ټکی اسیا ته په خصوصي پيغامونو کې وویل چې ددوی اعتصاب اوس هم دوام لري.

د پلچرخي د لسم بلاک څخه یوه بندي نن ټکی اسیا ته وویل چې ددوی اعتصاب د تیرو څلورو ورځو راهیسي ادامه لري او په وینا یې څلویښتو بندیانو خولې په سیخانو تړلي او تر پنځوسو بندیانو شاوخوا نور د بې هوښۍ تر کچې رسیدلي دي.

یوه بل بندي نن ټکی اسیا ته وویل، یوازي د مخدره بلاک بندیانو اعتصاب مات کړی، نورو ټولو بلاکونو کې په زرګونو بندیانو لا خپل غذائي اعتصاب ته ادامه ورکړې او غواړي چې د بشري خواخوږۍ پر اساس یې د بند موده را کمه او له محبسه خوشي کړل شي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د کرونا له ویرې د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې د محبسونو دروازې خلاصې شوي او په افغانستان کې هم د ورته اقدام اوچتولو غوښتنې ډیرې شوي دي.

په دې وروستیو کې ولسمشر اشرف غنې د یوه فرمان پر اساس پرېکړه شوې وه چې د ځینو شرایطو پر اساس به تر لس زره شاوخوا بندیان خوشي کیږي خو لا هم مالومه نه ده چې تر اوسه دغه لړۍ تر کومه ځایه رسیدلې او په اړه یې څه اقدامات شوي دي. که څه هم په افغانستان کې د سیاسي بندیانو شمېر تر نورو ډیر دی خو د اشرف غني په فرمان کې هغوی مستثنی بلل شوي او د نورو لپاره هم ډېر شرطونه ایښودل شوي چې له امله یې دغه پروسه ټکنۍ شوې ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close