نړۍ

ټرمپ امریکا ته د کډوالو په ورتګ موقتي بندیز لګوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲غویي،۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وایي، د امریکایانو د کاري فرصتونو  د ژغورلو په موخه د لنډ وخت لپاره هیواد ته د کډوالو په ورتګ بندیز لګوي.

ټرمپ دغه څرګندونې پر خپل ټویټر لیکلې، ده ویلي « د یوه نه لیدل کېدونکي دښمن د بریدونو او د امریکایانو د دندو د ساتلو په موخه به په هغه اجرایوي فرمان لاسلیک وکړم، چې له مخې به یې امریکا ته د کډوالو په راتګ په مؤقتي ډول بندیز ولګېږي.»

ټرمپ داسې مهال امریکا ته د کډوالو په ورتګ بندیز لګوي، چې کورونا ویروس دا هیواد په بې ساري ډول ځپلی، تر ۴۱ زره زیات امریکایان یې وژلي او اویا زره نور په دې وژونکې ناروغۍ باندې ککړ دي.

بل لور ته په دې هیواد کې دوه ویشت میلیونه امریکایانو دندې له لاسه ورکړې او په نږدې ټولو ایالتونو کې سخت ګرځبندیز لګېدلی.

تېره ورځ امریکایانو په ګڼو ایالتونو کې د ګرځبندیز خلاف لاریونونه وکړل او له حکومت يې وغوښتل، چې ښارونه پرانیزي او یا د ګرځبندیز اصول نرم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx