دیني، سیرت او تاریخ

شک روژه  په حنفي فقه کې

محمد نذیر ذبیح

وضاحت

کله چې د شعبان په ۲۹ باندې اسمان ښه پاک صفا وي او خلک د میاشتې لټون وکوي او په نظر رانشي او هېڅوک یې د لیدلو دعوه ونه کوي نو په صبا ورځ کې شک نشته  صبا ورځ د شعبان دېرشمه ورځ ده  د رمضان په نیت پکې روژه نیول فرض نه دي .

که د شعبان میاشت خلکو کتلې وي او ورته ثابته وي چې نن د شعبان د میاشتې دېرشمه ورځ ده نو صبا شک روژه نه ده بلکه یقین دی چې صبا د رمضان اوله ورځ ده روژه نیول یې فرض دي .

که د شعبان په ۲۹ د لمر لوېدلو په وخت کې خلکو د میاشت لټون کاوه لکن د په کوم ځای کې چې میاشت ښکاره کیږي په هغه ځای کې هوا صافه نه وه ، وریځ وه ، یا ګرد وو چې نظر پکې کار نه کاوه نو اوس د صبا ورځ په شک کې ده  چې آیا دا د شعبان دېرشمه ورځ ده او که د رمضان اوله .

که پدې ورځ څوک د رمضان په نیت روژه نیسي نو دا صحیح ده او کنه ؟ پدې اړه  د صحابه کرامو له وخت او بیا د تابعینو په دور کې په همدې ډول اختلاف راغلی دی او زه نه غواړم دا بحث تاسې ته اوږد کړم  له ټول اختلاف وروسته د حنفي مسلک رایه داده :

که څوک د شک په ورځ روژه نیسي نو د نفلي نیت سره به یې نیسي .

په حنفي فقه کې دا مطلب په مختلفو کتابونو کې په مختلفو عباراتو سره را اخیستل شوی دی :

ولا یصوم یوم الشک الا تطوعا . (۱)

ترجمه : نه به نیسي د شک د ورځې روژه مګر نفل

ولا یصام یوم الشک الا تطوعا .  (۲)

ترجمه : نه به نیول کیږي د شک د ورځې روژه مګر نفل

و کره فیه کل صوم الا صوم نفل جزم به بلا تردید بینه و بین صوم آخر . (۳)

ترجمه : د شک په ورځ کې هره روژه مکروه ده مګر هغه نفلي روژه چې ورته ټینګ د نفلو نیت وکول شي چې هېڅ ډول تردد پکې نه وي په منځ د نفلو او د بل کوم واجب کې .

لا یصام الا نفلا . (۴)

ترجمه : نه به نیول کیږي (د شک د ورځې روژه) مګر نفل

لا یصوم یوم الشک الا تطوعا لقوله علیه السلام لا یصام الیوم الذی یشک فیه انه من رمضان الا تطوعاً . (۵)

ترجمه : نه به نیسي د شک د ورځې روژه مګر نفلي له وجې د قول د رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایلی یی دي : نه به نیول کیږي روژه د هغې ورځې چې شک پکې وي چې آیا دا رمضان دی  مګر نفلي .

کله چې رمضان نه وي ثابت شوی او د شک د ورځې روژه څوک د رمضان د روژې په نیت نیسي دا روژه مکروه ده .   (۶)

که څوک د شک د ورځې روژه نیسي نو د یوې نفلي روژې نیت به ورته کوي  که بيا وروسته ښکاره شوه چې دا د رمضان د روژې اوله ورځ وه نو د رمضان له روژې  نه يې صحيح ده او که چېرته  ښکاره شوه چې دا د رمضان ورځ نه وه  نو بيا يې د نفلو روژه ده او که يې  د ورځې په اوږدو کې ماته کړه د يوې ورځې روژې قضائي ورباندې لازمه ده لکه  ټول نفلي عبادتونه چې شروع کړل شي  او سر ته ونه رسول شي  نو دهغې قضائي راګرځول واجب شي.  (۷)

او که يې د شک په ورځ صرف د روژې نيت وکولو او هغه يې معينه نه کړه چې د څه لپاره روژه نيسي دا هم صحیح ده  که رمضان نه شو  دده لپاره نفلي روژه ده او که رمضان شو نو دده روژه دده د رمضان د روژې په ځاى دريږي. (۸)

که داسې نيت يې وکولو چې که رمضان شو نو د رمضان روژه به مې وي او که رمضان نه شو بيا روژه نه نيسم نو پدې نيت روژه نه صحيح کيږي . (۹)

که داسې نيت يې وکولو چې که سبا رمضان شو نو فرضي روژه به مي وي او که رمضان نشو نو د بل واجب نيت وکوي (که په ده بل وخت کومه روژه پاتې وي  یا قضايی ، یا د قسم  یا بله کومه روژه په ده پاتې وي) چې دهغه په ځاى به شي دا نيت مکروه دى او که رمضان شو نو د فرضي روژې په ځاى دريږي او که رمضان نه شو نو د هغه بل واجب په ځاى نه دريږي دا روژه يې نفلي روژه ده . (۱۰)

نو شک روژه په شپږ  ډوله شوه

دوه ډوله روا ده

۱.  چې د نفلو په نیت یې ونیسي

۲.   روژه ونیسي او هېڅ نیت ورسره ونه کوي

دری ډوله روا ده لکن مکروه ده

۱.     چې د رمضان په نیت یې ونیسی  دا مکروه ده

۲.     چې پدې ورځ  د کومې بلې روژې په نیت یې ونیسی دا هم مکروه ده

۳.  چې د تردد سره یې ونیسی  داسې نیت وکوي چې روژه نیسم که رمضان شو نو د رمضان به شي او کنه نو بیا به نفلی شي

یو ډول بالکل ناروا ده

چې د شپې ځان روژې ته تیار کړي او نیت یې دا وي که رمضان شو نو روژه نیسم او کنه بیا یې خورم  داسې کول بالکل ناروا دي .  (۱۱)

خلاصه دا چې د شک د ورځې روژه به صرف هغه کسان نیسي چې دا نیت کولی شي چې صبا زما صرف او صرف نفلي روژه  ده  نو که د رمضان ورځ شوه نو روژه یې د رمضان په ځای دریږي او که نه شوه نو روژه یې نفلي ده .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

حوالې :

(۱)     مختصر القدوری کتاب الصوم

(۲)     کنز الدقائق کتاب الصوم

(۳)    نور الایضاح کتاب الصوم

(۴)  مختصر الوقایة کتاب الصوم

(۵)   هدایه کتاب الصوم

(۶)    فتاوى قاضي خان کتاب الصوم

(۷)    فتاوى قاضي خان  کتاب الصوم

(۸)   المحيط للسرخسي کتاب الصوم

(۹)    فتاوی عالمګيري  کتاب الصوم

(۱۰)   فتاوی عالمګيري  کتاب الصوم

(۱۱)    فتاوى قاضي خان  کتاب الصوم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx