افغانستان

غزني کې چاودنې څلور ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،  ۳ غوايي، ۱۳۹۹): د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې د څلور ولسي وګړو ژوند اخستی.

د غزني ولایت د والي ویاند «وحیدالله جمعه زاده» ازادي رادیو ته ویلي، چې پېښه تېره شپه نهه بجې د غزني او جغتو ولسوالۍ پر لویه لار هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ولسي وګړو یو ټونس ډوله موټر د سړک غاړې ماین ته برابر شو.

د نوموړي په خبره، وژل شوي څلور واړه نارینه دي او مړي یې د غزني ملکي روغتون ته لېږل شوي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د پېښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx