افغانستان

ناټو: افغان حکومت دې ژر تر ژره د طالبانو بندیان ازاد کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ غوايي، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ سازمان استازي په افغان حکومت غږ کړی، چې ډير ژر باید د طالبانو بندیان ازاد کړي.

هغه دا خبرې په داسې مهال کړې، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په مسئله کې د ځينو ستونزو له امله اوس په ټپه درېدلې ده.

بل لور ته د ناټو سازمان مشر نیکولاس تازه رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې افغان حکومت باید د طالبانو او هغوی دې د حکومت زندانیان ازاد کړي.

نوموړي وویل: «د زندانیانو ازادول د دواړو لوریو په واک کې دي؛ خو د کرونا بحران ته په کتلو سره د انساني حقوقو غوښتنه ده چې بندیان ازاد شي».

هغه له سولې پروسې څخه د ملاتړ په څرګندولو سره زیاته کړه، د بندیانو د ازادولو بهیر باید چټک او بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

د ناټو ملکي استازي همداراز وویل، افغان حکومت ته د خپلمنځي سیاسي ستونزو د حل یو ښه فرصت په لاس ورغلی چې باید ګټه ترې واخلي.

تر اوسه طالبانو او افغان حکومت د نیکولاس کي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تردې مخکې دواړو اړخونو د خپلو بندیانو په ژر خلاصولو ټینګار کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx