افغانستان

عبدالله عبدالله د طرحې جوړولو په موخه له خپلو سیاسي ملګرو سره مشورې روانې ساتلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ غوايي، ۱۳۹۹ل): د عبدالله عبدالله ویاند وایي، عبدالله له خپلو سیاسي ملګرو سره په هغه طرحه مشورې روانې ساتلې دي، چې د سیاسي کړکېچ د حل او په حکومت کې ثبات او همپالنې ته د ځای پیدا کولو په موخه اشرف غني ته وړاندې کېږي.

امید میثم په همدې تړاو طلوع نیوز ته ویلي، چې عبدالله نن هم له خپلو سیاسي ملګرو سره جلا، جلا ناستې کړې او په هغه طرحه يې د هغوی نظر اخستی دی، چې په نږدې وخت کې بشپړه او ارګ ته به ولېږل شي.

د میثم په خبره، د سولې عالي شورا، د ټاکنو پایلې او د کابینې څرنګوالی د نننیو ناستو د بحث مو ضوعات وو، خو په دې موخه چې یوه جامع طرحه ترتیب شي لا زیات وخت ته اړتیا لرو « کله چې غواړو یوه جامع طرحه تشکیل کړو، دقت او زیات فرصت ته اړتیا لیدل کېږو، زموږ طرحه به په راتلونکو څو ورځو کې بشپړه او مقابل لوري ته به ولېږل شي.»

په ورته وخت کې بي بي سي بیا د خپلو سرچینو له خولې خبر ورکوي، چې د ثبات او همپالنې په ډله کې د نظر اختلاف رامنځته شوی، یوه ډله یې په حکومت کې په پنځوس او څلوېښت سلنه واک راضي دي، خو بله ډله بیا د ټاکنو د پایلو د لغوه کېدو غوښتونکي دي او د معاملې منلو ته تیار نه دي.

د راپور په بنسټ، د نظر دې اختلاف د طرحې د وروستي کېدو په لاره کې خنډونه ایجاد کړي، خو بیا هم د ثبات او همپالنې ډله هڅه کوي، طرحه وروستۍ او ارګ ته ولېږي.

په راپور کې دا هم راغلي، چې احمد ضیا مسعود، صلاح الدین رباني او یو شمېر نور مشران د عبدالله عبدالله له لوري د مصالحې عالي شورا د منلو له امله له نوموړي څخه ناراضه شوي او دوستم او یو شمېر نور مشران هم غواړي، په طرحه کې جدي شرطونه وضع شي، تر څو ارګ په راتلونکي کې له خپلو ژمنو په شاه نشي.

ثبات او همپالنې ټیم که څه هم د نظر ددې اختلافاتو په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي و، چې غني ددوی د پلویانو تر منځ د درز اچولو په لټه کې دی.

د عبدالله عبدالله د ډلې تر منځ د اختلافاتو راپورونه داسې مهال ورکول کېږي، چې په دې وروستیو کې نړیوالې ټولنې په پرلپسې ډول د کابل د سیاسي اختلافات په حل کېدلو ټینګار کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx