
کرزی هند د افغان سولې په پروسه کې ښکېلتیا ته رابولي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲غویي،۱۳۹۹ل): د افغانستان پخوانی ولسمشر «حامد کرزی» وایي، هند باید د افغان سولې په پروسه کې ښکېل پاتې شي او له یوه موټي افغانستان ملاتړ وکړي.
کرزی دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانکړي استازي «زلمي خلیلزاد» د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د تلیفوني خبرو په مهال د افغان سولې اړوند نظریات تبادله کړل.
په دغه تلیفوني خبرو کې «جي شنکر» او خلیلزاد جګړې د شدت د کموالي او د زندانیانو د خلاصون د پروسې په چټکوالي هوکړه کړې وه.
هند، چې په سیمه کې د کابل حکومت تر ټولو نږدې او ستراتيژیک ملګری بلل کېږي، تر دې دمه یې د افغان سولې په پروسه کې کمرنګه حضور ښودلی او د سولې له هغه پروسې یې ملاتړ اعلان کړی، چې د حکومت په رهبرۍ مخته ولاړه شي.
کرزی د هند له لوري د افغان سولې په برخه کې تازه دلچسپي ته په کتو وایي « زه هیله لرم، چې هند به د افغان سولې په پروسه کې ښکېل شي، د یوه خپلواک او متحد افغانستان چې یو مقتدر حکومت په راس کې ولري؛ ملاتړ به وکړي او دودیزې اړیکې به وساتي.»
“I have said this since the process began. I do hope India will join the peace process in support of a sovereign & united Afghanistan with a strong govt, in keeping with the traditional friendship between India & Afghanistan,” Hamid Karzai told @the_hindu https://t.co/UcZFpeqU5G
— Hamid Karzai (@KarzaiH) April 21, 2020
کرزی داسې مهال هند د افغان سولې په پروسه کې ښکېلتیا ته رابولي، چې څو ورځې وړاندې د نړۍ شپږو هیوادونو د افغان سولې پروسې او اوربند په اړه ناسته وکړه، خو هند ګډون پکې نه درلود.
تر دې وړاندې هم هند د افغانستان د سولې او ثبات په اړه جوړېدونکو ناستو څخه د باندې پاتې شوی او تر ډېره یې له حکومت سره په نظامي مرستو اکتفاء کړې.
I am not sure what to call you
Modizai, Hindozai Kharzai, obviously no Karzai
Do not you think enough is enough, Look what you did to this nation.