نړۍ

بلوچستان: جعفراباد کي چاودني څلورکسه وژلی دي

balochistan_bomb_blast(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۱)کوټه: دپاکستان دتیلواوګازو درا ایستلو شرکت اړونده یوه موټر تیره ورځ ناوخته دبلوچستان ایالت جعفراباد سیمه کي دبم په واسطه له منځه یو وړل  شو چی له کبله یی په موټرکي څلورتنه سواره کسان ځای پرځای ووژل شول.

دتیلواوګازو دغه شرکت دپاکستان په حکومت پوري تړلی شرکت دي چي په سیمه کي دتیلو اوګازو په پرمختیایی چاروکي کار کوي، له دي څخه مخکي هم څو ځلي په بلوچستان ایالت کي دتیلو اوګازو دشرکتونو اړونده کاریګر دنامالومو وسلوالو له لوري په نښه شوی دي.

تراوسه پوری دچاودني پړه چاپه غاړه نده اخیسته خوپه سیمه کي پاکستاني چارواکی پربلوچ ازادي غوښتنکوم اواسلامي ارپکوباندی شک کوي چي په پیښه کي به لاس لری، امنیتي چارواکي وایی بم  دسړک له غاړي درول شوی موټرسایکل پوری تړلی  وو چي کله موټر ورسره څیرمه تیریدي چاودنه رامنځ ته شوه، دپیښي له ځایه دپولیسو یو لوړ رتبه چارواکي محمد طارق رسنیو ته وویل چي چاودني دریموټ کنټرول بم په واسطه رامنځ ته شویدي، چي له کبله یی په موټرکی سواره څلور کسه دشرکت کاروکونکي وژلی دی.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close