نړۍورزش

کرونایي بحران؛ د رزمي سیالیو پهلوان ویلیم اوټ مسلمان شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ غوایي، ۱۳۹۹ل): د MMA سیالیو مشهور اتريشي لوبغاړی ویلیم اوټ Wilhelm Ott د کرونا په روان بحران کې چې خلک د تیارو په لوري روان دي، د حقیقي رڼا سرچینه وموندله او د اسلام په پاک دین مشرف شو.

نوموړی چې اوسمهال ۳۷ کاله عمر لري پر خپل انسټاګرام یوه ویډیو پوسټ کړې چې دی پکې د شهادت کلیمې په ویلو سره اسلام راوړي او د مسلمانېدلو اعلان کوي.

ویلیم له اسلام راوړلو وروسته پر ځان (خالد) نوم ایښی،نوموړی وایي، د کرونا ویروس راته دومره وخت راکړ چې ریښتونی دین، ایمان او عقیده پکې ولټوم. ده زیاته کړ، اوس مې عقیده تر پخوا دومره ټینګه شوه چې په ښکاره او فخر سره ویلی شم: (زه مسلمان یم).

نوموړي همداراز وویل: زه د سیاسي مسایلو تر فشار لاندې راغلی وم؛ خو کله چې له یو سخت وخت نه تېرېدلم؛ نو الله جل جلاله د اسلام له خزانې نه برخمن کړم او ما ته یې قوت راکړ، چې اسلام باندې مشرف شم او د راتلونکي رمضان روژه د لومړنۍ روژې په صفت ونیسم.

ویلم څرګنده کړې، چې: دی له تېرو څو کلنو راهیسې د اسلام په اړه څېړنه او مطالعه کوي.

ده د خپلو هغو مینه والو مننه هم کړی، چې دی یې په سختو شېبو کې هڅولی او ملاتړ یې ترې کړې دی.

بل لور ته د ترکیې مسلمان لوبغاړي براق کزلرمک چې ویلیم اوټ ته د مسلمانېدلو مبارکي ورکړې هغه ته یې په ډالۍ کې قران مجید او جای نماز وړاندې کړي دي.

باید وویل شي، چې ویلیم اوټ د میکس مارشل ارټ یا رزمي MMA سیالیو مشهور لوبغاړی دی، چې په اتريش کې د (دی امیزنګ) جالب او خوند په نامه سره مشهور دی. هغه په ۱۹۸۲ کې پیدا شوی او د ۶۱۴ ایکټو پهلواني په لېست کې ۷۴ مقام باندې ځای لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x