افغانستان

د طالبانو د لوړو زده کړو اداره: محصلین دې انلاین درسونه تعقیب کړي او شتمن دې د هغوی لاسنیوی وکړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳ غوایي، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په هیواد کې د کورونا د خپرېدو له امله تعلیمې ادارې رخصت او زده کوونکي په کورونو کې قرنطین دي، د طالبانو د لوړو زده کړو ادارې په همدې موقع محصلینو ته سپارښتنه کړې، چې په کورونو دې پاتې شي او انلاین «په لیکه» درسونه دې تعقیب کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له یوې خوا قرنطین دوام لري او بل لور ته روژه را لنډه شوې؛ نو محصلینو ته ښایي، له همدې فرصت څخه د ګټه اخستنې په موخه د کورونا په وړاندې د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره کار وکړي، قران، تفسیر او عصري علومو ته خپل مهالوېش کې ځای ورکړي او له فارغ وخت څخه په استفادې خپل استعدادونه را برسېره کړي.

طالبانو ددې تر څنګ له شتمنو غوښتي، څو د لوړو زده کړو د پوره کولو په موخه د غریبو محصلینو لاسنیوی وکړي او د خصوصي پوهنتونونو له مسئولینو یې هیله کړې، چې په فیسونو کې نرمښت راولي او د هغوی ستونزې حل کړي.

طالبان داسې مهال محصلینو ته د زده کړو د تعقیب او شتمنو ته د هغوی د لاسنیوي لارښوونه کوي، چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تعلیمي ادرو رخصتي د ثور میاشتې تر شلمې نېټې غځېدلې او له امله یې ځینو پوهنتونونو د انلاین درسونو لړۍ پيل کړې.

په ورته وخت کې په هیواد کې د انټرنیټي بیو لوړوالي، د کاروبار په ټپه درېدل او د خصوصي پوهنتونونو د فیسونو لوړوالي زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
روحاني

تاسو خو د شپې له خوا دا فرصت له محصلینو اخیستی او دشپې لخوا مخابراتي شبکې بندوی څنګه به محصلین انلاین درسونه تعقیب کړي

طوطی

روحانی صیب: همدا اوس د کابل او ځینو نورو ولایاتو برق قطع شوی دی. دا لدی وجی چی د برق پایی یی سره وهلی دی. طالبانو پدی قسمت کی تر اوسه هیڅ ندی کړی. کله هم چا اوریدلی چی طالبانو د برق او مخابراتو د پایو محافظت کړی او یا یی د جوړولو په هکله همکاری کړی؟ پس له توافقنامی لوړی ځل طالبانو په ارزګان کی حملی وکړی بیا یی په کندز او تخار کی جنګونه شروع کړل. تش په نامه د سولی موافقې ته دوی څومره خوشحاله ول فکر یی کاوه چی شاید پس له موافقی به مونږه په… نور لوستل »

طوطی

مخابراتی پایی مو له منځه وړی نو انترنیت به له کومه شی. اول خپلو طالبانو ته ووایی چی د برق او مخابراتو انټنونه له منځه یو نسی، په عامه شتمنی حملی ونکړی. په خوسو خبرو نور خلک نشی غولولای. امریکایانو سره مو صلح وکړه خلکو سره مو له سره جګړه پیل کړه دا سو اسلام او جهاد. بیا دا خبری پر تاسو بدی لګیږی او داسی تبصری نه خپروی. مونږه د سولی له توافق څخه څومره امیدونه درلودل خو اوس ګور چی دا د سولی توافقنامه د یوه نوی جنګ پیل وه.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x