ورزش

د میسي او رونالډو ترمنځ غوره څوک دی؟ د هغو لوبغاړو له خولې چې د دواړو سره لوبیدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ غوایي، ۱۳۹۹ل): له اوږدې مودې راهیسې د ګڼ شمېر هغو لوبغاړو ترمنځ چې د نړۍ دوه مشهورو ستورو لیونل میسي او کریستیانو رونالډو سره لوبیدلي ناندرې پای ته ورسیدې، دوی هر یو د خپل نظر له مخې د دواړو ترمنځ غوره لوبغاړی په ګوته کړی دی چې په لاندې ډول دي:

لویز دي سوسا «ډیکو» Deco couldn't split Ronaldo and Messi

ډیکو پرتګالی لوبغاړی په برسلونا لوبډله کې د لیونل میسي ترڅنګ او په پرتګال ملي لوبډله کې د کریستیانو رونالډو ترڅنګ لوبېدلی دی.

نوموړی د میسي او رونالډو په پرتله کې هیڅ لوبغاړی غوره انتخاب نه کړ، خو له دې هاخوا یې برازیلی لوبغاړی رونالډینو غوره انتخاب کړ، د کوم سره چې په برسلونا لوبډله کې لوبېدلی دی.

پایله: مساوي

انجیل دي ماریا Di Maria considers it an honour to play alongside Messi

ارجنټایني لوبغاړی د میسي سره په ارجنټاین ملي لوبډله کې او د رونالډو سره په ریال مدرید لوبډله کې لوبېدلی دی.

دي ماریا تایید کړه چې له شک پرته میسي د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی دی، نوموړی په دې اړه وایي، «خپلو لمسیانو ته به له خوب وړاندې د هغه وخت چې د اروپا اتلانو لیګ اتلولي یې ګټلې وه کیسې کوم، هیله لرم چې نړیوال جام هم وګټم او دا مې هم د کیسو یوه برخه شي، خو تر ټولو اړینه داده، زه به هغو ته ووایم چې «ددوی نیکه د لیونل میسي سره یوځای لوبه کوله».

پایله: میسي

پاولو ډیبالا Dybala is a current team-mate of Messi and Ronaldo - and couldn't separate the two

ډیبالا د دواړو ترمنځ په غوره لوبغاړي انتخابولو کې داسې وویل، د میسي او رونالډو ترمنځ پرتله ناممکنه ده چې څوک غوره دی، دوی په خپلو کې مساوي خو د کلونو راهیسې په نورو ټولو لوبغاړو پورته دي.

پایله: مساوي

ګابریل هینز Heinze was the only star to play alongside both who opted for Ronaldo

هینز په مانچسټر یونیټډ لوبډله کې له رونالډو او په ارجنټاین ملي لوبډله کې له میسي سره لوبېدلی دی، هغه ټینګار کوي چې پرتګالي ستوری رونالډو د هغه له نظره له میسي څخه غوره دی.

پایله: رونالډو

ایزیکیل ګرای Garay opted for his fellow Argentine Messi over Ronaldo

ګرای د ارجنټاین په ملي لوبډله کې د میسي سره لوبېدلی او هغه پر رونالډو غوره ګڼي (ګرای له رونالډو سره په ریال مدرید لوبډله کې تر دوه کالو لوبېدلی دی)، نوموړی وایي، «که څوک له ما وپوښتي چې په نړۍ کې غوره لوبغاړی څوک دی؟ زه به وایم هغه میسي دی، «په لومړي وار مې چې ارجنټاینی ستوری په ۱۵ کلنۍ کې او له هغه راهیسې تر ننه وینم، په لوبه کې د هغه حیرانونکي او جالب حرکتونه چې حد نه لري لا هم ما حیرانوي».

پایله: میسي

ګونزالو هیګواین Higuain currently plays alongside both Messi and Ronaldo

هیګواین اوس له رونالډو سره په یوونتوس لوبډله کې او د میسي سره په ارجنټاین لوبډله کې لوبیږي، هغه په ریال مدرید لوبډله کې هم له رونالډو سره لوبېدلی دی، هیګواین یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې د دواړو ستورو سره زیات وخت لوبېدلی دی، له همدې لامله یې ونشول کړای د دواړو ترمنځ یو انتخاب کړي.

هیګواین وایي، «په ریال مدرید لوبډله کې له رونالډو سره لوبېدل خپل ذوق درلود، او اوس خوښ یم چې دواړه بیا یوځای یو». مګر هغه د میسي ترڅنګ لوبېدل ویاړ ګڼلی او ویلي دي، «کله چې لوبه کې میسي ته توپ ورشي، تاسې د پښو په ګوتو ودریږئ، ځکه چې پوهیږئ میسي په هره لحظه کې غوره توپ درکولی شي، او داسې کارونه کوي چې برید کونکی یې تمه لري خو دفاعي لوبغاړی یې نشي کولی».

