افغانستان

طالبان: داعش نور په افغانستان کې نشته، ځیني جهتونه یې له نامه استفاده کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې یو شمېر چارواکو په بدخشان ولایت کې د داعش ډلې د فعالیتونو د پیل په اړه خبر ورکړ او ادعا یې وکړه، چې دا ډله غواړي، یاد ولایت د خپل خلافت مرکز وګرځوي؛ طالبانو دا ډول راپورونه په کلکه رد کړي او پروپاګند یې بللی.

چارواکو ویلي وو، چې تر ننګرهار او کونړ وروسته د داعش او القاعده ډلو شپږ سوه کورنۍ چې زیاتره يې د منځني ختیځ د هیوادونو اتباع دي، د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ ته راغلي او دا سیمه یې د خپل فعالیت مرکز ګرځولې.

طالب ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» بیا دا ډول خبرونه ردوي او وایي، په افغانستان کې نور داعش ډله نشته؛ خو ځیني جهتونه یې په مطرح کولو کې خپلې ګټې لټوي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي «په بدخشان ولایت کې د داعشيانو او نورو بهرنیو اتباعو په اړه د ځینو رسنیو راپور حقیقت نه لري. ځينې جهتونه غواړي له دا ډول موضوعاتو څخه د پروپاګند په ډول استفاده وکړي، اوبه خړې او ماهیان په کې ونیسي. په بدخشان ولایت او ټول هیواد کې د داعش په نوم کومه ځاله نه ده پاتې.»

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان د ځینو جهتونو تر نامه لاندې «حکومت» د داعش ډلې له شتون څخه په استفادې تورنوي، تر دې وړاندې هم حکومت او بهرنیان ددې ډلې په تمویل او تجهیز تورن شوي او حتی د حکومت له دننه څخه هم یو شمېر جهتونو ورباندې اعتراف کړی.

څه موده وړاندې طالبانو په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې ټغر ورټول کړ او یو شمېر پاتې شوې جنګیالي یې د حکومتي ځواکونو له لوري جلال اباد ښار ته انتقال کړل شول، چې وروسته د ملي شورا یو شمېر غړو اعتراف وکړ، یاد جنګیالي په کونړ او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې مجهز کېږي.

تر ننګرهار وروسته طالبانو کونړ ولایت هم د داعش له شتون تصفیه کړ او اوس بیا چارواکي وار له مخه خبر ورکوي، چې دا ډله په بدخشان کې سر راپورته کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close