نظــر

هاغه د میزان د شپږمې ولسمشریزې ټاکنې د چا په ګټه شوې!؟

عباس عابد

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمني پرځولو وروسته امریکا او ملګرو یې د جرمني په بن ښار کې غونډې دایرې کړې او د افغانستان د بحران د ختمېدو له پاره یې په څو مادو توافق وکړ چې یوه ماده دا وه: په افغانستان کې به عمومي ټاکنې کیږي چې د هغه په اساس څو ځله ټاکنې هم ترسره شوې او هر وار یې له مخکنیو څخه بدترې وې.

د ۲۰۱۴ م کال ټولټاکنو په نتیجه کې د امریکا د هغه مهال بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې دوه سری حکومت تشکیل او د هېواد اساسي قانون یې نقض کړ، ځکه چې د واک د تقسیم له پاره د اجرائیه ریاست په نوم یوه نوې څوکۍ ایجاد شوه، چې د یاد تشکیل له امله په یوه ډګر کې هم د پام وړ څه و نه شول، ان تر دې چې د ملي یووالي په نامه حکومت د ټولټاکنو قانون چې د دوی دواړو ضرورت و، هغه هم په اصولي او بنسټیزه توګه جوړ نه کړ. وایي: چې زمري له پیشو وغوښتل څو ټول چلونه وروښيي، نوموړوې ټول وروښودل؛ نو زمري پر هغې ور ټوپ کړل څو له ستوني یې تېره کړي، ولې هغه هم ډیره ژر ونې ته ترې وختله؛ زمري ورته وویل: دا چل دې ولې را و نه ښود. هغې ور ته کړه: که دا مې هم در ښوولی وای اوس به څنګه درنه خلاصېدمه؟ نو د تېر حکومت شریکانو هم د ټولټاکنو قانون په اصولي ډول جوړ نه کړ، څو په راتلونکي کې بایلوونکي ته د پلمي او بهانې ځای پاتې وي. او د ټولټاکنو د کولو نېټې هم ډیر ځله تغیر او تبدیل شوې، ولې په پای کې د میزان شپږمه ورته تعین شوه، دا هغه نېټه وه چې څو کاله وړاندې (۱۳۷۴ هـ.ش) کې طالبانو کابل ونیو. د کمونست رژیم وروستی لاسپوڅي نجیب یې په کابل کې په دار وځړاو او د شمالي ټلوالې مخکښان یې په سالنګونو واړول.

هو! د د ۱۳۷۴ هـ.ش د میزان له شپږمې وروسته په کابل کې د داسې حکومت بنسټ کېښودل شو چې د یو کس له ادارې لاندې ټولې دولتي چارې ترسره کېدلې، حدود نافذ وو، د غله لاس پرېکېده، زاني او زانیه په درو وهل کېدل او د سنګسار حکم هم پرې پلي کېده… همدا شان د لوڅو او بربنډو ښځو مخونه ورپټ شول. خو د ۱۳۹۸ هـ.ش کال د میزان له شپږمې وروسته د انتخاباتو په سر د نوماندانو او د هغوی د پلویانو ترمنځ ناندرۍ او شخړې پیل شوې، چې د بیان د ازادۍ ټول بریدونه پکې پایمال او له پښو لاندې شول.

د ټولټاکنو د شمیر بهیر چې پیل شو، نو د ځينو سیمو د رایو انتخاباتي پاڼې خو دومره ډېر وارې وګڼل شوې چې څیرېدوو ته نژدې شوې، د ټولټاکنو دواړو کمیسونونو ښه خواري وکړه، ولې د ګټې ټکټ (وثیقه) له لرې ځایه راځي!! همدا شان د بایللو غږ په هېواد کې کیږي، له بده مرغه چې د هغه قومانده هم له ډېر لرې واټن څخه ور کول کیږي او دا هم ورته ویل کیږي، چې: د نه منم په شعار دې ټینګ شه!!

که څه هم د دیموکراسۍ د اصولو له مخې بایلونکی ګټونکي ته مبارکي ورکوي او خپله ماتې مني او دا ژمنه کوي، چې د اپوزیسیون په څوکۍ به کېنم او د هېواد د علیاء ګټو له پاره به کار کوم؛ خو زمونږ په هېواد کې دواړو (پاتې او بریالي) د یوه دیوال تر شا لوړې وکړې، بریالي نوماند ته د تحلیف له مراسمو وروسته نړیوالو مبارکي هم ورکړې او د مرستو او همکاریو ژمنې یې هم ورسره وکړې. متأسفانه بیا هم هماغه نړیوال د روغې، جوړې هڅې کوي او منډې ترړې وهي چې دا به تر کومه ځایه معقوله وي!؟

پټه دې پاتې نه وي چې کله کله ځينې کسان او یا هېوادونه داسې کارونه کوي،، چې په هغه کې بعضو پېښو او واقعاتو ته اشاره کوي او خپل ځان بریالی ښيي، وايي: کله چې یهودیان د بیت المقدس په نیولو بریالي شول، د صلاح الیدن ایوبي قبر ته ورغلل او هغه یې په لغته وواهه او ویې ویل: (ها صلاح قد قدمنا) اې صلاح الدینه! دا دی مونږ راغلو!!! همدا راز کله چې صلیبي یرغلګر زموږ هېواد ته راغلل او د انګلستان دفاع وزیر د افغانستان په دوره راغی؛ نو پکتیا ته لاړ له هغه ولایته یې لیدنه وکړه، ځکه دا هغه ولایت دی چې د استقلال په جګړه (غزا) کې افغانانو انګلیسانو ته داسې منډه ورکړه چې ان تر ټله یې ورسول چې د متارکې غوښتنه یې وکړه، مذاکرات یې وکړل او افغانستان ته یې خپلواکي ورکړه (یاد وزیر مونږ ته دا اښودله چې مونږ بیا راغلو!!) همدارنګه د انګلستان شهزاده (هري) هم د ټول افغانستان په ځای هلمند ته راغی هغه هم داسې رافهموله چې مونږ بیا د سردار محمد ایوب خان او شهیدې ملالې په ټاټوبي او غزا په میدان کې ګرځوو!! نو د افغانستان د ملي یووالي د حکومت شریکانو هم ټولټاکنو له پاره د ۱۳۹۸ هـ.ش کال د میزان شپږمه وټاکله څو طالبانو ته دا وښيي چېې دا دی کابل زمونږ تر واک لاندې دی، اوس دلته ښځې په لوڅ مخ ګرځي، پارلمان ته تللی شي، په دفاترو کې کارونه کوي او د ټولټاکنو د رایې ورکولو مراکزو ته له محرم پرته ورځي!!

رایې وکارول شوې، وشمېرل شوې، پایلې رسنیزې شوې، وثیقه ورکړل شوه او لوړې غبرګې ترسره شوې، ولې د وزیرانو او لوړ پوړیو چارواکو ګمارنې وځنډول شوې اوس به ووایو چې د میزان د شپږمې انتخابات د چا په ګټه تمام شول؟ د رسنیو د راپورونو پر اساس افغان ولسمشر اشرف غني د مصالحې عالي شورا جوړوي او رهبري یې عبدالله عبدالله ته ورکوي، ولې د نوموړي د ټیم غړي په دوو دلو وېشل شوي یوه ډله یې د همدې شورا رهبري او ورسره ۵۰ سلنه واک غواړي او بله ډله یې وايي چې انتخابات دې لغوه او د صدارت څوکۍ دې احیا شي؟!! اوس به د افغان حکومت مشر ته انتظار کوو چې هغه په څه شي رضا کیږي ولې چې د ارګ ډېرو چارواکو ته د کرونا وېروس رسېدلی، چې هغوی به له کرونا وېروس سره مقاومت وکړي او که ورته تسلیم به شي، که مقاومت وکړي بیا ټاکنې د اشرف غني په ګټه دي او که تسلیم شي بیا د ثبات او همپالنې ټيم ګټه کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close