پایله: مساوي

فرنانډ ګاګو Fernando Gago opted for Messi over Ronaldo having played with both

ګاګو د خپلې ملي هم لوبډلې ستوری میسي پر رونالډو غوره ګڼي، نوموړی که څه هم رونالډو سره د دوه کالو لپاره لوبېدلی خو د میسي په اړه وایي، «د هغه د لوبې طریقه خوښوم، په ژوند کې مې دده په څېر غوره لوبغاړی نه دی موندلی.

پایله: میسي

انډري ګومیز Gomes spent time with Messi at Barcelona and still plays with Ronaldo for Portugal now

پرتګالی لوبغاړی انډري ګومیز د لیونل میسي سره په برسلونا لوبډله کې لوبېدلی دی، خو د دواړو ترمنځ پرتله نشي کولی، د رونالډو په اړه داسې نظر لري، «هغه زمونږ د هېواد رهبري کولو مسوولیت په اړه خورا جدي دی، عالي روحیه لري او هغه زمونږ د ټولو لپاره غوره مثال دی». دغه راز د میسي په اړه وایي، ټول پوهیږي چې میسي خورا ځانګړی دی، داسې کارونه کوي چې وضاحت یې نه کیږي، ځکه چې هره ورځ یو څه نوي اختراع کوي».

پایله: مساوي

هنریک لارسون Larsson opted for Messi over Ronaldo thanks to their time at Barca

سویډني لوبغاړي د برسلونا لوبډلې سره د میسي ترڅنګ په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶م کالونو کې د اروپا اتلانو لیګ اتلولي ګټلې ده، مګر په مانچسټر یونیټډ لوبډله کې له رونالډو سره یوازې په ۱۳ لوبو کې لوبېدلی.

لارسون د دواړو ترمنځ میسي غوره ګڼي، ههه وایي، «رونالډو د میسي سره په پرتله کې ناسم دی، هغه ښه لوبغاړی دی، مګر میسي تر ټولو غوره دی، هغه له دې نړۍ بهر دی».

پایله: میسي

جیراد پیکی Gerard Pique chose long-standing Barca pal Messi over Ronaldo

اسپانوي لوبغاړی له رونالډو سره په لومړیو کې په مانچسټر یونیټډ لوبډله کې لوبېدلی، د میسي سره له ۲۰۰۸م کال راهیسې په برسلونا لوبډله کې لوبیږي، هغه د رونالډو په پرتله غوره ګڼي، پیکی داسې وایي، «رونالډو یو سخت لوبغاړی او ښه انسان دی چې تل غواړي پرمختګ وکړي، مګر زه تل وایم، میسي داسې استعداد لري چې هیڅوک یې نه لري، تل ماته داسې بریښي چې هغه انسان نه دی او له بلې نړۍ څخه دی».

پایله: میسي

نیلسن سمیډو Semedo is a current team-mate of both Ronaldo and Messi

پرتګالی لوبغاړی نیلسن سمیډو د میسي سره په برسلونا لوبډله کې او د رونالډو سره په ملي لوبډله کې لوبیږي، د همدې لامله هغه د دواړو ترمنځ د غوره لوبغاړي خوښولو څخه ډډه کړې.

پایله: مساوي

کارلوس تیویز Carlos Tevez has partnered both forwards up front during his career

تیویز د رونالډو سره په مانچسټر یونیټډ لوبډله کې او د میسي سره په ارجنټاین ملي لوبډله کې لوبېدلی دی، مګر د هغه له نظره که څه هم غوره لوبغاړی میسي دی خو وایي ترمنځ یې پرتله نشي کولی.

پایله: مساوي

د میسي او رونالډو ترمنځ ګټونکی څوک شو؟ Lionel Messi takes the win over old frenemy Cristiano Ronaldo, according to those who've played with both

پایله د ارجنټایني ستوري «لیونل میسي» په ګټه ده چې د ۱۲ لوبغاړو ترمنځ یې پنځو میسي غوره انتخاب کړ، په داسې حال کې چې رونالډو یوازې د یوه لوبغاړي له خوا غوره انتخاب شو، خو نورو شپږو لوبغاړو دواړه مساوي انتخاب کړل. دا هغه لوبغاړي دي چې د میسي او رونالډو سره په ملي لوبډله او یا هم کلبي لوبډله کې لوبېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx