افغانستان

په څرخي پله زندان کې اعتصاب پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ غوايي، ۱۳۹۹ل): د حکومت تر واک لاندې څرخي پله زندان کې د زندانیانو له لوري د نه خوړلو اعتصاب پای ته ورسېد.

دغه اعتصاب چې نهه ورځې وړاندې د  مخدره بلاک او سیاسي زندانیانو له لوري پيل شوي وو او په دوام یې زندانیانو خپلې خولې هم ګنډلې وې؛ نن ورځ ماځیګر مهال پای ته ورسېد.

د نه خوړو د  اعتصاب له امله ګڼ شمېر زندانیان بېهوښه شوي وو او په زندان کې د انساني فاجعې د رامنځته کېدو اندېښنې زیاتې شوې وې.

تېره ورځ د زندانونو د چارو مسئولینو د مخدره بلاکونو له زندانیانو سره لیدلي وو او هغوی ته تر قناعت ورکولو وروسته په یادو بلاکونو کې اعتصاب پای ته رسېدلی وو؛ خو د سیاسي زندانیانو اعتصاب لا په ځای پاتې وو، چې نن ما ځیګر د زندانیانو د ځینو غوښتنو په منلو پای ته رسېدلی.

د هیواد په ګڼ شمېر زندانونو کې د بندیانو له لوري داسې مهال اعتصابونه په لاره اچول کېږي، چې په افغانستان  کې د کورونا له خپرېدو سره هم مهاله په زندانونو کې د انساني فاجعې د رامنځته کېدو اندېښنې زیاتې شوې او بیلابېل اړخونه په طالبانو او حکومت غږ کوي، څو د زندانیانو د خلاصون پروسه چټکه کوي.

په ورته وخت کې د حکومت او طالبانو تر منځ د زندانیانو د خلاصون پر میکانیزم نه توافق ددې لامل شوی، چې د بندیانو د خلاصون پروسه اوږده موده واخلي.

تر دې دمه د حکومت له زرو زندانیانو څخه شپېته او د طالبانو له پنځه زره بندیانو څخه څه باندې څلور سوه تنه یې خلاص شوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close