روغتیانړۍ

جرمني پر کرونا له کنترول وروسته ځيني محدوديتونه کموي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ غوایي، ۱۳۹۹ل): جرمني هېواد چې په تېره نږدې کې یې د کرونا وايرس تر خپل کنترول لاندې راوستی، په هېواد کې د ځينو محدوديتونو کمولو پریکړه کړې ده، که څه هم له څو اونيو راهيسې دا مرحله د اروپایي هېوادونو لپاره يوه حساسه او جدي وه.

د جرمني چارواکو هغو خلکو ته چې د ځای اندازه یې له ۸ سوه مترو مربع څخه کمه وي د ځينو پلورنځيو د پرانیستلو اجازه ورکړې لکه، د خوراکي توکو پلورنځي، کتابتونونه، د موټرو تم ځایونه، د جامو او ګلانو پلورنځي.

مګر ددې سربېره فرهنګي مرکزونه، شرابخانې، ریستورانتونه او د ورزش ځايونه لاهم تړل شوي دي، همداراز د کنسرتونو او د نورو لوبو د سیالیو څخه چې ډير خلک به په کې لیدل کېدل د اګست مياشتې تر وروستیو به لا هم تړل شوي وي.

د محدودیتونو سربېره به لا هم د دوه کسانو ترمنځ ټاکلی واټن ساتل کیږي، د ډیرو کسانو په راټولېدو بندیز دوام لري، او ددې سربيره په ماسک اچولو ټينګار ښودل شوی دی.

د جرمني لومړۍ وزيرې انجیلا میرکل خبرداری ورکړی چې وضعیت لاهم نازک دي، «ونږ لا تر اوسه ددې وبا د پيل په جريان کې يو مونږ په بشپړ ډول له دې وبا  څخه نه يو خلاص شوي، او دا به ډيره بدبختي وي چې مونږ يو ځل بيا له دې بحران سره لاس او گريوان شو».

جرمني له چین وروسته یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د کرونا وبا زیات خپراوي سربېره یې کنترول او یاد وایرس کابو کړ، اوسمهال له ۱۵۰زرو پېښو څخه یې یوازې ۵۰زره فعالې او نور بیرته عادي حالت ته ګرځېدلي دي.

د يادونې وړ ده چې جرمني کې د کرونا وایرس د ټولو پېښو شمېر ۱۴۷۰۶۵ ته رسیدلی، په داسې حال کې د قربانیانو شمېر یې ۴۶۷۶ او د بیرته روغ شوو شمېر نږدې ۱۰۰زرو ته رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx