افغانستان

شنونکي:امریکا له طالبانو سره د کړې هوکړې په تطبیق کې ناکامه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ غوايي، ۱۳۹۹ل): د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک، چې د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه لاسلیک شو، د هوکړې د تطبیق او سولې ته د رسېدو هیلې یې ورسره ډېرې وې؛ خو ظاهراً اوس د دغې توافقنامې تطبیق له جدي ننګونو سره مخ دی.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې په اساس ټاکل شوې وه، چې تر لسو ورځو پورې د طالبانو ۵ زره او افغان لوري زر بندیان ازاد او بین الافغاني خبرې پیل شي، خو لیدل کېږي چې د څو میاشتو په تېرېدو دغه کار نه دی شوی او په کور دننه حکومت د بندیانو د ازادولو مخالفت کوي.

د هوکړې له لاسلیک کېدو څخه د دوو میاشتو په تېرېدو تر اوسه د طالبانو محدود شمېر بندیان خوشې شوي او حکومت د طالبانو د نورو بندیانو ازادول پر شرایطو پورې محدود کړي او حتی په دې هوکړه کې د ځینو بندیانو له ازادولو یې انکار کړی دی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین اندېښنه ښيي چې مقابل لوري د توافقنامې مطابق اقدامات نه دي کړي او دا مسئله د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ سبب هم ګرځېدلې ده.

خو د دغې توافقنامې د نه تطبیق په تړاو دا پوښتنې پیدا شوي، چې ایا په خپله متحده ایالاتو نه غوښتل چې د سولې توافقنامه تطبیق شي او که په دې برخه کې د زلمي خلیلزاد ناتوانۍ ثابتوي، چې اوس د هوکړې تطبیق یې له مشکل سره مخ شوی دی.

د چارو شنونکی او خبریال سمیع یوسفزی او د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري وايي چې امریکا له طالبانو سره هوکړه کې هڅه کړې څو تر ډېره د امریکا ګټې خوندي کړي، چې له همدې امله اوس د دغې توافقنامې په عملي کولو کې زلمی خلیلزاد پاتې راغلی دی.

سره له دې چې متحده ایالاتو په دې توافقنامه کې په تکرار سره ټینګار کړې چې طالبان د حکومت حیثیت نه لري، خو په ځینو مواردو کې یې له طالبانو داسې غوښتنې مطرح کړې دي چې هغه د یو حکومت کار دی، نه د طالبانو.

د دې هوکړې د دویمې برخې په پنځمه ماده کې راغلي:« اسلامي امارت، چې امریکا یې د طالبانو په نوم پېژني هېڅ یوه بهرني وګړي ته به، چې د متحده ایالاتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ګواښي، ویزه، پاسپورت، د سفر جواز او نور قانوني اسناد ورنه کړي چې افغانستان ته داخل شي.»

ویل کېږي چې افغان سیاسي مشرانو هم له خلیلزاد سره په مجلسونو کې د طالبانو له لوري د وېزې ورکولو مسئلې په تړاو له امریکا وضاحت غوښتی خو خلیلزاد ټینګار کړی چې په دې برخه کې له دوی څخه تېروتنه شوې ده.

د چارو شنونکي وايي په داسې حال کې چې له هېوادونو، لوریو او نهادونو سره د متحده ایالاتو توافقنامې په ډېر دقت ترسره کېږي، د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د سولې هوکړه کې دغه ډول ابهامات او تېروتنې یو ډول عمدي کار ښکاري.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه کې د ابهاماتو او نواقصو په تړاو د راپورنو په لړ کې تازه امریکایي چارواکو اندېښنه ښودلې، چې که د کرونا وېروس له امله د افغانستان په زندانونو کې بندیان تلف شي د سولې پروسه به ناکامه شي.

لویدیځو دیپلوماتانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي:«  امریکايي چارواکي وېره لري که په زندانونو کې کرونا وېروس په پراخه کچه خپور شي او يو شمېر بندیان يې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي، د سولې پروسه به زيانمنه کړي.»

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې پر نه تطبیق کېدو څرګندونې داسې مهال دي، چې افغان حکومت او طالبانو له کوم میکانیزم او توافق پرته د زندانیانو د ازادولو بهیر پیل کړی چې د شنونکو په وینا د توافقنامې خلاف اقدامات افغانان سولې ته نه شي رسولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

امریکاهیڅکله پرتوافق نامه عمل ندی کړۍاونه یی کوی دبن په توافق کی هم فیصله وسوه چه کابل ته به له درنواصلحوسره څوک نه داخلیږی امریکا شمالی لنډغرنکړل داخل چاپوښتنه ځنی وکه اوس مخامخ برخلاف دتوافق نامی پرمظلوموافغانانوبمبارۍ کوی دخاوروکورونه یی دمځکی سره برابروی دقطرطمیم،دپاکستان عمران اوټول بی ایمانانه ټرمپ ظالم بی ایمانه ته نه وایی ولی پرتوافق نامه عمل نکوی الله موپه کورونادرپدره که ظالمانو،برعکس وطالبانوته وایی جنګ مه کوۍ یعنی پریږدۍ چه اشرفغنی ملحدغلام مظلومان بمبار اومړه کی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x