نړۍ

کاناډا کې د خونړي برید له امله ۱۹ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ غوايي، ۱۳۹۹ل): د کاناډا په نووا سکوټیا ایالت کې د پوځي یونیفارم څخه په استفادې یو وسله وال کس د پولیسو د مشر او دوه عدلي چارواکو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ تنه وژلي دي.

د شنبې په شپه ناوخته د کاناډا په نووا سکوټيا ولايت کې يو تن چې ځان د پوليسر مشر غوندې جوړ کړی ؤ،  د 12 ساعته دوام لرونکې حملې په ترڅ کې 19 تنه وژلي. په وژل شويو کې د کاناډايي(RCMP) پوليسو يو افسر، د لومړني ښوونځي يو استاد، دوه رنځور پالانې (نرسانې) ، دوه عدلي چارواکي او نور عام خلک شامل دي.

دکاناډا د نووا سکوټیا ایالت د جنايي مدیر کریس وايي، دغه وسله وال بریدګر چې ټولټال ۱۶ ځایه بریدونه کړي، ځينې کسان هدفي وژلي او ځنیې نور بیا هسې په مخه ورغلي او وژلي یې دي، د پېښې پينځه ځايونه کتل شوي، ځای ځای د وراني نښې ښکاري، سوزېدلې ودانۍ او موټرې ليدل کېږي، شايد دغه سوزېدنې او ويجاړۍ د مړيو شمېره زياته کړي، پلټنې روانې دي.

داچې بریدګر سره د پولېسو په رنګ موټر او هم يې عسکري لباس په تن ؤ، ځکه د پولیسو په څېر ښکارېده، چې د پېښو له دومره ګڼو ځايونو بريالی ووزي؛ خو پوليس وايي چې د روزل شويو سپيو په مرسته يې له پېښې نهه ساعته وروسته په يو پيټرول پمپ کې وژل شوی، موندلی.

تر اوسه د پېښې اصلي علت نه دی څرګند؛ خو پولیس وايي، په دې اړه یې هر اړخیزې پلټنې پیل کړي، چې جزیات به یې وروسته د رسنیو په واک کې ورکړل شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx