افغانستان

حکومت د څلورمې ډلې طالب زندانیانو د خلاصون خبر ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ غوايي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ملي امنیت شورا وایي، د اشرف غني د فرمان په اساس او له کورونا سره د مبارزې د هڅو په لړ کې ۷۱ تنه طالب زندانیان د حکومت له زندانونو څخه خلاص شوي.

د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې د اشرف غني له حکم سره سم د ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، فاریاب، روزګان او بغلان له زندانونو څخه ۷۱ تنه طالب زندانیان د هغوی عمر، روغتیا او د قید پاتې مودې ته په کتو له کورونا سره د مبارزې د هڅو په لړ کې خلاص شول.

دا څلورمه ډله طالب زندانیان دي، چې د حکومت له  زندانونو څخه د طالب پلاوي له تائید پرته خلاصېږي.

تر دې وړاندې هم ۳۶۱ تنه زندانیان د هیواد له بیلابیلو زندانونو څخه خلاص شوي وو، خو طالبانو یې په اړه وېره ښودلې وه، چې حکومت ښایي د تېر په څېر چل وکړي او جنايي بندیان د طالبانو په نامه خلاص کړي.

طالبانو هم شپېته تنه زندانیان په کندهار، لغمان او بغلان ولایتونو کې ازاد کړي او د لارې له کرایې او نویو جامو سره یې کورونو ته لېږلي وو.

بل لور ته په زندانونو کې د کورونا اندېښنو ته په کتو بیلابیلو جهتونو په حکومت او طالبانو غږ کړی، څو د زندانیانو د خلاصون پروسه چټکه کړي او په دې توګه د محبسونو دننه د فاجعې له رامنځته کېدو مخنیوی وکړي.

څه موده وړاندې د پکتیکا ولایت په مرکزي زندان کې طالب بندیانو د کورونا د اندېښنو له ویرې بغاوت کړی وو، چې وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري وهل او ټکول شوي وو.

همدارنګه له تېرو نهه ورځو راپدېخوا د څرخي پله زندان کې سیاسي او د مخدره توکو د بلاک زندانیانو د نه خوړو اعتصاب کړی وو او خولې يې ګنډلې وې او د زندانیانو د خلاصون د پروسې د چټکتیا غوښتنه یې کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx