نړۍ

د ټرمپ اداره په افغانستان، عراق او سوریه کې د خپلو پوځیانو شمېر پټوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳۹۹ل): دوو امریکايي مؤسساتو د ټرمپ له ادارې څخه غوښتي، چي په افغانستان، عراق او سوریې کې د میشتو امریکايي پوځیانو دقیق شمېر اعلان کړي.

دغه دواړه مؤسسات ادعا کوي، چې د امریکا دفاع وزارت(پنټاګون) له دوه کلونو راهیسې په پورته یادو درې ملکونو کې د خپلو پوځیانو شمیر پټ ساتلی دی. دوی وايي، د قانون له مخې امریکایان حق لري چې په بهرنیو هېوادونو کې د خپلو پوځیانو په شمېر خبر وي.

د دواړو مؤسساتو په خبره، چې د امریکا د دفاع وزارت(پنټاګون) له خپل ویب سایټ څخه د عسکرو د شمېر معلومات لرې کړي دي. دوی زیاتوي، دفاع وزارت دا کار د جیمز ماټیس په وخت کې د ولسمشر ټرمپ په موافقه ترسره کړی دی، ځکه ماټیس باور لاره چې دفاع وزارت زیات معلومات خپروي.

یو شمېر امریکايي شنونکي په دې اند دي، چې د پوځیانو د شمېر پټ ساتل یوه اشتباه ده او د دیموکراسۍ د اصولو څخه سرغړونه هم ده.

سرچینه: ګارډین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx