افغانستان

مېلر: کورونا د قاطع ماموریت او افغان حکومت ځواکونه اغېزمن کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲غویي،۱۳۹۹ل):په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان «سکاټ مېلر» وایي، له کورونا سره مبارزه ستونزمنه ده او د جګړې د شدت زیاتوالی به دا چاره تقریبا ناممکنه کړي.

د یک تلویزون د راپور په اساس، میلر دغه څرګندونې له یوې امریکایي رسنۍ سره د خبرو په مهال کړې، ده ویلي «کورونا د نړۍ په هر څه  باندې خپل اغيز پرېښی او د قاطع ماموریت او افغان حکومت ځواکونه هم ترې اغېزمن شوي.»

د میلر په خبره، له کورونا سره په عادي حالاتو کې لا مبارزه سخته ده او د جګړې د شدت زیاتوالی به دا چاره تقریبا ناممکنه کړي.

د میلر څرګندونې داسې مهال دي، چې د ناټو قاطع ملاتړ ماموریت وایي، په ګڼو ولایتونو کې يې امنیتي ځواکونو ته د کورونا د مخنیوي په موخه میکروب ضد مایعات، صابونونه او نور اړوند مواد ویشلي.

بل لور ته میلر داسې مهال له کورونا سره د مبارزې په لاره کې په اورکم ټینګار کوي، چې طالبان وایي، په عمومي ډول يې په جګړه کې کمښت راوړی، بریدونه یې کم کړي او تر ډېره یې دفاعي حالت غوره کړی.

په ورته وخت کې حکومت بیا په ځینو سیمو کې د طالبانو ضد تصفیوي عملیاتو د پيل خبر ورکوي او هڅه کوي، د طالبانو تر واک لاندې سیمې بیرته ونیسي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx