افغانستان

ګل رحمان قاضي: که انتخابات لغوه نشي د غني او عبدالله ترمنځ جوړجاړی به بل مصیبت شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،  ۳ غوايي، ۱۳۹۹): د سولې او نجات شورا مشر او د پوهنتون استاد ګل رحمان قاضي د هېواد د روانې سیاسي وضعې او د ډاکتر غني او عبدالله ترمنځ د لانجو او د سولې او له طالبانو سره د خبرو د بن‌بست په باب له ویسا ورځپاڼې سره په لنډه مرکه کې وویل: داسې ښکاري چې امریکا به دواړه ډاکتران په شریک حکومت کې راولي، خو که د انتخاباتو پایلې لغوه نشي او غني د انتخاباتو له لارې ولسمشر ومنل شي، دا به افغان ولس ته په راتلونکې کې لوی مصیبتونه راولي.

نوموړي وویل چې داسې هڅې روانې دي چې بیا به سوله ونشي، غني به تر پنځو کلونو په واک نښتی وي او طالبان هم له هغه سره بیا نه جوړېږي نو دوې پایلې درلودای شي. جګړې به ډېرې توندې شي او بالاخره خدای مه کړه هېواد به په څو برخو وېشلی وي.

ګل رحمان قاضي وویل چې امریکا په افغانستان کې خپلې موخې لري، هغوی په ارګ کې داسې څوک غواړي چې د دوی ګټې خوندي کړي، په داسې حال کې چې افغانان بیا دا غواړي چې په ارګ کې هرڅوک وي خو سوله باید راولي او جګړې باید ختمې شي.

ګل رحمان قاضي وویل چې یوه ډله سیاسیون او امریکا هڅه کوي چې د غني او عبدالله ترمنځ تفاهم او ګډ حکومت راشي، خو قاضي وویل حل لاره دا ده چې انتخابات باید لغوه شي، که دا کار ونشي جګړې او بدمرغۍ به داوم وکړي او امریکا به یې بیا پړه هم پر افغانانو ور اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
روحاني

دا زموږ د پوهنتون استاد ده او تخلص يې هم قاضي ده د تعصب لپار ټول نظام او قانون ته سپکاوی کوي د ګلمرجان چمچه ده له دې ډاریږي چې ولسمشر به ورسره د هر څه حساب وکړي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx